
له کودتاوو تر اشغال پورې؛ د ملت د ارمانونو لوټل، او د ازادۍ پر ځای د غلامۍ د زنځیرونو تسلسل
شاید د هېواد غوڅ اکثریت افغانان د اووم (۷م) د ثور د کودتا په اړه تاریخي معلومات ولري او د کمونیستانو د وحشیانه جرمونو او ظلمونو له واقعیتونو سره ښه بلد وي، چې زموږ پر هېواد او ملت څه ډول وحشت او بربریت تېر شوی دی.
د دې ټولو تاریخي ناخوالو او اوږدو جګړو یوازینی اصلي لامل د کمونیستانو کودتا او افغانستان ته د روسانو راوستل وو.
لکه څنګه چې د اووم (۷م) د ثور کودتا د روسانو په لاس روزل شوو جنرالانو په مټ ترسره شوه، همداسې د اتم (۸م) د ثور کودتا، چې د «جبل السراج ایتلاف» له لوري وشوه، هم د روسانو او امریکایانو لاسپوڅو په مرسته یو ډیزاین شوی پلان و.
هماغه د روسانو روزل شوي جنرالان، او د مجاهدینو په لباس کې د «شورا نظار» قوماندان احمد شاه مسعود، د دې پلان د تطبیق اصلي مجریان وو.
حقیقت دا دی چې د اتم (۸م) د ثور پېښه د اووم (۷م) د ثور د فاجعې تسلسل او د روسانو د جګړې انتقامي دوام و، چې له افغانانو نه یې خپل وروستی غچ واخیست.
د دغو دواړو پېښو له امله د افغان مسلمان ملت ستر ارمانونه او سپېڅلي اهداف له خاورو سره خاورې شول.
له بده مرغه، هغه کمونیستان چې ملت دوه ځله ورته عمومي عفوه ورکړه، لا هم له خپلو شومو خیانتونو، جنایتونو او تېروتنو عبرت نه اخلي.
لا هم د اشغال د ختمېدو نه وروسته د بل اشغال د راوستلو هڅې کوي، څو بیا د خپلو بادارانو په ټانکونو او الوتکو کې سپاره افغانستان ته راشي، او په هر حکومت او نظام کې د قدرت تر لوړو څوکیو ځان ورسوي.
په اتم (۸م) د ثور «جبل السراج ایتلاف» کې هماغه د اووم (۷م) د ثور جنرالان شامل وو، چې د ملت پر وړاندې یې جګړه پیل کړه.
د نړیوالو رسنیو له لوري د ریښتینو مجاهدینو پر ضد داسې شدید منفي تبلیغات وشول، چې د کابل د جګړو او جنایتونو پړه یوازې پر حزب اسلامي ور واچول شوه؛
خو متأسفانه، د شورا نظار ډلې او کمونیستان د نړۍ په وړاندې د سپینو فرښتو په څېر معرفي شول او حتی نمایشي جعلي القاب ورته ورکړل شول.
امریکا او ناټو بیا هماغه زړې څېرې غرب پلوه کمونیستان او د جهاد تر نامه لاندې جاسوسان د خپلو ټانکونو او الوتکو په زور کابل ته راوستل.
دا هماغه پخواني مجرمین او خاینان وو چې شل کاله د پردیو په ملاتړ زموږ پر ولس واکمن پاتې شول.
د دوی د لاسه یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، زرګونه کورنۍ بې کوره او بې وطنه شوې، او ګڼ شمېر افغانان د دوی په شخصي زندانونو کې د مرګ او ژوند له برخلیک نه بې خبره پاتې شول.
له بده مرغه، دا لړۍ لا هم دوام لري.
هدف دا دی چې موږ، افغانان، هر کله چې د قدرت پر ګدۍ کېنو، خپل تېر تاریخ، ترخې تجربې او عبرتونه هېر کړو.
موږ د واک او مقام په نشه مست شو او له تېرو اشتباهاتو هېڅ زدهکړه نه کوو.
تر کومه چې دا حالت دوام ولري، زموږ زخمونه به ژورېږي او زموږ ارمانونه به له خاورو سره خاورې کېږي.
نو هیله مو دا ده چې ټول افغانان، او په ځانګړي ډول د هېواد سپېڅلي مجاهدین چې خپل هېواد، ملت او اسلام ته ژمن دي، باید خپل دوست او دښمن په سمه توګه وپېژني، او نور دې د دې ناخوالو او جګړو ته د پای ټکی کېږدي.