
د ثور غوايي اوومه د هېواد د بربادی او بدمرغيو پيل
دوکتور عبد الناصر شفيق
د غویې اومه د هیواد په نږدي تاریخ کې هغه ننګینه ورځ او د افغاني کمونستانو په لمنه داسې یو تور داغ دی، چې هېڅکله به پاک نشي. د خلق دموکراتیک رژیم ( خلق او پرجم ګوندونو واکمني ) د هماغه خلکو په لاس د شهید محمد داوود خان د واک په ختمولو سره رامنځته شوه، چې ورته شهید محمد داوود خان د اتو تنو پرجمي وزیرانو کابینه کې په منلو سره، پرې بېځایه احسان هم کړی و،
خو د نوموړي روسیې ته د وروستي سفر په دوران کې د برېژنیف سره یو رسمي ملاقات کې اختلاف د نوموړي ملي غرور د روسانو په وړاندې سر ټیټولو ته پرېنښود، سملاسي له هغه سفره راستون شو او خپلې اړیکې یې له مصر، سعودي او پاکستان هیوادونو ته په سفرونو کولو له اسلامي هیوادونو سره ورغولې، چې دې کار شوروي وارخطا کړ او د غویې له کودتاه لس ورځې وړاندې یې یو روسي سفارتکار ( ابلوف) له څو میاشتو نظر کې نیولي کودتاه په لار اچولو څخه د مخه، د خلق او پرچم تر منځ په ۱۹۶۷ م کې د همدې روسانو لخوا رامنځته کړی اختلاف، بیرته ختمول غوښتل؛ چې د همدې هدف لپاره یې، د پرچم ګوند مطرحه څهره میراکبر خیبر ترور کړ؛ څو د داوود خان خلاف د کمونستانو غصه راوپاریږي او سره یو شي او کودتاه ته لار لنډه کړي، چې نتیجه کې خلقیانو او پرچمیانو د داوود خان خلاف سختې مظاهرې وکړي او دواړو ګوندونو بیرته د یووالي هغه عزم پیاوړی کړ، چې لا وار د مخه په ۱۹۷۷ م کې د تره کي او سلیمان لایق مسکو ته د پټ سفر دوران کې ورته روسانو لارښوونه کړیوه.
داوود خان، د دوی لومړۍ لیکه شپږ رهبران زنداني کړل ؛ خو له منځه یې یوازې حفیظ الله آمین په خپل کور کې پټ پاتې شوی و، جې ورسره سم د آمین په لارښوونه کمونستانو د غویې د اومې نېټې ننګینه کودتاه تر سره کړه او د ملا، مرتحع، ملک، اریاب او اشرف زاده په نوم یې د افغانستان د دیني او ملي تشخص لرونکو خلکو د زنداني کولو لړۍ پیل کړه؛ له محاکمې پرته اعدامونو لړۍ پیل کړه او د افغان ولس له ارزښتونو مخالفو فرمانونه لکه شپږم او اووم نمبر فرمانونه صادر کړل؛ د ولس بېلابېلې پرګنې یې خپل دښمنان وګرځول، چې ورسره د هجرتونو لړۍ آغاز او سر تاسري ملي قیامونه او تاریخي جها.د پیل شو.
د افغان تاریخي جها.د نه ګردې اسلامي او غربي نړۍ ملاتړ وکړ او د غویې د اومې نیټې ۱۳۵۷ ش ل کال څخه یونیم کال وروسته د مرغومي په ۶ مه شوروي قواوې د وېستل شوو پرچمیانو واک ته رسولو لپاره هیواد ته یرعلګرې راداخلې شوې، چې د لسو کلونو وروسته د هیواد څه بیرته وتلو ته مجبورې شوې او وروستنی ګوډاګی واکمن د جنرال محمود قارییف د وینا له مخې د شورویانو په دستور د واک ګدۍ ته پورته او د افغان ولس د غولونې لپاره یې د ملي مصالحې او جوماتونو د تګ سیاست آغاز کړ، څو له هیواده وتلي مهاجرین بیرته راستانه شي، خو غیرتي افغانان ( پرته له ځینو افرادو ) د نجیب په سیاست ونه غولیده او نجیب یې چې لا پخوا نه د خاد د ریس په توګه د مومنو افغانانو د قاتل په توګه پیژندلی و، په دې سیاست یې ونه غولېدل؛ د کمونستانو په وینا دغه په شا نه ګرځیدونکی انقلاب آخر د مومنو مجاه.دینو په لاسونو د غویې په اتمه، له لس کلن اشغال او درې نیمو کلونو وروسته نسکور کړ ، چې بیا وروسته د خلق او پرچم بانډونو په ماهرانه د جها. دي ډلو تر منځه کورنۍ جګړې رامنځته شوې. افغان ولس خپل لوړ آرمان ته ونه رسبده، که څه هم ټوله نړۍ کې بدلونونه رامنځته شول.