No-IMG

جهادي ستوری مرحوم قومندان محمد یوسف(بشیرخان بغلانی)

ډاکټر عبدالهادي ذوالحکمت

 

تاریخ د هغو پاکو انسانانو د مبارزو شاهدي ورکوي چې د خپل ایمان، وطنپالنې او استقامت په برکت یې د ملتونو برخلیکونه بدل کړي دي، قومندان صیب محمد یوسف(بشیرخان بغلانی) د همدې سپېڅلو شخصیتونو له جملې څخه و چې د بغلان ولایت د جهاد توره، د رښتیني مجاهدت نښانه او د ملي ویاړونو ژوندی مثال ګڼل کېږي.

مرحوم قومندان صیب بشیرخان بغلانی د بغلان ولایت د یوه سپېڅلي، ملي احساس لرونکي او متدین کورنۍ غړی و، له ځوانۍ راهیسې یې د اسلامپالنې، هېوادپالنې او ملتپالنې جذبه له زړه څخه راټوکېدلې وه.

کله چې په هېواد کې د اشغال او بې عدالتۍ تور فصل خپور شو، نوموړي بې له ځنډه د حق سنګر ته اوږه ورکړه. او د حزب اسلامي په صف کې یو مخکښ، هوښیار، او متین غړی شو، د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې یې د مجاهدینو سنګرونه تود وساتل او د ازادۍ شين بیرغ یې لوړ کړ.

مرحوم قومندان صیب بشیرخان بغلاني یو داسې شخصيت و چې د صداقت، زړورتیا او ملي غیرت بې سارې بیلګه بلل کېده، د حق او عدالت د لارې لاروی و، هره سلګۍ یې د فداکارۍ، صبر او استقامت نذرانه وه، هغه د خپلو خلکو د سوکالۍ او د وطن د آزادۍ لپاره د زړورتیا داسې داستانونه پريښول چې تاریخ به یې تل یاد ساتي.

د سولې، ورورولۍ او ملي یووالي ژمن علمبردار و، د جنګ، فتنې او داخلي شخړو سخت مخالف و او د صبر، زغم، او وفادارۍ ستر سمبول بلل کېده، د ده په تندي کې د هېواد مینه ځلیده او زړه یې د ولس په دردونو کې لړزېده.

قومندان صیب د حزب اسلامي په لیکو کې یو مشوره شخصيت او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د یو زړور قومي مشر او وتلي قومندان په توګه پېژندل کېده، هغه نه یوازې د جهاد سنګرونه ګرم وساتل بلکې د سیاست په ډګر کې یې هم د ولس د حقونو غږ پورته کړی و.

د مرحوم بشیرخان بغلانی صیب ژوند د دين، هېواد او هېوادوالو سره د بې کچې مینې بېلګه وه، تر وروستۍ سلګۍ یې د هېواد آزادۍ او سرلوړۍ لپاره هجرت، جهاد او مبارزه وکړه، هېڅکله یې ستړیا  محسوس نکړل او نه هم د خپلې سپېڅلې لارې څخه منحرف شو، نوموړي خپل خوږ ژوند د الله تعالی د دین، هېواد او هېوادوالو لپاره قرباني کړ، خو عزت، وقار او سرلوړی نوم یې د آزادۍ تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت پاته شو.

قومندان صیب محمد یوسف(بشیرخان بغلانی)د افغان ملت د هغو سترو شخصيتونو له جملې څخه شمېرل کیږي چې شخصیت یې د یو فرد له محدود قید نه هاخوا، د یوې ملي ارادې، یوې تاریخي مبارزې او یو سپېڅلي حرکت انځور و،

که د ده ژوند ته د ادبي او فکري لید له زاویې وګورو نو درې عمده ځانګړتیاوې د ده شخصیت تثبتوي:

۱. صداقت او رښتینولي:

مرحوم قومندان صیب د هغو شخصیتونو له ډلې و چې د خپلې ارادې او عمل ترمنځ یې هېڅ توپیر نه و، هغه څه چې يې ویل، پر هماغه ولاړ و او هماغه يې عملي کول، د ده صداقت د ملت د باور اساس شو نو ځکه د تاریخ په اوږدو کې یواځنی ریښتیني شخصيت ګڼل کیږي.

۲. زړورتیا او مبارزه:

قومندان صیب په سختو شرایطو کې خپل ایمان، ارمان او ملي غیرت له لاسه ورنکړ، په میدانونو کې د ده وینه توی شوه خو اراده یې نوره هم پیاوړې کېده. د جهاد، هجرت، مشکلاتو او وطنپالنې په دې اوږده مبارزه کې قومندان بشیرخان بغلانی د فولاد په څېر سخت پاتې شو.

۳. سولې ته لېوالتیا او ملي یووالي ته ژمنتیا:

که څه هم د جهاد په ډګر کې یو اتلوال و، خو د سولې، ورورولۍ او د ملي یووالي په ټينګښت کي هم تر نورو زیات مخکښ و، دا ځانګړنه د ده فکر ژورتیا او د ملت درد ته د ده واقعي درک ښيي.

مطلب مرحوم قومندان صیب محمد یوسف (بشیرخان بغلانی) یوازې یو نظامي قومندان نه بلکې د ملت د آزادۍ، د خاورې د سرلوړۍ، او د انساني ارزښتونو د پاسدارۍ یو رښتینی سمبول هم و، د ده ژوند د رښتیني جهاد، د حق لټون، او د وطنپالنې مبارزې یو زرین باب دی.

قومندان بشیرخان بغلاني نه یوازې د نظامي اتلولیو خاوند و بلکې د سیاسي تدبر، قومي مشرۍ، او ټولنیز نفوذ ځواکمن شخصیت هم و، د سولې او ملي یووالي ژمن ملاتړی و او د جنګ او فتنې سخت مخالف.

نوموړی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د دين، ملت، خاورې، او عقیدې خدمت ته ژمن پاتې شو او د خپل سپېڅلي هدف په لاره کې یې هېڅ ډول قربانۍ ته شا ونه کړه.

د تاریخ حافظه او د حزب اسلامي آرشيف، رښتیني افغانان او مجاهدین به د هغه د نوم، کارنامو، قربانیو او ارمانونو سره تلپاتې وفاداره پاتې وي.

د ده روح دې ښاد وي، او د ده نوم دې د راتلونکو نسلونو د الهام سرچینه وي.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک