
مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: سيف محمد الکتبی، نماینده ویژه امارات متحده عربی برای افغانستان، با ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی ریاستالوزرا، دیدار کرد.
معاونیت اقتصادی ریاستالوزرا در خبرنامهای گفته است که در این دیدار دو طرف درباره روابط دوجانبه و اقتصادی گفتوگو کردهاند.
بر بنیاد خبرنامه، الکتبی با ابراز علاقهمندی کشورش بر سرمایهگذاری در بخش ساخت راهآهن و سرکها در افغانستان، خواستار برگزاری کنفرانس ویژهای برای سرمایهگذاران و تاجران کشورش در کابل شده است. در این دیدار، ملا عبدالغنی برادر همچنین گفته است که افغانستان کشوری غنی از منابع طبیعی است و امارت اسلامی تلاش دارد در این بخش سرمایهگذاری جذب کرده و کشور را به خودکفایی برساند.
✒️: امیرخان متقی بار دیگر وزیر خارجه پاکستان را به کابل دعوت کرد. پس از سفر معاون نخستوزیر و وزیر خارجه پاکستان به کابل، محمد اسحاق دار و امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه امارت اسلامی، در یک تماس تلفنی از پیشرفتها در زمینه تجارت، روابط میان مردم، و روابط اقتصادی و سیاسی ابراز قدردانی کردهاند.
وزارت خارجه در خبرنامهای گفته است که دو طرف بر همکاریهای درازمدت بهمنظور تامین صلح و امنیت در منطقه نیز گفتوگو کردهاند.
در این تماس تلفنی، با اشاره به تنشهای اخیر میان اسلامآباد و دهلینو، اسحاق دار بر تعهد کشورش به صلح و حفظ حاکمیت پاکستان تاکید ورزیده است. بر بنیاد خبرنامه، امیرخان متقی بار دیگر از اسحاق دار برای سفر به کابل دعوت کرد.
✒️: هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند د مغز لرونکې او وچي مېوې شورا (NDFC-I) له مرکزي حکومت غوښتنه کړې چې له افغانستانه هند ته د وچې مېوې د لېږد لپاره د هوايي دهلېز زمینه برابره کړي.
د شورا مشر، ګونجن جېن، ویلي: «دا موږ له حکومته غواړو. افغانستان زیات ممیز، اینځر، زردالو او نورې وچي مېوې لري. خو له دې امله چې پولې تړلې دي، موږ نشو کولای دا محصولات هند ته وارد کړو.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاو له امله د اتاري-واګه بندر له تړل کېدو وروسته هند ته د افغانستان صادرات هم نه رسیږي.
✒️: ارګ پر خپل اېکس لیکلي چې د رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې شلمه غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دندې وسپارل شوه چې د وګړو د نفوس شمېرنې اړوند ټول اړخونه وڅېړل شي او طرحه یې وروستۍ کړي او د کور او ښار جوړونې وزارت د ودانیو د نقشې او ویزې چارې چټکې کړي.
✒️: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان پر اېکس لیکلي، له خپلو شریکانو سره یوځای د لرې پرتو سیمو د اړتیاو ارزونه کوي. دغه سازمان وايي، دا هغه سیمې دي چې په دې وروستیو کې سیلابونو ځپلي دي.
اېف ای او زیاتوي، د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې ناڅاپي سېلابونو له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ، څه باندې ۱۲ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه او له ۵۰۰ زیات څاروي زیانمن کړي دي.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري(UNHCR) وايي، په اپرېل میاشت کې له پاکستان او ایرانه له ۲۸۰ زرو زیات افغانان په جبري توګه او خپلې خوښې افغانستان ته راستانه شوي دي.
یواناچسيار زیاتوي، تازه راستانه شوي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په خوست، پکتیا، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پروان، بدخشان، نورستان، کاپیسا او کابل ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
✒️: د سمنګان ولایت امنیې قوماندانۍ خبرپاڼې له مخې؛ خلم ولسوالۍ کې یو ۵۸۰ ډوله موټر له سړک اوښتی چې له کبله یې درې تنو ژوند بایللی او ۳۳ نور ژوبل دي.
خبرپاڼه کې د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
✒️: ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي به راتلونکې اوونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي. راپور کې راغلي چې متقي به دغه سفر کې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د کابل او تهران پر ګډو ګټو خبرې وکړي. اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒️: هند پر پاکستان د بل سیند (چناب) بندې کړې اوبه هم ناڅاپه بیرته ورخوشې کړي.
پاکستان وایي، وچ شوی سیند اوس طغیاني شوی او د اوبو سطحه نوره هم لوړیدای شي ځکه شاوخوا سیمو او د اوبو د تنظیم ادارو ته د بیړني حالت امر شوی.
✒️: د جرمني په تاریخ کې اول وار نادره پیښه: فریدریک میرڅ چې ګوند یې ټاکنو کې اکثریت و او نورو ګوندونو سره یې د ایتلافي حکومت لپاره هوکړه هم کړې وه، پارلماني ټاکنو کې یې د صدراعظمۍ د یوازني نوماند په توګه رایې پوره نه کړې.
میرڅ ته ۳۱۶ رایې پکار وې خو ده ۳۱۰ پوره کړې.
دوی به ۱۴ ورځو کې بیا پارلمان کې دننه رایه اچونه کوي.
✒️: سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه در مسکو ابراز داشت: تقریبا تمام اروپا که زیر پرچم نازیها به جنگ فراخوانده شده بودند، اکنون با ما در جنگ هستند.
وی افزود: روسیه علیه سربازان نازی میجنگد، نیروهایی که از رژیم ضد روسی و نژادپرست ولودیمیر زلنسکی حمایت میکنند، نشان اتحاد نازیها روی بازوهایشان داشتند و زیر پرچم نازیها علیه ما متحد شدند. لاوروف خاطرنشان کرد: نیروهای مذکور مانند گذشته در تلاش برای تحمیل یک شکست استراتژیک به روسیه هستند؛ درسهای دیپلماتیکی که در گذشته گرفته شده، نباید فراموش شود.
✒️: سازمان ملل: ممانعت اسرائیل از دسترسی مردم غزه به آب بمب خاموش اما مرگبار است.
پدرو آروخو-آگودو، گزارشگر ویژه سازمان ملل در امور بهداشت و آب آشامیدنی سالم، اقدامات اسرائیل در تخریب زیرساختهای آبی غزه و ممانعت از دسترسی مردم به آب پاک را «بمب خاموش اما مرگبار» توصیف کرد.
آروخو-آگودو در گفتوگو با خبرنگار آنادولو اعلام کرد که 2.1 میلیون نفر در غزه با بحران شدید آب مواجه هستند و حدود 70 درصد زیرساختهای آبی این منطقه توسط اسرائیل نابود شده است.
✒️: حدود ۱۳ هزار کارگر هفته گذشته در دو سایت ساختمانی شرکت عزیزی در دبی دست به اعتصاب زدند.
شرکت توسعهای عزیزی نیز روز پنجشنبه با تأیید این خبر اعلام کرد که وضعیت توسط پولیس دبی تحت کنترل درآمده و کارگران روز بعد به کار بازگشتند. بر اساس گزارش رسانههای امارات متحده عربی، علت این رویداد شایعهای درباره مرگ کارگرانی بود که در "لفت" محل سکونتشان گیر افتاده بودند.
✒️: د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په بېلابېلو نښتو کې لږ تر لږه اته وسله وال او یو سرتېری وژل شوي دي.
رسنۍ د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې له قوله راپور ورکوي چې درې وسله وال په یوه نښته کې په شمالي وزیرستان کې وژل شوي، دوه نور وسله وال او یو پاکستاني سرتېری د استخباراتي عملیاتو پر مهال په سویلي وزیرستان کې او درې نور وسله وال بیا د دغه هېواد د پوځ له لوري په خیبر او بنو کې وژل شوي دي.
همداراز ویل شوي چې د پاکستاني پوځ لاس ته یو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ورغلي دي.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش له هند او پاکستانه غوښتي چې له پوځي نښتې ډډه وکړي.
ښاغلي ګوترش پر اېکس لیکلي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او لازمه ده چې هند او پاکستان له داسې پوځي تقابل ډډه وکړي چې ژر له کنټرول وځي.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراييل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو تېره ورځ (دوشنبه) ویلي، د حماس پر ضد پراخ پوځي عملیات به «شدید» وي. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امنیتي کابینې هغه پلانونه یې تصویب کړل چې ښایي د غزې تړانګې نیول او د مرستو کنټرول هم پکې شامل وي. خو یوه اسراییلي دفاعي چارواکي ویلي، دغه عملیات به تر هغې پیل نه شي چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ راتلونکې اونۍ د منځني ختیځ سفر پایته ونه رسوي.
✒️: یو شمېر ایراني رسنیو د ایران د استثنایي زدهکړو ادارې د رییس، سالار قاسمي له قوله راپور ورکړی چې اټکل کېږي شاوخوا ۸۰ زره نوي افغان زدهکوونکي د ایران په ښوونځيو کې شامل شي.
د راپورونو لمخې، ښاغلي قاسمي زیاته کړې چې د استثنایي زدهکړو اداره د ۳۴ زره نوو زدهکوونکو د روغتیا ارزونه کړې او اټکل کېږي چې ۸۰ زره افغان زدهکوونکي به د نوي پوهنیز کال لپاره په ایران کې نوملیکنه وکړي.
✒️: د غزې روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، نن (سېشنبه) لږ تر لږه ۱۱ تنه د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.
الجزیرې په یوه بل راپور کې لیکلي، د اسراییل هوايي بریدونو تېره ورځ (دوشنبه) هم پر یمن، سوریې، لبنان او غزې تړانګې دوام درلود چې له امله یې ۵۴ تنه وژل شوي دي.
✒️: افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، اسلام اباد کې یې د مصر د سفارت له چارسمبالي سره کتلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي.
د محمد صادق په خبره، دغه کتنه کې یې سیمه کې د ثبات او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.