4.jpg)
مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: سخنگوی امارت اسلامی میگوید که ثبت، انتقال، ارایه خدمات و توزیع کمکهای نقدی بخشی از فعالیتهای روزانه کمیتههای گوناگون کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجران است.
ذبیحالله مجاهد درباره آمار روز گذشته (یکشنبه، ۳۱ حمل) گفته که در این روز دستکم ۶۲۳ خانواده ثبت و ۷۴۷ خانواده دیگر هم انتقال یافتهاند. به گفته آقای مجاهد، ۵۸۹ خانواده بهگونه موقتی در کمپها جابهجا شده و بیش از شش میلیون افغانی هم در این روز به مهاجران توزیع شده است.
✒️: د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر، سیریک ژومنګرین نن (دوشنبه، د غويي ۱) سهار، کابل ته را ورسېد.
تر دې مخکې قزاقي رسنیو ویلي و چې ټاکل شوې، هغه د اسلامي امارت له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په قزاق-افغان نندارتون کې هم ګډون وکړي.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر او اقتصاد وزیر، د هرکلي پر مهال و ویل، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوکړه شوې چې د درې میلیارده ډالرو تر کچې سوداګري وشي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې هڅه کیږي څو تر دې هم د سوداګرۍ کچه لوړه شي ځکه دواړه لوري یې ظرفیت لري او افغانستان ورته د نورو لارو د تړل کېدو پر مهال اړتیا هم لري.
✒️: مسوولان شرکت هواپیمایی آریانا افغان گفتهاند که پس از این، این شرکت هفته دو پرواز مستقیم به شهر اورومچی خواهد داشت. پیش از این، هفته یک پرواز از سوی آریانا افغان به شهر اورومچی چین انجام میشد.
در این حال سفیر چین در کابل در برنامهای که به همین مناسبت برگزار شده بود، گفته است که کشورش تلاش دارد از طریق پروازهای مشترک، تجارت و روابط خود را با افغانستان توسعه دهد.
✒️: مجمع تجاری قزاق-افغان با حضور مسوولان دولتی و نمایندگان سکتور خصوصی هر دو کشور فردا (سهشنبه) در کابل برگزار میشود.
وزارت صنعت و تجارت گفته است که در این مجمع، فرصتهای همکاری در زمینههای تجارت، سرمایهگذاری و ترانزیت میان افغانستان و قزاقستان مورد بررسی قرار میگیرد. سیریک ژومانگارین معاون نخستوزیر قزاقستان صبح امروز (دوشنبه) به رهبری یک هیأت بلندپایه دولتی و اقتصادی، بهشمول نمایندگان سکتور خصوصی آن کشور، وارد کابل شد.
✒️: هیات قزاقستانی به رهبری سیریک ژومانگارین معاون نخستوزیر و وزیر اقتصاد ملی قزاقستان در ارگ با ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاستالوزرا دیدار کرد.
ارگ در خبرنامهای نوشته، مقامهای دو کشور درباره روابط اقتصادی، ترانزیتی و گسترش هرچه بیشتر همکاریها در بخش پروژههای زیربنایی گفتوگو کردند.
✒️: د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لار نقشه عملي کیږي.
د اقتصادي معاونیت د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر ویلي دي چې د دغې لار نقشې له پلتیابه سره به د سوداګرۍ، کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، وسپنې پټلۍ او صنعت په برخو کې په افغانستان کې مثبت او لوی بدلونونه راشي. سیریک ژومنګرین په دغه کتنه کې ویلي، قزاقستان د یوه خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي او د تورغنډۍ-هرات د وسپنې پټلۍ پروژې د عملي کار پیل لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او اقتصاد وزیر، سیریک ژومنګرین سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ پر ګڼو نورو مسایلو خبرې کړې دي.
امیرخان متقي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ له قزاقستاني پلاوي غوښتي چې د ویزې په ورکړه کې زیاتوالی او اسانتیا رامنځته کړي.
بل پلو، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال بیا افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم وباله او زياته يې کړه چې هېواد يې تل له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلي دي.
✒️: د روسیې سفیر دمیټري ژیرنوف کابل کې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره کتلي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې کتنه کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې پر پانګونې او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې شوې دي. د خبرپاڼې پر حواله ښاغلي منصور د روسیې له دولتي او خصوصي شرکتونو غوښتي، چې د اوبو او انرژۍ پروژو په ځانګړې توګه له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد او ځینو نورو پروژو کې پانګونه وکړي.
✒️: تورخم کې له پاکستانه وارد شوي ۳۵ مټریک ټنه خراب کچالو بېرته ورګرځول شوي
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني طلوعنیوز ته ویلي، چې له پاکستانه وارد شوي ۳۵ مټریک ټنه کچالو چې خراب او خوسا وو بېرته یاد هېواد ور وګرځول شوي دي.
سبحاني وايي، دا کچالو نن (دوشنبه د غويي په لومړۍ نېټه) د تورخم له لارې ننګرهار ته واردېدل، چې په تورخم کې د دغه ریاست د قرنطین مدیریت کار کوونکو له لوري تر نیول کېدو وروسته بېرته پاکستان ته ور وګرځول شول.
✒️: په روسي سویوز فضایي کپسول کې له ۲۲۰ ورځو راهیسې له ځمکې څخه ۳ زره او ۵۲۰ ځله ګیرچاپیره ګرځېدلیو فضاڅېړونکو درې کسیزه ډله د قزاقستان په خاوره سلامت راښکته شوه.
د دغو ځېړونکو له ډلې یې دوه کسه الیکسي اوچین او ایوان واګنر روسان روسي او ډونالډ پېټ امریکایي وګړی دی.
دوی ټولو په سویوز کپسول کې له اووه میاشتو راهیسې د فضا ۱۵۰ میلیونه کیلومتره مزل کړی.
دغو څېړونکو فضا کې د اوبو، اور او نباتاتو په رابطه څېړنې وکړې.
✒️: بقائی: مذاکرات ایران و آمریکا بر مسئله هستهای و رفع تحریمها متمرکز است.
اسماعیل بقائی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران در نشست خبری هفتگی خود درباره مذاکرات تهران و واشنگتن گفت: مذاکرات غیرمستقیم ایران و آمریکا بر مسئله هستهای و رفع تحریمها متمرکز است. در این روند فقط بر این موضوعات گفتوگو میکنیم.
✒️: بر اساس گزارش نیویارک تایمز؛ اداره دونالد ترامپ رییسجمهور امریکا در حال کار بر روی مسوده فرمان اجرایی است که در صورت تصویب آن دفتر نماینده ویژه امریکا برای زنان افغان لغو میشود.
قابل ذکر است که این مسوولیت پیش از این بر عهده رینا امیری بود.
✒️: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۳۱مه) وویل، هیله لري چې روسیه او اوکراین به روانه اونۍ د اوکراین د شخړې د پاېته رسولو په موخه یو تړون وکړي. ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ، ټروت کې ویلي دواړه هېوادونه به بیا له امریکا سره لوی کاروبار پیل کړي.
✒️: د اسراييل اشغالګر پوځ منلې چې، تېره میاشت په یوه برید کې د روغتیايي کارکوونکو وژل کېدل، مسلکي ناکامي وه چې له امله به یې یو قومندان لرې کړای شي. اسراييل پوځ ویلي، دغه ۱۵ روغتیايي کارکوونکي د تېرې مارچ میاشتې په ۲۳مه رفح ښار ته نږدې په یوه سیمه کې وژل شوي دي. د دغو ۱۵ روغتیايي کارکوونکو وژل کېدو نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي وو.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، محمد اسحاقډار او د ایران بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي د یکشنبې په ماښام د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان او سیمهییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره په لوړه کچه مشورې دوام ومومي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي، سیدعباس عراقچي په دغو خبرو کې له خپل پاکستاني سیال سره د ایران او امریکا ترمنځ د نامستقیمو خبرو اترو په اړه معلومات شریک کړي دي.
✒️: افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، دغه مرکز به په ٢٤ ساعته ډول او ټوله اونۍ د هغو افغان کډوالو اړیکې ځوابوي چې هېواد ته د راګرځېدو پر مهال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.
هغه ویلي، چې د "فډرال کنټرول خونې" په نوم دا مرکز یې کابل ته د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له سفر وروسته پرانیستی دی.