
مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: ذبیحالله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی گفته که نشست "کمیته مشترک هماهنگی" امروز میان افغانستان و پاکستان در کابل برگزار میشود.
آقای مجاهد در خبرنامهای افزوده که در این نشست درباره حل منازعات احتمالی در امتداد خط فرضی دیورند و ایجاد تسهیلات برای باشندگان هر دو طرف گفتوگو خواهد شد. به گفته سخنگوی امارت اسلامی، هیات پاکستانی را محمد صادق و هیات افغانستان را عبدالقیوم ذاکر معین وزارت دفاع، در این نشست رهبری میکند.
✒️:: بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د یوناما هغې نیوکې ته غبرګون ښودلی چې د قصاص اړوند یې کړې او دا حکم یې د ژوند د حق مخالف عمل بللی دی.
بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ته وریاده کړې چې پر شرعي احکامو د "نیوکې جسارت" نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د زغم وړ نه دی. اعلامیې زیاته کړې چې قصاص د درېیو محاکمو له هر اړخیزې څېړنې وروسته نهايي کیږي او مجرم ته هم د دفاع حق ورکول کیږي.
✒️: د خوست ولایت رسنیو دفتر ویلي، د غلام خان بندر نباتي قرنطین مدیریت له لوري د ۲.۵ ټنه بې کیفیته او خوسا شويو کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه.
دغه کچالو په دوه ټېلر موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل چې له پلټنې، معاینې او چېک وروسته ضبط او په یوه مناسب ځای کې تر خاورو لاندې کړای شول.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، پاکستان ته ولاړ.
د دغه وزارت په خبرپاڼې کې راغلي چې په پلاوي کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر، د پانګونې د اسانتیا برابرولو ریاست، د چارو ادارې، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، د کډوالو او راستنیدونکو وزارت، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، او د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي شامل دي.
د دغه سفر موخه د دوه اړخیزو سوداګریو او ټرانزیټ پر وړاندې د شتو خنډونو څېړل او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره د تړلو ننګونو په اړه خبرې کول دي.
✒️: د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس شهابالدین دلاور نن (چهارشنبې) د قطر سرې میاشتې له رییس حسین احمد بوتاني او مل پلاوي سره کتلي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې کتنه کې، دواړو لورو د کډوالو لپاره د بشري مرستو، همغږۍ او همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.
✒️: له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو لپاره په تورخم کې د جوړو شویو کمپونو په روغتیايي مرکزونو کې د روانې اپریل میاشتې له پیله تر ۱۳مې نېټې ، ۱۷ ماشومان زېږېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه راپور کې ویلي، له دغو ماشومانو ۱۲ یې په یوه او ۵ نور یې په بل مرکز کې زېږېدلي چې زېږون یې هم په خوندي ډول شوی دی.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره کتلي.
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې الساس له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ناروې د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاسنیوی کوي.
نوموړي د اسلامي امارت او ناروې تر منځ مستقیمې اړیکې مهمې بللې او زیاته کړې یې ده، چې مسایل باید د خبرو له لارې حل شي.
✒️: مارکو روبیو، وزیر خارجه و استیو ویتکاف، نماینده امریکا، این هفته برای گفتوگو درباره پایان دادن به جنگ اوکراین و زمینه سازی برای توافق هستهای با ایران به اروپا سفر خواهند کرد.
این دیدار قرار است در روزهای چهارشنبه و پنجشنبه در پاریس انجام شود.
✒️: سازمان پیمان امنیت جمعی (CSTO) گفته که نگران تهدیدهای امنیتی از ولایتهای مرزی افغانستان با کشورهای آسیای میانه است.
ناتالیا خریتونوا سخنگوی دبیرخانه سازمان پیمان امنیت جمعی به روزنامه ایزوستیا گفته است این سازمان به دلیل «تهدیدهای فزاینده» در مرزهای افغانستان با آسیای میانه، نیاز به گسترش همکاریهای منطقهای در زمینه مبارزه با هراسافگنی و مواد مخدر را حیاتی میداند.
او افزوده که تاجیکستان با داشتن مرز ۱۳۰۰ کیلومتری با افغانستان، نقشی کلیدی در تأمین امنیت دارد و این کشور آماده است مرحله اول برنامه تقویتی سازمان پیمان امنیت جمعی برای تقویت مرز تاجیکستان-افغانستان را آغاز کند.
✒️: د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اوسمهال تر بل هر وخت زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي چې دا وضعیت پر بېړني حالت بدل شوی او د مخنیوي لپاره یې ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه بنسټ زیاته کړې چې شاوخو ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
✒️: د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازي خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو د پرې کېدو له امله به تر ۱۰ سلنې زیات افغانان د روان زیږیز کال تر پایه له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان استازي، ادوین سنیزا سالوادور، فرانسوي خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي افغانستان، چې شاوخوا ۴۵ میلیونه وګړي لري او له اوږدې مودې راهیسې بشري مرستو ته اړ دی، د نړۍ دویم لوی بشري ناورین تجربه کوي. فرانسوي خبري اژانس په خپل راپور کې د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو لمخې ویلي، د امریکا د مرستو له پرې کېدو وروسته، نږدې درې میلیونه افغانان له ۳۶۴ زیاتو روغتیایي مرکزونه د تړل کېدو له امله له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي او د ۲۰۲۵ کال د درېیم ربعې پورې د ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو ګواښ هم شته.
✒️: د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، تر اوسه یې افغانستان ته تر یو میلیونه زیات راستنیدونکو سره مرسته کړې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو لمخې د ۲۰۲۳ له سپټمبره د ۲۰۲۵ تر اپریل پورې، له پاکستان او ایرانه د ۲.۴ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ۵۴ سلنې یې په جبري ډول راستانه شوي او د کډوالۍ نړۍوال سازمان یو میلیون او ۳۵۶۳ کسانو ته د بشري مرستو د رسولو چمتووالی نیولی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د اپریل له لومړۍ تر دیارلسمې پورې، نږدې ۶۰ زره کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اوښتي چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته یې مرسته رسېدلې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر اېکس لیکلی، افغانستان ته د پاکستان له لوري د داعش ډلو د لېږدولو احتمال په اړه اندېښنې رامنځته شوې دي. ښاغلي خلیلزاد په دې اړه لیکلي "هغو کسانو چې معلومات یې درلودل، ماته یې و ویل دوی د دې په اړه اندیښمن دي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستنې بهیر کې داعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي."
دا اندیښنه په داسې حال کې څرګندیږي چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو نوی فصل او را ایستل په اپریل میاشت کې پیل شوې دي.
وایي، ما دا اندیښنه د امریکا حکومت سره شریکه کړه.
✒️: د اسلام اباد استیناف محکمې له ۱۵ میاشتو وروسته ایله اوس امنیتي ادارو ته د څلورو اختطاف شویو افغان وروڼو د لټولو امر کړی.
دا څلور واړه افغانان چې خپلو کې وروڼه او په غالب ګومان سوداګر وو، د ۲۰۲۴ کال جنورۍ میاشت کې له کوره ایستل شوي او اوس یې خور و مور قضیه تر سختو هڅو وروسته قضیه محکمه کې روانه کړې ده.
✒️: د چین د انجینرۍ نادره کارنامه: دا ځل یې د نړۍ تر ټولو (۶۲۷ متره) جګ هواجیانګ ګرینډ کېنن پل جوړ کړ چې جون کې به پرانیستل شي.
د ایفل ټاور د درې چندو هومره ۲۰ زره ټنه پولادو نه جوړ دا پل ۹۴۸۲ فوټه اوږد دی چې د شینزن ښار سوداګریزو لاریو او موټرو ته یې د دوه سیمو تر منځ دوه ساعته واټن یوې دقیقې ته رالنډ کړ.
دا مهال د نړۍ ۱۰۰ جګو پلونو نه یې نږدې ۵۰ په چین کې دي.