
ایا د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د جګړې په مانا دی، که دا یوه سیاسي ډرامه ده؟
په ټولنیزو رسنیو کې داسې څرګندونې خپرېږي چې ګواکي د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیاسي او نظامي کړکېچ دومره زیات شوی چې ښایي هره شېبه جګړه پیل شي. دا ډول برداشتونه، که څه هم له ظاهره جدي ښکاري، خو که ژور تحلیل وشي، څرګندېږي چې دا کړکېچونه تر ډېره سیاسي تکتیکونه دي، نه د جګړې د پیل جدي نښې.
د تاریخ په اوژدو کې هند او پاکستان له ۱۹۴۷م کال راهیسې درې لویې جګړې کړې دي، خو له ۱۹۹۹م کال (د کارګیل جګړه) وروسته، سره له دې چې کشمیر لا هم د اختلاف یو اساسي بنسټیز ټکی دی، دواړو هېوادونو دا درک کړې چې جګړه د ستونزو حل نه دی. له هغې جګړې وروسته، هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د متقابلو خبرو، د تجارتي اړیکو او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې لړۍ پیل کړه. له همدې امله، دا به ناسم تحلیل وي چې اوسني تاوتریخوالي ته د یوې سترې جګړې نوم ورکړي.
او بل دواړه هېوادونه اتومي قدرتونه دي، او واقعیت دا دی چې د هغوی ترمنځ د “متقابلې تباهۍ” یو غیرمستقیم تضمین رامنځته کوي. یعنې که یوه خوا جګړه پیل کړي، بله خوا به هم سخت غبرګون وښيي، چې دا به دواړو ته شدید زیان ورسوي.
له همدې امله، دواړه اړخونه هڅه کوي چې شخړې د سیاسي، استخباراتي، یا د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې.
یوه بله مهمه خبره دا ده چې امریکا، چین، روسیه، او اروپایي هېوادونه د جنوبي آسیا کړکېچونه نږدې څاري. د دغو هېوادونو ګټې له دواړو خواوو سره تړلې دي، نو هڅه کوي چې دا ډول ترینګلتیاوې مهار کړي. د نړیوالو فشارونه په دې معنا دي چې هند او پاکستان باید په خپلو کې د دې هڅه وکړي چې شخړې د خبرو له لارې حل کړي، تر څو د پراخې جګړې مخنیوی وشي.
حقیقت دا دی چې زموږ یو شمېر افغانان، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، اکثر وخت احساساتي پیغامونه او تحلیلونه خپروي. دا ډول برداشتونه معمولاً د ژور تحلیل پر ځای، د احساساتو او ظاهري نښو پر بنسټ ولاړ وي. هغه افغانان چې فکر کوي د هند او پاکستان ترمنځ جګړه به پیل شي، باید د تاریخي حقایقو، جیوپولیتیک وضعیت، او روانو سیاسي تعاملاتو ژور تحلیل وکړي. دا ډول کړکېچونه ډېر کله د کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام اړولو لپاره کارول کېږي، او تر ډېره د رسنیو له لارې سیاسي فشار ته هوا ورکول کېږي، نه د جګړې د پیل لپاره.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې تل حساسې پاتې شوې دي، خو د واقعي جګړې امکان ډېر کم ښکاري. دا کړکېچونه اکثراً د سیاسي ډرامو، داخلي فشارونو، او نړیوالو تعاملاتو یوه برخه وي، نه د عملي جګړې مرحله. افغانان باید له احساساتو نه، بلکې له تحلیل، تدبر، او سیاسي هوښیارۍ څخه کار واخلي، تر څو وپوهېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څه روان دي، او دا چې سیاسي ډرامې څنګه د جګړې له سیوري لاندې وړاندې کېږي.