
د شلمې پېړۍ یو له ستر اتلانو څخه
"الإعلام لبعض رجالات تركستان" تألیف: محمد قاسم امین ترکستاني!
"مجاهدون منسيون" تألیف: ډاکټر محمد موسی شریف!
زه له هر هغه افسر نه غوښتنه کوم چې پر اوږو یې رتبې او ستوري ځلېږي، چې د دې اتل کیسه ولولي... ښايي له ځانه وشرميږي، کله چې ویني د خپلو مسلمانانو وروڼه له منځه وړل کېږي، او دی هیڅ غبرګون نه ښيي.
په ۱۹۴۰ میلادي کال کې، چین او روسیې ـ دا دواړه ستر ځواکونه ـ یو ځای شول، یوازې د دې لپاره چې یو سړی له منځه یوسي!
نو دا څوک و، چې دومره زورور هېوادونه یې مجبور کړل چې پر ضد یې اتحاد وکړي او درې لکه (۳۰۰,۰۰۰) عسکر یې، چې د هغه وخت په پرمختللو وسلو سمبال ول، جګړې ته واستوي؟
هغه یو له هغو نه پېژندل شویو اتلانو څخه و، چې یادونه یې قصداً زموږ له تاریخ نه پاکه شوې ده: عثمان باتور اسلام اوغلو.
کله چې روسي او چيني عسکرو پر ختیځه ترکستان یرغل وکړ، څو مسلمانان تسلیم کړي، نو له هېڅ ظلم، وژنې، تښتونې، جنسي تېري او د حُرمتونو له ماتولو څخه یې ډډه ونه کړه. هغوی هر څوک نیوه، که یې هر ډول وسله لرله، که توپک و، که غشی یا حتی ښکاری چاقو.
خو عثمان ـ دا زړور قزاق اسوار ـ چې "باتور" (یعنې اتل) لقب یې درلود، هیڅکله د دې یرغلګرو پر وړاندې سر نه ټیټ کړ. ده د غرو ژوند ومانه، وسله یې پورته کړه، او د یو اسلامي دولت د بنسټاېښودو لپاره یې د دوی پر ضد مبارزه پیل کړه.
عثمان باتور د نظامي ذکاوت له امله پېژندل کېده. ده ځانګړې تکتیکونه درلودل، داسې کمینونه یې ږدل چې یو پټ یونټ به دښمن راکاږه، او کله به چې د هغوی د ژغورلو لپاره نورې قواوې راورسېدې، نو هغوی هم په بله کمین کې بندېدې. ده د دې تکتیک له لارې ټولي فوځي قطعې له منځه یوړې، او ویره یې دښمن ته واچوله.
د ده له وېرې روسي او چيني عسکر خپلو قوماندانانو ته رشوتونه ورکول، چې هلته یې ونه لېږي چیرته چې عثمان او ملګري یې جنګېږي. حتی د چین فوځي قوماندان دومره مايوس شو، چې ویې ویل: "که څوک ماته د عثمان سر راوړي، ژوندی یا مړ، زه خپله ښځه ۷۰ ورځې ورسپارم، چې هر څه غواړي ورسره وکړي!" خو مېرمن یې د مسلمانانو کمپ ته وتښتېده، هلته یې د اسلامي اخلاقو له امله اسلام قبول کړ، له عثمان د یو قوماندان سره واده وشو، او له مسلمانانو سره یې د عزت او کرامت ژوند وکړ.
د عثمان کمپونه د اسلامي اخلاقو مثال و؛ نه ظلم و، نه تېری، نه پر ښځو، ماشومانو یا زړو کسانو برید. دوی د اسلامي جګړې اصولو ته وفادار ول.
د "د ترکستان شپې" کتاب عثمان داسې توصیفوي: "عثمان باتور توندې سترګې، غټ ږېره، اوږده بروته، ارام خوځښت، کم خبرې، ژور فکر لرونکی و... درنې جامې یې اغوستې وې، چې د غرو له سړو نه ځان وژغوري. شعار یې دا و، چې غرونه یې لړزول: الله اکبر... الله اکبر!"
خو سره له دومره زړورتیا، عثمان یوازې د خیانت له لارې ونیول شو. یو خائن یې ځای د دښمن سره شریک کړ. چيني فوځونو پر ده یرغل وکړ، دی له ۲۰۰ مجاهدینو سره مقاومت وکړ. خو اس یې وښویېد، وسله یې بند شوه، خو بیا هم تر وروستۍ شېبې پورې له خپل خنجر سره وجنګېده، تر څو زخمي شو.
په ۲۹ اپریل ۱۹۵۱م، عثمان باتور اسیر شو. خو تسلیم نه شو؛ د تکبیرونو په غږ سره، له وقار او میړانې سره یې له مرګه هرکلی وکړ. دښمن یې پوزه او غوږونه پرې کړل، لکه څنګه چې د الله زمری حمزه رضي الله عنه سره وشول. عثمان اعدام شو، پداسې حال کې چې په لوړ غږ "الله اکبر" ویل او په ثبات سره مرګ ته روان و.
کله چې دا خبر یې مور ته ورسېد، په ویاړ یې وویل: "ما د ده شانته ورځې لپاره روزلی و!"
الله دې عثمان باتور ته رحمت ورکړي، او د هغه اتل ملګري او هغه مور چې داسې زوی یې روزلی، جنتي کړه.
انځور: عثمان باتور د اعدام څخه مخکې د چین د جنایتپاله فوځ له خوا نیول شوی