
ملا جلندر
خوارج ظاهراً په اسلام سمبال خلک ول ؛ اوږدې ، اوږدې سجدې به يې کولې ؛ او حتا د ډېرو سجدو له کبله يې په ټنډو کې داغونه ليدل کېدل !!
د دوی په ډېرو نورو منفياتو سربېره يوه ستره ستونزه دا وه چې له ځانونو پرته يې نور هيڅوک مسلمانان نه بلل ، لا چې په جليل القدره صحابه وو يې د کفر ټاپې لګولې !! د ماشومانو ، سپين ږيرو ، تور سرو او هر هغه چا وژل يې روا ګڼل چې خوارجو ته يې انتساب نه لاره ؛ ځکه خو يې سلګونه صحابه حتا ماشومان شهيدان کړل او سلګونه صحابیاتو ته يې د وينځو په سترګه وکتل !! دوی معمولاً ؛ داسې مهال د صحابه وو په مرګ لاس پورې کاؤ چې د لمانځه لپاره به په جوماتونو کې را ټول شوي ول
او / يا به د قرآن تلاوت او تفسير ته ناست وو !! د حضرت عثمان او علي رضي الله تعالی عنهما شهادتونه يې بېلګې یادولی شو چې يو يې په رمضان المبارک کې په لمانځه لپاسه شهيد کړ او بل يې د قرآن د تلاوت په مهال !! حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه يې په داسې حال کې شهيد کړ چې د قرآن کريم په تلاوت ناست ؤ او عمر يې خوا شا 82 کلونو ته رسېدلی ؤ ؛ په تندي يې په توره و واهه ؛ او بيا يې هغه لاس هم ترې پرې کړ چې پر پيغمبر عليه السلام راغلې وحی به يې پرې ليکله !! تېر کال رسنيو و ليکل چې د هغه په وينو سور قرآن د مصر په موزېم کې اوس هم شته !! که څه هم اسلام حتا د معمرو کفارو ، تور سرو او ماشومانو وژل هم حرام ګڼلي ؛ خو خوارجو نه معمر مسلمان پرېښود ؛ او نه يې د جليل القدره صحابياتو او ماشومانو په مرګ صرفه وکړه !!
د عبدالله بن خباب تنکی بچی يې لومړی د مور له خېټې را
و يوست ؛ بيا يې د مور او پلار تر حلالولو وروسته هغه هم په خورا بې رحمۍ سره حلال کړ !! وايي چې د هغوی د حلالولو په مهال يې يو تن د يوې ونې نه را لوېدلې خرما خولې ته واچوله ... ؛ بل پرې ورټوپ کړل او ورته کړه يې :
« خرما پردۍ ده او خوړل يې حرام دي !! »
تاريخ ليکونکي کاږي چې ؛ کوم يوه يې په خوګ ګوزار وکړ ... ؛ بل ورته وويل : « تا پر هغه خوګ ګوزار وکړ چې مالک يې « ذّمي » دی او د خوګ وژل يې هيڅکله جواز نه لري !!
د هغوی په مذهب کې د خوگ وژل او د يوې دانې پردی خرما خوړل حرام ؤ ؛ خو د پيغمبر د جليل القدره صحابه وژل جايز او ثواب !!
په معاصر تاريخ کې د خوارجو پلويانو ته تکفيريان وايي چې ډېری يې د « داعش » ، « النور » او « بوکو حرام » ډلو په ترکيب کې شامل دي !!
مسلمان حلال کړه ؛ پردۍ مېرمنې د وينځو په نوم نکاح کړه ؛ په مسلمانانو د کفر فتواوې صادرې کړه ؛ په جوماتونو ، جنازو او تفسير په حلقاتو کې چاودنې وکړه ؛ انسانان په اور ژوندي وسوځوه ؛ ژوندي يې تر خاورو لاندې کړه ؛ په ټولنه کې د محوري او انقلابي کرکترونو مرګ ته لومړېتوب ورکړه ؛ « ي ه و دان » له اخوان المسلمين نه غوره وګڼه ؛ او مذهبي فتنو ته لمن ووهه ...
دا ټول هغه کارونه دي چې د تکفيـريانو په قاموس کې جايز ګڼل کېږي !! د سرې امپراتورۍ تر انقراض وروسته په تکفيريانو پورې اړوند ګروپونو عمدتاً هغه محورونه په نښه کړل چې د استعمار خلاف جنګېدلي او په اُمت کې يې د بيدارۍ احساس را پيدا کړی ؤ !! دوی هم هغه مهال د انقلابي شخصيتونه په مرګ لاس پوري کړ چې يا به له خدای سره په راز و نياز بوخت وو ؛ په لمانځه به ولاړ وو ، او / يا به د قرآن تفسير ته ناست ول !! په ياد شهيدانو کې داسې کسان هم وو چې ټول عمر يې په مبارزه تېر شوی ؤ او پر سرونو يې ميليونونه ډالر جايزې منل شوې وې !! دې ډلې حتا په هغه ح ک متيار پسې هم ځان مرګي را واستول چې په امت کې يې د انقلاب روحيه پو کړه او مسلمانان يې د سره استعمار له شره خلاص کړل !! عجيبه دا وه چې قاتلان يې د رحمانوف په څېر د ستر کمونيست له څنګه را تېر شوي وو ؛ رحمانوف يې اسلام ته خطر نه باله ؛ خو ح ک م ت يار يې هومره ستر خطر باله چې بايد د لمانځه په مهال ؛ له زرګونو نورو مسلمانانو سره يو ځای وژل شوی وای !! دا جنابان په مصر کې د سيسي او افغانستان کې له خدايه منکر کمونيستان نه وژني ؛ خو د جهاد وارثان په سجده لپاسه د مرګ وړ ګڼي !!
تاسې به نه وي ليدلي چې د هغوی په لاس ملحدان او له خدای سره په جنګ اخته کسان وژل شوي وي !! دا ځکه چې طاغوتان يې پر څټ سپاره دي ؛ تغذيه کوي يې ؛ امکانات ورکوي ؛ او د مسلمانانو د قتل فتواوې ترې اخلي !! دا جنابان همدا ، اوس
« ي ه و دانو » ته پر « ح م ا س » تر جيح ور کوي او په
« غ ز ه » کې د ميشتو مسلمانانو وژلو ته مبرر برابروي !!
په مصر کې د اخوانيانو خلاف همدې خلکو فتواوې ور کړې او ويل يې : « الاخوان ضلوا و اضلوا » ( اخوانيان خپله ګمراه شول او نور يې هم ګمراه کړل ) !! دا يو ډول فتوا وه چې سيسي ته يې د مسلمانانو د وژلو په اړه خلاص لاس ور کړ !!
همدا اوس دوی د « ح م ا س » خلاف همدغسې تبليغات کوي او مرګ يې د خدای په کتاب (!؟) جايز ګڼي .
هغه چې دوی نه پېژني او پر ټنډو يې له سجدو نه را ولاړ شوي داغونه و ګوري ؛ شايد ګُمان وکړي چې دوی د معاصر تاريخ تر ټولو ښه مسلمانان دي ؛ خو حقيقت دادی چې دا خلک د بل هر چا په نسبت ډېر خطرناک او اسلام ته مضر اشخاص دي ؛ چې پر ټنډو يې داغونه هم ؛ استعمار ته له سجدو را ولاړ شوي ! .
« پام په سجدو يې خطا نه شئ
آ چې د دين لارې وهي ملا جلندر دی ».
له درنو لوستونکو مې هيله داده چې تر لوستلو وروسته دا مقاله خپره او لاس په لاس کړي .