No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او اقتصاد وزیر، سېریک ژومنګرین سره کتلي دي. د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي پر اېکس لیکلي چې په دغه کتنه کې د مخابراتو، نوري فایبر شبکې، ساېبري امینت او ډیجیټلي حکومتولۍ په اړه خبرې شوې دي. هغه زیاته کړې چې ښاغلي ژومنګرین په خپلو خبرو کې د نوري فایبر شبکې د پراختیا برخه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.

: ‏مولوی عبدالکبیر سرپرست وزارت مهاجران و عودت کنندگان در یک نشست تخنیکی با یوناما و سایر نهادهای بین‌المللی، خواستار همکاری‌های بین‌المللی با مهاجران و بی‌جاشدگان در کشور شده است. مولوی عبدالکبیر در این نشست از اخراج مهاجران افغان از پاکستان انتقاد کرده و گفته که خشونت در برابر مهاجران "غیرقابل تحمل است و عامل نفرت بین دو ملت" می‌شود.

بر بنیاد خبرنامه وزارت مهاجران، اندریکا راتوته معاون هیات معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان در این نشست گفته که کمک‌های سازمان ملل متحد به مهاجران افغان ادامه خواهد داشت.

: ‏پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب وايي، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال، اسحاق ډار په سفر کې پر سیاسي، امنیتي او ټرانزیټ خبرې وشوې چې مهمه برخه یې د را ایستل کېدوونکو افغانانو په اړه وې.ښاغلي شکیب طلوع‌نیوز ته و ویل، د خبرو ټینګار دا و چې دغه کډوال د یوې همغږۍ لمخې را و ایستل شي او شتمنۍ او وقار ته یې زیان و نه رسيږي.

: ‏د اسلامي امارت رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېز څلور ورځني ملي کنفرانس» پرانيستونکې وینا کې ویلي، "کفارو" په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې پر وړاندې یې باید په ګډه مبارزه وشي.

د کندهار پوهنتون په يوه اعلاميه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبر همداراز ویلي، په دغه وینا کې د لوړو زده کړو د کیفيت په اړه هم خبرې شوې دي. په دغه کنفرانس کې تر دوه زرو زیاتو د پوهنتون استادانو ګډون کړی او پکې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

: ‏د پنجشېر د والي ویاند، سیف‌الدین لټون ویلي، د زمرد د کانونو نوې سیمې په خنج، پریان او د دشت ریوت سیمو کې چې د حصه اول ولسوالۍ پورې اړه لري، پیژندل شوې دي.

د ښاغلي لټون په وینا، د رسمي او مسلکي اسنادو په درلودلو سره اوسمهال په ۶۰۰ کانونو کې کار روان دی.

: ‏د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، محمد نبي عمري، افغانستان کې د قطر سفارت چارسمبالي، مردف القاشوطي سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي، په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې امنیتي وضعیت او همدا راز د ګډو همکاريو پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه

ښاغلي عمري هیله څرګنده کړې چې د قطر همکارۍ له افغانستان سره لا زیاتې شي.

: ‏دفتر نمایندگی اتحادیه اروپا در افغانستان به مناسبت "روز جهانی زمین" اعلام کرده است که تغییرات اقلیمی تهدیدی برای بخش‌هایی چون کشاورزی، امنیت غذایی و اقتصاد روستایی در افغانستان به‌ شمار می‌رود.

اتحادیه اروپا این روز را یادآورنده اهمیت زمین برای زندگی و امرار معاش دانسته و نیز بر حمایت‌ خود از مردم افغانستان اطمینان داده است.

: ‏د کور او ښار جوړولو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په کندوز کې له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه راستنېدونکو ته د ښارګوټي جوړول پیل شوي دي.

د اعلامیې لمخې دغه ښارګوټی په چهار درې ولسوالۍ کې په درې زره جریبه ځمکه کې جوړیږي. اعلامیې د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست، حمدالله نعماني له قوله ویلي، تر اوسه ۱۵ زره او ۳۰۰ کسان ثبت شوي چې څه باندې درې زره ۷ سوه نمرې ورته په پام کې نیول شوي دي.

: ‏وزارت صنعت و تجارت در پایان روز نخست مجمع تجاری و افتتاح نمایش‌گاه قزاق–افغان با نشر خبرنامه‌ای اعلام کرده است که حجم تجارت میان افغانستان و قزاقستان ۳۲ درصد افزایش یافته و همچنین دو طرف در نظر دارند تا میزان دادوستد میان دو کشور به سه میلیارد دالر برسد. بر اساس خبرنامه، نورالدین عزیزی، سرپرست این وزارت، بر برگزاری نمایشگاه‌ها، ایجاد مرکزهای تجاری در کابل و آلماتا، و تسهیل صادرات و واردات میان دو کشور بر اتصال آسیای مرکزی به جنوبی از مسیر افغانستان، تأکید کرده است.

در این نمایشگاه، سریک ژومانگارین، معاون نخست‌وزیر و وزیر تجارت قزاقستان، افغانستان را شریک کلیدی و استراتیژیک کشورش در منطقه خوانده و برگزاری مجمع تجاری میان دو کشور را در تقویت همکاری‌های اقتصادی، ایجاد روابط تجاری جدید و ترویج ابتکارهای مشترک، با اهمیت توصیف کرده است.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه با آلن برسِت، دبیرکل شورای اروپا و هیئت همراه وی در آنکارا دیدار و گفت‌وگو کرد.

دیدار اردوغان و برست در مجتمع ریاست جمهوری ترکیه در شهر آنکارا صورت گرفت.

: ‏نخست‌وزیر پاکستان وارد آنکارا شد. شهباز شریف، نخست وزیر پاکستان با استقبال یاشار گولر، وزیر دفاع ترکیه وارد آنکارا شد.

: ‏د پوتین په نظر کې عجیب بدلون: هغه په لومړي وار له اوکراین سره د دوه په دوه مخامخ مذاکراتو خبره مطرح کړې.

وایي، په دې شرط چې اوکراین اوسني واقعیتونه درک کړي او مذاکرات د دواړو لوریو د ګټو په خوندیتوب مخته ولاړ شي.

: ‏تاجکستان هم په جبري ډول نږدې ۵۰ تنه د افغانستان تابعیت لرونکي وګړي اخراج کړل. دوی وایي، لومړی یې د وحدت ښار امنیتي مرکز ته وروبلل، د یو، این، ایچ، سي، آر، کارتونه یې ترې واخیستل او په شیرخان بندر  یې راواړول.

: ‏یونیسف: د ۲۰۲۴ کال له سپټامبر نه تر نن ورځې ۶۰۰ زره افغانان له پاکستانه اخراج او ستانه شوي.

وایي، دغه موده کې تر اوسه ۷۸۲  له کورنیو څخه پاتې،  جلا شوي او یا په ټیل ماټیل کې نادرکه شوي  ماشومان بیرته کورنیو سره یو ځای شوي، خو نه یې دي ويلي چې لا څومره ماشومان پاتې دي؟

: ‏امریکایي هارورډ پوهنتون په ټرمپ د میساچوسېټ محکمې ته عریضه کړې.

وایي، زموږ ۲،۲ ملیارده ډالر بودیجه یې ځنډولې او په پریکړو کې راباندې فشارونه اچوي.

: ‏د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې اداره:

افغانستان نه د چمن دروازې له لارې د تورو کشمشو را اړول شوي کانټینر کې مو ۲۶۰۰ کیلوګرامه اپین نیولی.

وایي، کانټینر کې ۱۸۱۶ کارتنه د تورو کشمشو په نوم د افغانستان ګمرکونو تثبیت کړي او باید د پاکستان کراچۍ بندر بدرالدین دهلیز له لارې کاناډا ته لېږدول شوي وای، خو ۲۶۰ لس کیلویي کارتنو کې یې په ډېر مهارت د اپینو کپسولونه ځای پر ځای شوي وو.

: ‏د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندير جېسوال پر اېکس لیکلي، د دغه هېواد لومړی وزیر، نریندرا مودي تاریخي بندري ښار جده ته رسېدلی دی.

جېسوال لیکلي چې د مودي هرکلی د ۲۱ توپونو په ډزو شوی دی. د هغه وینا د نرېندرا مودي هرکلي ته د سعودي عربستان د کابینې یو شمېر غړي هم ورغلي و خو د سفر د موخې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

: ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقايي تېره ورځ (دوشنبه) ویلي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي نن (سې شنبه) چین ته سفر کوي. په پام کې ده چې عراقچي په دغه سفر کې له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو د نامستقیمو خبرو د دوام په اړه سلا مشورې وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان ویلي، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال، اسحاق ډار سفر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایع ګډې خونې له هرکلي سره مخ شوی دی. محمد صادق خان پر اېکس لیکلي: "د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایع  خونې هیله څرګنده کړې چې اسحاق ډار په کابل کې له خپلو کتنو وروسته په مهمو برخو لکه سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او د ولسونو ترمنځ اړیکو کې همکاري پیاوړې کړي."

: ‏الجزیره از زبان کارمندان بهداشتی در غزه گزارش داده که نیروهای اشغالگر اسراییلی دست‌کم ۲۹ فلسطینی را روز گذشته (دوشنبه) در حمله‌های هوایی در غزه کشته‌اند. هم‌زمان در ادامه گزارش آمده که بنیامین نتانیاهو نخست‌وزیر اسراییل پس از اظهارات حوثی‌های یمن درباره حمله‌های آنان بر کشتی‌های امریکایی و اسراییلی در دریای سرخ، وعده واکنش شدید را داده است.

: ‏کينيايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا د یو ډيپلوماټيک لیک په استولو سره له دغه هېواده غوښتي چې په افغانستان کې د تېر پارلمان غړی ظاهر قدیر دوی ته وسپاري.

راپورونه کاږي چې په پلازمېنه نایروبي کې یوې محکمې امریکا ته اجازه ورکړې چې دغه هېواد ته له ستنولو سره سم ظاهر قدیر نیولی شي. پر ظاهر قدیر د مخدره توکو د وارداتو او وسلو درلودلو تورونه دي او پر وړاندې یې د نیویارک په یوه محکمه کې عریضه هم شوې ده. ښاغلی قدیر د اپریل په ١٤مه له کابله کینیا ته تللی و او هلته په یو هوټل کې نيول شوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک