
د امت د زوال د مخنیوي او راګرځېدو حللارې
ډاکتر عبدالهادي ذوالحکمت
اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځله د زوال، تفرقې او بېاتفاقۍ له مرحلو تېر شوی، خو هر ځل یې د خپل ایمان، یووالي، او اخلاقي ارزښتونو په مرسته بیا را ژوندی کړی دی. نن ورځ چې اسلامي نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ ده، دا اړینه ده چې د دې زوال عوامل وپېژنو او د بېرته راګرځېدو لپاره عملي او اغېزمنې حللارې خپل کړو. لاندې څو مهم ټکي د امت د اصلاح او بیدارۍ لپاره مطرح کېږي:
۱. د تیر تاریخ څخه عبرت اخیستل
تاریخ د امتونو د عروج او زوال یوه لویه خزانه ده، اسلامي تاریخ موږ ته ښيي چې کله امت د الله تعالی له دینه واوړي، یووالي له لاسه ورکړي او د دنیا غوښتنو پسې ولاړ شي، نو ذلت او زوال حتمي کېږي. له بلې خوا، کله چې مسلمانان خپل دین ته رجوع وکړي، تقوا، اخلاص، علم او یووالي ته ارزښت ورکړي، الله تعالی هغوی ته بریا او عزت وربښلی دی نو له تاریخ څخه زدهکړه، د تېرو خطاګانو نه ځان ساتل او د بریالیو دورو څخه الهام اخیستل د امت د بیدارۍ لپاره مهم دي.
۲. صحیح او خالص اسلام ته رجوع
د امت بیداري یوازې هغه وخت ممکنه ده چې مسلمانان د خپل دین اصلي سرچینو یعني قرآن کریم او سنت نبوي ته ور وګرځي او خالص، بې بدعته او ناپییله اسلام په ژوره توګه مطالعه کړي او پرې عمل وکړي، یوازې له ظاهره نه بلکې د عقیدې، عبادت، اخلاقو او معاملاتو په ټولو برخو کې باید اسلام ژوندی شي.
۳. سالم او نېک قیادت
یووالی او پرمختګ هغه وخت شونی دی چې د امت په کچه یو رښتینی، مخلص، باصلاحیته او عادل قیادت موجود وي، داسې قیادت چې شخصي ګټو ته نه بلکې د ټول امت خیر او اصلاح ته ژمن وي، دا ډول مشري امت د یو ادرس او یو آواز لاندې منظموي، تفرقه ختموي او د پرمختګ لاره هواروي.
۴. د نوي نسل روزنه او بیداري
نوی نسل د امت راتلونکی دی، که دا نسل په اسلامي ارزښتونو وروزل شي، د امت د یووالي ارزښت، اسلامي هویت او د تاریخ شعور ورکړل شي، نو د تفرقې، غفلت او ضعف له ناورینونو به وژغورل شي، د تعلیم له لارې باید دوی ته دا درک ورکړل شي چې د اسلام عزت او وقار د دوی په اوږو دی.
۵. تعلیم او تربیه ته پراخه پاملرنه
تعلیم هغه اساس دی چې پر بنسټ یې هر امت وده کوي، باید اسلامي هېوادونه داسې تعلیمي نظامونه رامنځته کړي چې د دین او دنیا دواړه اړخونه پکې شامل وي، دا به امت ته یو داسې نسل وروزي چې له علم، پوهې، ایمان او اخلاصه ډک وي.
۶. اتحاد او همغږي
امت باید د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافاتو پر ځای، پر اسلامي ورورولۍ تمرکز وکړي. د اختلافاتو پر ځای باید د تفاهم، زغم او ګډ کار فرهنګ خپور شي، څو مسلمانان یو موټی شي او د خپل ځواک سره ودرېږي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
"وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا..." (آل عمران: ۱۰۳)
یعني: "تاسو ټول د الله (دین) رسۍ ونیسئ او تفرقه مه کوئ." دا الهي لارښونه موږ ته امر کوي چې د یووالي، اتفاق او د اسلام د مشترک پیغام تر چتر لاندې ژوند وکړو ځکه تفرقه کمزوري راولي، خو اتحاد قوت او بریالیتوب زېږوي.
۷. اقتصادي خپلواکي او عدالت
فقر، بېعدالتي او اقتصادي انحصار د امت د زوال له اساسي عواملو څخه دي. باید مسلمانان د خپلو طبیعي زیرمو، شتمنیو، او انساني ځواک په سم مدیریت سره اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي، او د زکات، خیرات، او عدل له لارې شتمني عادلانه وویشي.
۸. اخلاقي بیا رغونه
که څه هم دیني علم او عبادت مهم دي، خو تر ټولو مهم د هغوی تطبیق او د ژوند پر هر اړخ یې عملي کول دي. امت باید له فساد، دروغو، خیانت، رشوت، غیبت او نورو اخلاقي ناروغیو سره جدي مبارزه وکړي. تقوا، صداقت، امانت، تواضع، او اخلاص هغه صفات دي چې هر مسلمان باید پرې سمبال وي.
۹. د عدل او انصاف ټينګښت
عدل او انصاف د اسلامي امت د ثبات او برکت اساس دی. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
"إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ..." (النحل: ۹۰)
یعني: "بېشکه الله تعالی د عدل، احسان، او د خپلوانو سره د ښېګڼې امر کوي." دا امر یوازې یو اخلاقي ارزښت نه دی، بلکې د یو سالم ټولنیز نظام بنسټ دی. که چیرې عدل پر ټولو یو ډول پلی شي، د شتمن او بېوزله، واکمن او عوام ترمنځ یو شان، نو امت له بېعدالتۍ، ظلم او شخړو څخه خلاصېږي او د اعتماد فضا رامنځته کېږي.
١٠. پایله
د امت د زوال د مخنیوي او بېرته راګرځېدو لپاره، یوازې شعارونه نه بلکې عملي اقدام ته اړتیا ده. هر فرد، کورنۍ، ټولنه او مشرتابه باید خپل مسؤلیت وپېژني او په اخلاص سره د اسلام د ژغورنې لپاره کار وکړي. همداسې یووالي، علم، تقوا، عدالت او اخلاص د اسلامي امت د بیدارۍ کلیدي عوامل دي.