No-IMG

کتاب د ورځې په پار

مولانا عبد الصبور عباسی

 

دا لاندې لیکنه به د چا وي ، درست ځواب انعام لري

شاه کلید:

ما د ناپوهۍ (جاهلیت) په زمانه کې ډېر څه لوستي دي.

د پخوانیو او اوسنیو فلسفو، ساینس، اقتصاد، سیاست او نورو موضوعاتو باندې مې ښه غټه یوه کتابخانه د ذهن په حافظه کې راخُلاصه کړې وه.

خو کله مې چې سترګې پرانستې او قرآن مې د پوهې او بصیرت په نظر ولوست،

نو قسم په الله، داسې مې محسوس کړل لکه چې ما تر دې وړاندې هر څه چې لوستي وو، بې ارزښته او بې ځایه وو.

د علم اصلي جرړه نو اوس زما په لاس راغلې ده.

کانټ، هیګل، نیچه، مارکس او د نړۍ ټول ستر مفکرین،

اوس راته کوچني ماشومان ښکاري.

پر دوی مې زړه سوزي، چې بېچاره‌ګانو ټول عمر د هغو سوالونو د حل هڅې کولې،

چې دا کتاب په څو لنډو فقرو کې ورته اسانه او روښانه ځوابونه ورکړي دي.

زما تر ټولو لوی احسان کوونکی، دا کتاب دی.

چې زه یې بدل کړم

له حیواني ژوند څخه یې انسان جوړ کړم،

له تیارو یې رڼا ته راوایستم.

دې زما په لاس یې داسې څراغ راکړ،

چې د ژوند هر اړخ ته چې نظر واچوم،

رښتیا، حقیقت، او اصليت دومره روښانه ښکاري،

لکه هېڅ پرده پرې نه وي پاتې.

په انګرېزي کې داسې کلي ته "شاه کلید" (Master Key) وايي،

چې د هر قفل دروازه پرې خلاصیږي.

نو زما لپاره دا قرآن مجید شاه کلید دی.

د ژوند په هر قفل یې ږدم، پرې خلاصیږي.

او هغه الله چې دا کتاب یې راته راکړی،

زما ژبه د هغه شکر ویلو توان نه لري...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک