No-IMG

دا ډول ښېګڼې مسلمان ته د اخروي اجرونو ګټلو فرصتونه برابروي

په کابل کې له ارزان قيمت، د قلعهِ‌زمان‌خان له لارې فروشګاه ته، واړه موټر له هر مسافر دېرش افغانۍ اخلي، درې نفره شا ته او دوه نفره په مخکې سيټ کې کېنوي، دا چې دا د روزي ګټلو وسايل دي؛ هر سړي د خپلې ګټې محاسبه له وړاندې کړې وي نو په غالب ګومان هر موټروان به هم په دغه لاين کې په يوه پېره د ۱۵۰ افغانيو ګټلو محاسبه له مخکې کړې وي.

له يو موټروان سره کېناستم، د درېیمې لسيزې د لومړنيو کلونو د عمر به و، په مخکې سيټ کې يوې مېرمنې د ناستې اجازه وغوښتله.

ده ورته دستي ځواب ورکړ چې د دوو سورليو کرايه به راکوئ.

مېرمن له ناستې منصرفه شوه، لږه شېبه وروسته يې وويل يو پنځوسی به درکړم.

ځوان خپله خبره بيا تکرار کړه چې شپېته افغانۍ کېږي.

مېرمنې بيا لاس له سيټ شا ته کړ او د بل موټر په انتظار شوه.

ما ځلمي ته وويل: ورته ووايه چې کېني، بې‌چاره مېرمن نو له چا سره لاړه شي؟!

کور يې ودان، ځوان مې خبره ومنله او مېرمن ته يې اجازه ورکړه چې په مخکې سيټ کې کېني. مېرمن کېناسته، پنځوس افغانۍ يې ورکړې او په عبدالحق څلورلاري کې ښکته شوه.

فروشګاه ته له رسیدو سره مې ځلمي ته خپلې دېرش افغانۍ ورکړې او بيا مې يو بل لسګون هم ورکړ، ورته ومې ويل: د هغې مېرمنې له وجهې دې په مخکې سيټ کې د لسو افغانيو په بدل کې دوه برابره اخروي ګټه کوله، خو ځه خير هغه اجر به درڅخه زه واخلم.

ځوان په تعجب راوکتل. کلک انکار يې وکړ چې نه يې اخلم، خو ما قناعت ورکړ او ورته ومې ویل: خیر بل ځل دا فرصت بيا چا ته مه ورکوه، مننه کوم چې دا ځل دې ما ته د دې اجر ګټلو فرصت راکړ.

لس افغانۍ ډېرې معمولي پيسې دي، خو له دې خبرې مې هدف دا و چې ځوان دغو وړو وړو خبرو ته متوجه کړم چې دا ډول ښېګڼې مسلمان ته د اخروي اجرونو ګټلو فرصتونه برابروي چې نه يې بايد ضائع کړو.

فرصتونه

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک