
هغه نا خبره ځوانان دې دا ولولي چې د اردو د ړنګېدو انتساب مجاهدينو ته کوي !!
نجيب ته مې وويل ؛ ملېشې مه جوړوه ، ملېشې د اردو د ړنګېدو سبب ګرځي ، دا مې هم ورته وويل چې د ملېشو د حمايت په ځای پوځ حمايه کړه ...
راته و يې ويل :
ملېشې زما لاس او پښې دي او په اردو کې خاينو کړيو نفوذ کړی ، اشاره يې ما ( شهنواز تڼي ) ته وه !!
پايله دا شوه چې د دوستم او عصمت مسليم ملېشې يې جوړې او د زرګونو ښځو عزت يې پرې ولوټل ، اردو يې ټوټه ټوټه کړ ، او په آخر کې يې د نجيب ژوند ته هم د پای ټکی کېښود !! .
دا خبرې په « پټ رازونه » فيسبوک پاڼه کې د شهنواز تڼي له خولې خپرې شوې دي . له دېنه قياس کولی شئ چې اردو چا ړنګ کړ او د ړنګېدو مسببین يې څوک دي !!
هغه نا خبره ځوانان دې دا ولولي چې د اردو د ړنګېدو انتساب مجاهدينو ته کوي !! له دېنه آخوا دوی بايد په دې هم خبر شي چې پخوانی اردو د کمونيستانو له اقتدار سره سم له منځه يووړل شو !! کمونيستانو د تصفيې په نوم ټول هغه منصبوال ترې څپ وهل چې عقيده يې د مسلمان او احساس يې ملي ؤ !! دا نيسه ، ها نيسه ، اخوانی دی ، مرتجع دی ، ضد انقلاب دی ، فيوډال دی ، سرمايه دار دی ، دا هغه عنوانونه وو چې کمونيستانو يې په کارولو سره ټول مسلمان منصبوال له اردو را بېل او ځای يې په ماشيني هغو صاحب منصبانو ډک کړ چې ذهني سر کلاوه يې له ماسکو سره تړلې وه !!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د تڼي خبره تر یو بریده سمه ده خو پوره خبره نه ده .نجیب چې پرچمی وو اردو او پولیس یی نه خوښیدل ځکه دوی ډيری یی خلقیان وو .خو دلته پوښتنه داده چې دنجیب له سقوط وروسته نظامي تجهیزات چا لیلام کړل؟ هغه اردو چې پاتی وه هغه چا ړنګه کړه؟ معنی داده چې پرچمیانو او مجاهدینو په شریکه اردو ړنګه کړه.تاسې کوشش مه کوۍ حقایق پټ کړۍ ځکه پیښې ډیرې لرغوني نه دي چې سلګونه کاله پرې تیر شوي وي او چا نه وي لیدلي .ځوانان باید پوره پوه شي چې د نجیب حکومت له سقوط وروسته په زرګونو پاټکونه همدي مجاهدینو جوړ کړل ،مونږ په سترګو لیدلي دهغوی ظلمونه د هغوي لوټمار