
د کرهالې کلي مظلومو شهيدانو د اوه څلوېښتم تلين ياد!!
محمد يونس غيرت
د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د حمل په ۳۱ نېټه د جمعې په ورځ سهار نهه بجې وې چې د کونړونو ولايت مرکز اسعد اباد ته څېرمه د کرهالې کلي د دولس سوه څخه زيات سپين ږيري او ځوانان د کلي د دوه مسجدونو د امامانو په شمول د وخت نړيوال ښکېلاکګر شوروي اتحاد د لاسپوڅي تش په نوم خلقي ديموکراتيک نظام د وحشي او بې رحمه بړېڅو په وحشيانه بريد کې په ډلئيزه توګه شهيدان شوي او زيات يې ژوندي د بلډوزرو پواسطه د خاورو لاندې شويدي ، که څه هم په اروپاکې مېشتو په دين او وطن د مئينو افغان شخصيتونو په بې سارو هڅو د نوموړو وحشي قاتلينو له جملې څخه په هالينډ کې مېشت يو سرکوزی نړېوالې محکمې ته معرفي شوی ؤ خو متآسفانه د درې مياشتې بند تېرولو وروسته بې پايلې ازاد شو ، داچې دغه تاريخي غميزه نه هېرېدوونکې ده ، د کرهالې مظلوم ولس د ا،ا،ا نظام له محترمو مسئولو مقاماتو څخه په درناوي هيله لري چې نوموړي ولس دښمنه او اسلام ضد بدنامه قاتلان او منحوسې څېرې په نخښه ، محاکمه او داسې عبرتناکه سزا ورکړل شي چې د ارمانجنو شهېدانو ارواحګانې ورباندې خوشحاله او د يتيمانو زړونه ورباندې يخ شي.
دغه لاندې د کرهالې د سپېڅلو شهيدانو د دوه ډلئيزو قبرونو څخه د يو ډلئيز قبر تصوير دی.
اللهم تقبل شهادةِ شهداءنا و شهداء جميع المسلمين