No-IMG

د ثور اوومه؛ يوخونړۍ پيل ؛ چې زرګونه فاجعې يې و زیږولې!

 

د ١٣٥٧ کال د غويي په درېیمه  کابل کې د پرچم ګوند تيوريسن ( مير اکبر خيبر ) په قتل ورسول شو ، معلومه نه ده چا به وژلی وي ؛ خو دې پېښې کمونيستانو ته د  شرارت او د نظام په وړاندې د بغاوت پلمه په لاس ورکړه ؛ ځکه خو يې په منظم او  پلا نيزه  ډول د هغه په جنازه کې برخه واخيسته  ، ببرک کارمل ، تره کي او يو شمېر جګ پوړو مشرانو يې پر قبر له پاسه له شوره ډکې ويناوې وکړې او ګوته يې وڅنډله چې کسات به يې اخلي !!
د کمونيستانو قلقله يي ويناوو د خطرناکو اقداماتو غمازي کوله ؛  داسې معلومېدله چې افغانستان د يو بوګنوونکي  توپان غېږې ته ورلويدونکی دی !! دا ډول اندېښنه او د خطرناکو پېښو د پېښېدو  وېره ځکه پر ځای وه چې د کمونيستانو د هر پروګرام تر شا 
( کا ، جي ، بي ) ولاړه وه ؛ د خيبر جنازې  پلان  هم د شورويانو په سفارت کې ترتيب شوی ؤ !! روسانو د افغانستان دوسيه تکميله کړې وه او د نظامي اقدام لپاره خورا ښه فرصت په لاس ورغلی ؤ !! دوی  له همغې ورځې  د نظامي عمل تابيا کوله چې داوود خان  د برژنيف سپارښتنو ته اعتنا ونه کړه ، لا چې په وړاندې يې تُند غبرګون و ښود او له ماسکو نه خفه را ستون شو !! له داوود خان سره د روسانو حساسيت هغه مهال نور هم  زيات شو چې د عرب هېوادونو دوره يې وکړه او له سعودي واکمنو يې د مرستو وعده تر لاسه کړه . ( کا جي ، بي )   د نوموړي سفرونه څارل او فکر يې کاؤ چې له افغانستان نه يې لاس په ختو دی ؛ ځکه خو يې د نظامي اقدام لپاره شېبې شمېرلې !! د مير اکبر خيبر د جنازې انتظام د هغوی د خصمانه پروګرام لومړی پړاو ؤ  ، دوی فکر کاوه  چې کېدای شي د مير اکبر خيبر وژنه د چپيانو د اختتام  پيلامه  شي او په نهایت کې يې له افغانستان نه د کمونيزم جنازه  
ووځي ، همدې موضوع هغوی وهڅول چې په لومړي قدم کې  د مير اکبر خيبر د جنازې مراسمو ته منظم پلان ونيسي او په دوهم قدم کې د ثور خونړۍ کودتا ته عملي لاره پرانيزي  !! داوود خان په اوضاع پوهېدلی ؤ ؛ ځکه خویې د تره کي ، ببرک کارمل ، سليمان لايق  او نورو کمونيستو مشرانو په نيولو لاس پورې کړ ؛ خو درېغه دا قدام ډ ېر ناوخته او په داسې حال  تر سره شو چې  
 کمونيستانو د( اسدالله سروري ) په کور کې  د کودتا  پروګرام تکمیل کړی  او په عسکري قطعاتو کې يې  نمبر يک احضارات نيولي وو !!  چپيانو د داود په حکومت کې لوړ ، لوړ دولتي منصبونه لرل ، آن تر دې  چې د هوايي او ځمکني ځواکونو لوړ پوړي قوما ندانان يې د شوروي په وندني تړلي خلک ول !!
حفيظ الله امين لا نه ؤ نيول شوی او تر نيولو لږ مخکې يې په  ټولو کمونیستانو د کودتا شفرونه وېشلي وو !!
  د ١٣٥٧ کال د غويي په اوومه نېټه کمونیستانو په کودتا لاس پورې کړ ، اسلم وطن جار د زرهدارو لومړی کنډک ارګ ته ورساؤ ، د زرهدارو پینځلسمې اوڅلورمې فرقې ځواکونه  د ټانکونو له غړمبهار سره مخ په ارګ  ور مارش  شول  !! قوماندانانو يې د راوتلو اجازه هم له دفاع وزارت نه تر لاسه کړه او چارواکي يې  په دې عنوان اغفال کړل چې نظام ته متوجه خطر دفع کوي !! جنرال عبدالقادر هوا بازانو ته قومانده ورکړه چه ارګ بمبارد کړي ، داوود او د کابينې غړو يې همدا مهال په ارګ کې غونډه لرله چې ناببره د هوايي او زمکني ځواکونو تر اور لاندې راغلل !! داوود خان د
 کودتا چيانو د مقابلې لپاره هيڅ ډول ترتيبات نه لرل ، د دفاع وزير يې  چرسي سړی ؤ چې نه په جنګ پوهېده او نه يې د دوست او دښمن ترمنځ تفکيک کولی شو ؛ د هغه د بې کفايتۍ او ناپوهۍ له کبله کمونیستانو په نظامي قطعاتو کې په پراخه کچه  نفوذ کړی 
 ؤ   !! هغه نه پوهېده چې کودتاچيان څوک او تر شا يې کوم خطرونه موجود دي ، حتا دا يې هم نه شوای درک کولای چې کمونیستان دڅه لپاره د ټانکونو د را ايستلو اجازه ترې غواړي!! د کابينې په نورو غړو کې هم  په نظامي او سياسي مسايلو مسلط سړی نه ؤ ،  چارواکي په ټوله کې غافل ، بې کفايته او د فيل په غوږ کې ويده خلک وو !! هوښيار او په مسايلو پوه شخصيتونه لا د مخه ترې  شړل شوي او په بند محکوم شوي  وو !! 
جنګ په  مدار ، مدار تشديد شو ؛ کابل د ثقیلو وسلو ډزو په سر واخیست ، له يوې ورځې جګړې وروسته ارګ تصفيه شو ؛ داوودخان او يو شمېر  لوړپوړي غړي يې يو په بل پسې په قتل ورسېدل ، بالاخره په همغه ورځ د کمونیستانو کودتا بريالۍ شوه !! په سهار د کابل راډيو نه اسلم وطنجار او جنرال عبدالقادر په دري او پښتو ژبو اعلان وکړ چې :
« د نادري کورنۍ ټغر د تل له پا ره ټول شو او واک د خلق ديموکراتيک ګوند ته په لاس ورغی!! »
هو ! له همغې ورځې زموږ هېواد ته د غمیزو را مخه شوه !! ددغو غميزو په لومړي پړاو کې د خلق ګوند مشر او د سره ښکېلاک لومړني نوکر ( تره کی ) له « اخوانيا نو » سره جنګ اعلان کړ او کمونیستانو ته یې امر وکړچې په صحرايي دادګاوو کې يې محکمه کړي !! د هغوی له نظره ټول هغه افغانان اخوانیان او د مجازات وړ وو چې لمونځ یې کاؤ ، روژه یې نیوله اوله اسلام سره یې تړاولاره!!
د تره کي له فرمان سره سم  کمونیستانو په مسلمانانو بریدونه پيل کړل ؛ دا ونيسه ،  ها ونيسه ،  اخوانی دی ، مرتجع دی ، 
ضد انقلاب دی ، پير دی ، او فيوډال دی ،  دا هغه تورونه وو چې کمونيستانو ته يې د مسلمانانو د وژلو جواز په لاس ورکاؤ !! کال لا نه ؤ وتلی چې هېواد له علمي کدرونو تس نس شو ، څوک په زندان محکوم شو ، څوک په صحرايي محکمو کې تر تېغ تېر شو ، څوک په پليګون کې ژوندی تر خاورو لاندې کړی شو ، څوک له الوتکو ژوندی را وغورځول شو ، څوک د آمو سيند ته ختا کړی شو  او چا هم پرديو هېوادونو ته د هجرت لاره ونيوله !!
کمونیستانو ظاهرآ د پرولتاريای جهان د حمايت چيغې وهلې ؛ خو په عمل کې يې نه بزګر پرېښود او نه په پرولتاريا پورې اړوند بې وسه وګړي !!!
د پرولتاريا د حمايت کاذبو مدعيانو يوازې د لغمان په 
«قلعه نجیل» کې  شپږ نيم سوه  کارګران ژوندي په خاورو کې خښ کړل !!! د کنړ په کرهاله کې يې ١۲۶٠ تنه بزګران  په ګولیوغلبېل غلبېل کړل !!!
او د هرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلیریشت زره بې ګناه افغانان د ټانکونو تر چاینونو لاندې کړل !!
 افغانستان کې د هغه مهال روسی پوځي لوی سلاکار جنرال(الکساندرمایوروف) په خپل کتاب ( افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکي :
« د هرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان  ووژل !!
کله چې تره کی له منځه لاړ «حفیظ الله امین» یوازې د څرخي پله زندان د دوولس زره هغو سیاسي بندیانو لستونه اعلان ته ور کړل چې په وينا يې د تره کي په امر وژل شويوو!!! په هغو کې هغه کسان هم ول چې ټول کمونيستان يې له نوک سره هم نه برابرېدل ، موسی شفيق ، انجنېر حبيب الرحمن ، او انجنېر سيف الدين  نصرتيار يې بېلګې یادولی شو ، چې تر ننه يې تشه ډکه نه شوه !!
کمونيستانو  قدم په قدم همغه کړنلاره عملي کوله چې له خپل بادار ( ستالین) نه يې کاپي کړېوه ؛ ځکه خو که هغه د سرې امپراتورۍ د ټينګښت لپاره هوري پنځه ويشت ميليونه انسانان ووژل ، افغان کمونيستانو دلته درې نيم ميليونه افغانان د ژوند له نعمت نه محروم کړل ، څوک يې شهیدان کړل ، څوک يې معيوب او مفلوج !!
 ډېری کمونيستان په دې نظر وو چې د افغانستان لپاره پنځوس زره  لينين پرستان کفايت کوي ، نور افغانان  بايد يا ووژل شي او / یا دکمونيزم بُت ته سرونه ټيټ کړي !!
 د کارمل ويناوې به مو اورېدلې وي چې ويل به يې :
« د هېواد ریښتیني بچیان هغه دي چې لینین او شوروي اتحاد ته وفاداروي !!
ډاکتر نجيب به ددغه سوال په ځواب کې ( چې کمونيستان ولي افغانستان په پرديو پلوري او دروسانو راتګ ته لار هواروي؟) 
په بړ بړ وويل :
« پروا نه کوي ، د روسانو په ولکه ورغلي هېوادونه تر افغانانو آباد دي »  !!
همدغسې غلام ذهنيت هغوی هڅول چې افغانستان د سرې ټولواکمنۍ ضميمه کړي !!
سترجنرال« مایوروف » کاږي :
« دکا جي بي مسؤولینو همېشنۍ پوښتنه به داوه چې افغانستان به کله د شوروي په شپاړسم جمهوریت بدل شي؟!
؛ خو الحمدلله دمجاهدينو د بې ساري قربانيو له برکته نه يوازې کمونيستان او باداران يې دا ډول شوم هدف ته ونه رسېدل ، لاچې سرې امپراتورۍ هم ورسره سر وخوړ او 15 هېوادونو ترې استقلال واخيست !! 
 (مایوروف) کاږي :
« د افغانستان جنګ  د شوروي اتحاد له خوا ترسره شوی جنګ او د هغه وژونکي ماين په څېر ؤ چې یو لوی دولت پرې والوت  اودړې وړې شو.!!»
خواجه عبدالله انصاري فرمايي :
خدايا هرکي را خواهي بر اندازي
با درويشان در اندازي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک