No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏افغانستان کې د نړۍوال فډراسیون سرپرست احمد سلیمان او د بشري ډیپلوماسۍ مسوولې هما نادر د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست شهاب‌الدین دلاور سره کتلي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې کتنه کې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د اوسني وضعیت، بېړنيو اړتياوو او د  مرستو د همغږۍ او مديريت په اړه هر اړخيزې خبرې اترې شوې دي.

: ‏اسلامي امارت د افغانستان پر لومړني جمهوري نظام د غویي د ۷مې کودتا غندلې او د غویي اتمه یې د هېواد د خپلواکۍ د ویاړ ورځ بللې ده.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي چې "کمونېستي نظام د وخت د حکومت پر وړاندې په کودتا سره د وخت کمونېستي تېري ته لار هواره کړه او موخه یې د افغانستان نیول او پر خلکو یې د کمونستي مفکورې تحمیلول و."

د غویي ۷مه د خلق ډیموکراټ ګوند له لوري د افغانستان پر لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د پوځي کودتا او د غویي ۸مه د مجاهدینو له لوري د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ د پرځولو له ورځې سره برابره ده.

: ‏د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندر عباس کې د تېرې ورځې پر چاودنې اندېښنه څرګنده کړې او د ایران له خلکو او دولت سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د ایران په بندر عباس کې تېره ورځ (شنبه) دغه چاودنه په شهید رجایي بندر کې رامنځته شوې چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او له ۷۰۰ زیات نور ټپیان دي.

: ‏په پام کې ده چې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینو لومړی پړاو د راتلونکې غبرګولي میاشتې په اوومه نېټه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې ترسره شي.

د اسلامي امارت د ازموینو ملي ادارې ویلي، چې د سږ کال کانکور ازموینه د هېواد په کچه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کیږي. د دغې ادارې مسوولانو زیاته کړې، چې سږ کال به څه باندې ۱۱۲ زره داوطلبان د هېواد په لوړو او نیمه لوړو زده کړو مرکزونو، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره جذب شي.

اسلامي امارت تر اوسه په دغه ازموینه کې د نجونو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا فاریاب ولایت ته په سفر کې له ځايي چارواکو او سوداګرو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفر په لړ کې، نوښتګرو سوداګرو چې مېرمنې هم په‌کې شاملې دي، د یوناما له مشرې نویو بازارونو په ځانګړې توګه د  ازبیکستان بازارونو ته د لاسرسۍ په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې له مشر سره په کتنه کې د هېواد اوسني شرایط د پانګونې لپاره «ښه» بللي او له هندي پانګوالو یې غوښتي چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

 د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، امیرخان متقي او انند پرکاش په دغه کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي او وروستیو سیمه ییزو سیاسي حالاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاو او افغان ناروغانو، سوداګرو او محصلینو ته د ویزې ورکړې بهیر عادي حالت ته د راګرځولو غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې لمخې، انند پرکاش ویلي چې هېواد یې لېواله دی، په افغانستان کې پر ځینو پروژو پانګونه او نیمه کاره پروژې هم بېرته پیل کړي. هغه زیاته کړې چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي.

: ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره د دوه‌ اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو، د افغان-ټرانس د رېل پټلۍ پروژې، او د درې اړخیزې ناستې (افغانستان-ازبیکستان-پاکستان) د جوړېدو په تړاو ټلېفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بختیار سعیدوف ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې،د تېر کال پرتله، تاشکند ته د کابل صادرات درې برابره زیات شوي دي. نوموړي ژمنه کړې، چې د افغان سوداګرو لپاره به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ویزې په برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

: ‏محمد یونس آخندزاده سرپرست وزارت احیا و انکشاف دهات، با رزا اوتونبایوا رییس هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، دیدار کرد.

آقای آخندزاده از رییس یوناما خواسته است که در کنار کمک‌های بشردوستانه، به پروژه‌های عام‌المنفعه و بنیادی توجه بیشتری داشته باشند و فعالیت‌های خود را در هماهنگی با این وزارت انجام دهند.

در این دیدار، خانم اوتونبایوا با اشاره به کمک‌های دوامدار یوناما گفته است که آن‌ها برای بازگشت‌کنندگان افغان آب آشامیدنی، خدمات صحی و دیگر کمک‌ها را فراهم می‌کنند.

: ‏په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د «اوچا» عمومي رییس ټام فلېچر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو، د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پر ګڼو نورو موضوع‌ګانو  خبرې شوې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي متقي ویلي اسلامي امارت هوډ لري، چې هېواد په بېلابېلو برخو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک د بشري مرستو له اړتیا خلاص کړي؛ خو دا چاره ډېر وخت ته اړتیا لري، نو لاهم بهرنیو مرستو ته اړتیا شته.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اوچا له رییسه د افغانستان د خلکو د لاسنیوي غوښتنه کړې او ویلي دي، مرستې دې داسې ولګول شي، چې پر کورني بازار، اقتصادي ودې او کورنیو ظرفیتونو اوږدمهاله اغېزه ولري.

: ‏ترامپ خواستار عبور رایگان کشتی‌های آمریکایی از کانال‌های پاناما و سوئز شد.

دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا طی پیامی در شبکه اجتماعی «تروت سوشال» خواستار عبور رایگان کشتی‌های آمریکایی از کانال‌های پاناما و سوئز شد.

: ‏شمار قربانیان حملات اسرائیل اشغالگر به غزه به 52 هزار و 243 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که طی 24 ساعت گذشته به بیمارستان‌ها 115 زخمی و جسد 51 فلسطینی دیگر منتقل شده است. بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه به 52 هزار و 243 نفر و شمار مجروحان نیز به 117 هزار و 639 نفر افزایش یافته است.

: ‏رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که در  سال ۱۴۰۳، حدود ۶۸۹هزار مهاجر افغان که به‌طور غیرقانونی وارد ایران شده بودند، به افغانستان بازگردانده شدند.به گفته سردار مجید شجاع فرمانده مرزبانی خراسان رضوی، این افراد از طریق مرز دوغارون به امارت اسلامی تحویل داده شدند. او همچنین تاکید کرده که اتباع خارجی باید از طریق مسیرهای قانونی و مرزهای رسمی وارد ایران شوند.

: ‏شورای امنیت سازمان ملل می‌گوید که کمیته تحریم‌های این سازمان، مطابق با قطع‌نامه ۱۹۸۸، معافیتی برای ممنوعیت سفر امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه امارت اسلامی، به قطر صادر کرده است.

این شورا در اعلامیه‌ای می‌گوید که این معافیت به منظور سفر او به دوحه، از تاریخ ۲۷ اپریل تا ۴ می ۲۰۲۵، برای انجام دیدارهایی با مقام‌های دولتی این کشور صادر شده است.

امیرخان متقی امروز (یک‌شنبه،  ۷ ثور) به دوحه، می‌رود و قرار است با مقام‌های این کشور درباره روابط دوجانبه گفت‌وگو کند.

: ‏برنامه جهانی خوراک (WFP) اعلام کرده که ممکن است پروازهای کمک‌رسانی این نهاد به نقاط دورافتاده در افغانستان، به دلیل کمبود «شدید» بودجه متوقف شود.

این نهاد امدادرسان افزوده که برای ادامه این پروازها در سال جاری میلادی به ۱۰.۵ میلیون دالر نیاز دارد.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال روف مازو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

روف مازو له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د هغو افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي چې پاکستان کې دغو هېوادونو ته د سفر په تمه دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ (جمعه، د غویي ۵مه) د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د نویو لاریو پر پیداکولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د کډوالو داوطلبانه ستنولو لپاره باید زمینه برابره شي. د راپور لمخې، هغه دغه سفر کې له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره پر دغو ستونزو خبرې کړې دي.

: ‏نماینده پیشین امریکا برای صلح افغانستان می‌گوید که گزارش‌های موثقی وجود دارد که نشان می‌دهد گروه‌های تروریستی خطرناکی چون شاخه خراسان گروه داعش همچنان در پاکستان حضور دارند. زلمی خلیل‌زاد با بیان این‌که شاخه خراسان گروه داعش پناهگاه‌هایی در پاکستان دارد، گفته است که اسلام‌آباد باید به حضور داعش و سایر گروه‌های تروریستی در خاک خود رسیدگی کند؛ زیرا به گفته او، این موضوع تنها تهدیدی برای پاکستان نیست، بلکه برای کل منطقه و جامعه جهانی خطری جدی به شمار می‌رود.

او افزوده است: «بازی با تروریزم به‌عنوان یک تاکتیک، اقدامی فاجعه‌بار است که در نهایت به شدت علیه خود آنان عمل خواهد کرد

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک