No-IMG

آيا سټينګر د روسانو د ماتې سبب شول ؟

د 1368 کال د سلواغې په اته ويشتمه نېټه چې سرې لښکرې له آمو پوريوتلې ؛ سلمان رشدي د قرآن عظيم الشان خلاف کتاب خپور کړ !! شيطاني رسنيو او استعماري کړيو دې موضوع  ته هومره هوا ورکړه چې د سرو لښکرو د ماتې په څېر عظيم رویداد يې هم تر شعاع لاندې راووست !! ښکېلاک او په هغوی پورې اړوند کړيو ځکه دا موضوع په پراخه کچه تبليغ کړه چې د افغان مجاهدينو  ستره او بې سارې سوبه د نړيوالو له انظاره پټه وساتي !! دې ډول زهرجنو تبليغاتو ته  اوس هم په همغې شيطاني بڼه  هوا ورکوله کېږي او په همغو ورځو کې پرې شخوند وهل کېږي چې د سرو لښکرو له شکست سره مترادفې دي !!

د تېرې سلواغې په 28مه نېټه ( چې د سرو لښکرو له انسحاب سره برابره ده ) ،  بي بي سي راډيو د سټینګر توغنديو موضوع را پورته کړه او تر ننه لا هم پرې شخوند وهي ؛ کله د انجنېر غفار انځور  ورسره خپور کړي ، او کله يې هغه مرکه راواړوي چې د سټينګرو د استعمال  په څرنګوالي يې  ګړولی دی !!

د بي بي سي موخه دا ده چې له يوې خوا افغان م ج ا هدين له

ا م ر يکا ) سره منسلک معرفي کړي ، او له بلې خوا يې د فتوحاتو آر لامل سټينګر توغندي وګڼي !! دا جنابان په داسې حال کې دا ډول کاذب تبليغات کوي چې پر امريکا باندې د ويتناميانو د غلبې داستان يې په سترګو ليدلی دی ؛ دوی دې و وايي چې هلته خو امريکايي ځواکونو په سټينګرو سر بېره زرګونه ميله موډرنې وسلې وکارولې او د استعمال لپاره يې تر يو لک زيات فني پوځونه ځای په ځای کړي وو ؛ خو نه يې پوځونو ويتناميانو ته ماتې ور کړه او نه يې موډرنې وسلې مؤثرې ثابتې شوې ؛ امريکايان نه يوازې پر ويتناميانو غالب نه شول ؛ بلکې 54000 پوځيان او جنرالان يې هم پکې مړه شول ، که سټينګر او موډرنې وسلې د چا د شکست سبب ګرځېدای ؛ نو امريکايان به هرو مرو پر ويتناميانو غالب شوي وو . همداراز روسانو په افغانستان کې د سکاډ توغندیو په شمول ټولې هغه درنې وسلې استعمال کړې چې همدا اوس يې په اکراينيانو استعمالوي ؛ له پرمخ تلليو الوتکو را نيولې بيا تر لونا ، اراګان ، سکاډ  او موډرنو ټانکونو پورې يې ټول په افغانانو استعمال کړل ؛ یولک دېرش زره روسي پوځيان او تر درې لکه زيات افغان کمونيستان يې هم په خدمت کې وو ؛ خو م ج ا هدينو ته يې ماتې ورنکړه ، تر پنځوس زره زيات روسان يې مړه او ژوبل شول او په پای کې ځوړند غوږونه له آمو واوښتل !! جنرال ګروموف چې پر حيرتان تېرېده ؛ و يې ويل :

 « زړه مې غواړي ؛ پر هغه چا لعنت و وايم چې افغانستان ته يې د روسي پوځونو د لېږلو پرېکړه کړې ... »

ا م ي ک ا يي پوځونو هم دلته  ټولې وسلې په کار واچولې ؛

د « مور بم » په څېر خطرناک بمونه يې استعمال کړل ؛ او تر څلور لکو زيات افغان سرتېري او د کمونيستي رژيم ټول کمونيست جنرالان هم ور سره ولاړ وو ؛ خو نه يې وسلو بريا تضمين کړه او نه يې « ن ا ټو » او مجربو کمونيستو جنرالانو .

حقيقت دا دی چې جګړې په انګېزه او د سرښندنې په څپاند احساس ګټلې کېږي ؛ هغه څوک پکې بريالی را خېـژي چې ژوند په قربانۍ کې لټوي او د مقابل لوري په نسبت اخلاقي او معنوي برتري ولري . افغانان په دې ټولو سمبال وو ؛ هم يې د قربانۍ جذبه لرله ، او هم يې په مقابل لوري اخلاقي برتري .

ضمناً بايد وويل شي چې د روسانو په جګړه کې نه د کوم امريکايي پزه وينې شوې او نه يې د نن او پرون مبلغينو ؛ دا افغانان وو چې تر پنځه ميليونه زيات شهيدان او ټپیان يې و منل ؛ خو دښمن ته يې سرونه ټيټ نه کړل . د دوی د برلاسي رمز په دې کې وو چې د وطن په استقلال يې سرونه کېښودل او په مرګ کې يې د ژوند لارې پرانيستلې .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک