
"محمد شاه رنگیلا: د دهلي تخت نالایقه پاچا او د روښانه مغل سلطنت تاریخې دورې لعنت!
د هند په تاریخ کې ترټولو نالایقه، عیاش، بې احساسه او سياسي ډول بي ظرفيته سلطان محمد شاه رنگیلا و.
اصلي نوم: روشن اختر
پلار: شاه جهان اختر
نیکه: شهنشاه بهادر شاه اول
تختنشیني: ۱۷ سپتمبر ۱۷۱۹
لقب: ناصرالدین محمد شاه
مشهور نوم: محمد شاه رنگیلا
هغه د مغل سلطنت څوارلسم پاچا و — خو د حکومت د چلولو پر ځای، په خوشحاليو، عیاشيو او ساز و سرود ډېر مین و.
د رنگیلا په درباري نړۍ کي عقل او ظرفيت هېڅ ارزښت نه درلود.
هغه دومره بي مسولیته او مست وه چي خپل خوښ شوی آس به يي د "وزیر" په توګه وګماره او وزيرانو سره يي يو ځاي په دربار کي د وزير په حيث راووست.
آس به له ښایسته خلعت سره دربار ته راوستل شو او له نورو وزیرانو سره به ولاړ و او ورته به د وزیرانو پروتوکول برابر و.
دا يو دربار نه، بلکې د کوميډي ډرامو یو ستیج ښکارېده!
د رنګيلا له اجازې پرته به نه چا په دربار کي خندلي شول نه ژړا.
کله به یې ښځينه جامې واغوستې، دربار به یې آراسته کړ او فرمان به یې ورکړ:
"ټول درباریان دې هم ښځینه لباسونه واغوندي!
وزیران، نوابانو قاضیانو — ټول به چوپه خوله دا فرمان تطبیق کاوه، ځکه چې مخالفت یې د مرګ معنی لرله.
یوازې دا نه، بلکې یوه ورځ یې لوي قاضي ته امر وکړ:
"په شرابو اودس وکړه!"
او قاضي هم بې له ځنډه دا "فتوا" عملي کړه.
او قاضي دا حکم د ضرورت نظريي او مصلحت په نامه تعبير کړ..
د حرم قانون: د سلطنت هره ښکلې ښځه د شهشاه امانت دی
محمد شاه امر کړی و چې د هند هره ښکلې ښځه د هغه ملکیت دی.
که څوک پدې "امانت" کې خیانت وکړي، سر به یې پرې کېږي.
شراب، موسیقي، دوسي او بېبندوباره خواهشات د هغه سلطنت نښه ګرځېدلې وه.
يوه ورځ به یې حکم وکړ چي له زندانونو ټول بنديان خوشې کړي
بله ورځ به یې زندان مشر ته ویل: " تعداد پوره کړه!"
یعنې زندان مشر به بازار او او نورو سيمو ته ووت او بيا به يي بي ګناه خلک ونيول او د بنديانو پروني شمېر به يي پوره کړ
کله به يي په دربار کي ځان لوڅ کړ او د خلکو په وړاندي به يي تش معذرت وکړ او درباريانو به ورته واه واه چغي وهلي..
د ۲۹ کلن حکومت په موده کې یې مغل سلطنت د زوال کندې ته ټيل واهه
۲۶ اپرېل ۱۷۴۸ چې مړ شو، ګردې، جګر، ذهن او بدن یې ټول د شرابو او مسکراتو له امله له منځه تللې وه
۱۷۳۹ میلادي کال کې نادر افشار پر هند یرغل وکړ چي په ډهلي کې يي ډېر سخت قتل عام وکړ
وايي، یواځې فارسی لفظ امر ,,سر را بزن ,, سره ایرانی سوارو پوځیانو ټول دهلي په وینو سور کړ او په لسګونو زره انسانان ووژل..
چې قتل عام پای ته ورسېد، نادر شاه ماڼۍ ته ننوت،
او محمد شاه رنگیلا ورته د مجبورۍ هرکلی وکړ!
فاتح او مغلوب دواړه پر یو تخت کېناستل،
خو غیرت، حمیت او عزت یواځې د نادر شاه سره وه.
محمد شاه رنگیلا مشهور د کوه نور الماس په خپل پګړۍ کې پټ کړی و.
خو نادر شاه تري خبر وه.
په طنز او د حيلي په شکل يي ورته وویل:
"راځه چې پګړۍ سره بدل کړو،
پګړۍ بدله شوي — او کوه نور ایران ته ولاړه چې بيا د نادر افشار مرګ ورسته احمد شاه بابا لاس ته ورغي چې بيا ورسته شاه شجاع ځان سره لاهور ته وتښتاوه له شاه شجاع څخه سک سلطان رنجيت سېنګ په زور واخيست او بيا د رنجيت سېنګ د لمسي دليب سينګ څخه انګرېزانو په زور واخيسته چې اوسمهال د لندن موزيم کي موجوديت لري.
نادر د رنګيلا لور خپل ځوي لپاره وغوښته ، رنګيلا مجبور وه چي وريي کړي..
په نکاح کې محمد شاه رنګيلا د معمول مطابق خپل نسب بیان کړ:
"محمد شاه بن شاه جهان اختر، بن بهادر شاه اول، بن اورنګزیب، بن شاهجهان، بن اکبر، بن بابر، بن تیمور، بن چنګیز خان..."
خو کله چي د نادر شاه وار راغی، توره یې راویسته او ودرېد او وویل:
وليکي : فلاني ابن شمشیر، بن شمشیر، بن شمشیر... تر څو چې لیکلای شې، لیکه!"
یعنې مطلب یې:
"زه په سلسله وار سلطنت نه بلکی په تورې راغلی یم!
د محمد شاه رنگیلا حکومت د مغلي سلطنت وروستی دروازه ثابته شوه
دا هغه وخت و چې طاقت په عیاشۍاو فساد - او شریعت او قانون ته مطلق اطاعت رنګ ورکړ شوي وه
نادر شاه د تخت طاؤس، کوه نور، لکونو اشرفی او د هند عزت له ځان سره یووړ.
رنگیلا له خپل شرم، سلطنت، او تاریخ سره دهلي کې پاتې شو.