No-IMG

مهم ترين های امروز پنجشنبه

: ‏نورستان کې په یوه ټرافیکي پېښه درې تنه مړه دي.

د نورستان د امنیې قومندانۍ ویاند، غلام الرحمن حیدري طلوع‌نیوز ته ویلي، نن (پنجشنبه د غویي ١٨مه) شاوخوا یوه بجه د دغه ولایت د مرکز پارون په ځنګل پوستې سیمه کې یو فېلډر ډوله موټر د تخنیکي ستونزې له امله سیند ته غورځېدلی چې له امله یې درې کسان مړه دي. حیدري وایي، په مړو شویو کسانو کې د نورستان د ښاري محکمې قاضي، رحیم الله هم شامل دی. هغه زیاتوي چې تر اوسه د مړو جسدونه نه دي موندل شوي خو د موندلو هڅې یې روانې دي.

: ‏جلال اباد ښار کې د تېزو بادونو او توپان له امله مالي زیانونه اوښتي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي طلوع‌نیوز ته ویلي چې نن (پنجشنبه د غویي ١٨) له غرمې وروسته هلته په بېلابېلو سیمو کې باد، باران او توپان مخابراتي سایټونه، ونې، او سولري تختې غورځولي دي.

ښاغلي محمودي زیاته کړې چې د جلال اباد ښاروالۍ کارکوونکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د لارو د خلاصون چارې پیل کړې دي. د هغه په خبره، د دغو پېښو له امله ځاني زیانونه نه دي اوښتي خو د مالي زیانونه کچه یې هم تر دې دمه نه ده په ډاګه کړې.

: ‏اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با اتاق تجارت آلمان توافق‌نامه‌ای امضا کرده که بر اساس آن، بازرگانان آلمانی در نمایش‌گاه‌های افغانستان و بازرگانان افغان در نمایش‌گاه‌های آلمان شرکت می‌کنند.

محمدیونس مهمند معاون اول اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری به طلوع‌نیوز گفت که بر بنیاد این توافق‌نامه، دو طرف با یک‌دیگر همکاری می‌کنند و از جانب آلمان هم‌چنان خواسته‌ شده تا در بخش ارتقای ظرفیت در افغانستان نیز همکاری کند.

: ‏د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې یو درې کلن ماشوم او مور او پلار یې اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د غزني امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه جوړه چې زوی یې اوبو ته لوېدلی و، د نوموړي د ژغورنې هڅه یې کوله چې دوی هم اوبو ته لوېدلي او درې واړه مړه شوي دي.

: ‏ننګرهار کې د وروستي ورښت او توپان له امله ۲۵ تنه ټپيان سیمه ییز روغتون ته ور وړل شوي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف روغتیا پالانو ته لارښونه کړې، چې د وروستي توپان او ورښت له امله د زیانمنو شویو لپاره غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

: پاکستان: هواپیمای جنگی هندی ساخت فرانسه را با جنگنده‌های (J-10C) ساخت چین سرنگون کردیم.

⬅️ اگر این ادعا تایید شود، این اولین باری خواهد بود که یک جنگنده (J-10C) در جنگ یک هواپیمای جنگی دیگر را سرنگون می‌کند.

⬅️ همچنین اولین باری خواهد بود که جنگنده رافال در هوا ساقط می‌شود.

⬅️ جنگنده (J-10C) به جز چین، تنها در پاکستان مورد استفاده قرار می‌گیرد. نیروی هوایی پاکستان 20 فروند از نسخه صادراتی هواپیمای (J-10CE) در اختیار دارد.

: ‏شمار قربانیان حملات اسرائیل اشغالگر به غزه به 52 هزار و 760 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که طی 24 ساعت گذشته به بیمارستان‌ها 367 زخمی و جسد 106 فلسطینی دیگر منتقل شده است.

بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه به 52 هزار و 760 نفر و شمار مجروحان نیز به 119 هزار و 264 نفر افزایش یافته است.

: ‏ده‌ها معترض که در حمایت از فلسطین در دانشگاه کلمبیا تجمع کرده بودند، بازداشت شدند.

ده‌ها معترض در ایالات متحده آمریکا که در کتابخانه باتلر دانشگاه کلمبیا در حمایت از فلسطین تجمع کرده بودند، بازداشت شدند.

: ‏د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جي شنکر وايي، چې هند له پاکستان سره د تاوتریخوالي نیت نه لري او که پاکستان پوځي اقدام وکړي، سخت ځواب به ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په لیدنه کې کړې.

: ‏هندي چارواکو ویلي، چې په پاکستان کې یې نظامي مرکزونه هدف نه وو، خو وروسته له هغې یې د پاکستان هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړل، چې یاد هېواد په هند کې تېر شپه اونتي پوره، سرینګر، امرتسر، جمو، پټانکوټ، جالندهر، چندیګړ، بټینډا، اوترلۍ او بهوج سیمو کې د دوی پوځي اهدافو ویشتلو هڅه وکړه.

د دوی په خبره، د پاکستان ټول بریدونه یې خنثی کړي دي.

: ‏اي ای ار (EIR ) مجلې په يوه مقاله کې ويلي، اسلامي امارت له روسیې سره دغه هېواد کې د سفارت تر کچې د افغانستان د ماموریت پر لوړېدو خبرې کړې دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د سفارت تر کچې د اسلامي امارت د ماموریت د لوړېدو خبر ضمیر کابلوف د روسیې له ممنوعه ډلو د "طالبانو" د نوم تر ایستل کېدو وروسته، کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت چارواکو ته ورکړی دی.

خو د مقالې پر بنسټ، روسیې ټینګار کړی چې دغه تازه ګام د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دی.

د مقالې ليکوال ويلي، دغه نوښتونه افغانستان سره د سوداګرۍ، زېربنايي پروژو، بشري مرستو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې د روسیې او ځینو نورو هېوادونو د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاریو د زياتوالي زمينه برابروي.

: ‏د امریکا د سولې انسټیټیوټ پخوانیو کارکوونکو د ایلان ماسک تر مشرۍ لاندې د دولت د موثریت پر څانګې تور پورې کړی چې د دې انسټیټیوټ د فعالیتونو په اړه یې ګمراه کوونکې څرګندونې کړې دي. دوی ویلي، د دولت موثریت څانګه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په تړاو خلکو ته ناسم مالومات ورکوي.

تر دې وړاندې د امریکا د موثریت څانګې ځینو کارکوونکو د دغه هېواد د سولې پر انسټیټیوټ تور پورې کړی و چې خپله بودیجه یې د اسلامي امارت د پخواني غړي محمد قاسم حلیمي په مالي ملاتړ او د کارکوونکو پر شخصي الوتنو ضایع کړې ده.

د ایلن ماسک دغو کارکوونکو ویلي و چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ ۶۷۵ زره ډالر د شخصي الوتنو پر خدمتونو لګولي او ۱۳۲ زره ډالر یې محمد قاسم حلیمي ته ورکړي دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ دا مهال د خپلواکې ادارې په توګه د دغه هېواد د عدلیې وزارت سره د خپل موقف په اړه محکمه کې حقوقي مبارزه کوي.

: ‏د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، هند یو ځل بیا تېره شپه (چهارشنبه) د دغه هېواد خاورې ته پلټونکې ډرون الوتکې استولې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، چودري زیاته کړې چې پاکستاني پوځ د هند ۱۲ دغه ډرون الوتکې نسکورې کړي دي.

: ‏د پاکستان او د شمالي هند پر هوایي حریم لا هم الوتکې الوتنه نه کوي.

د الوتکو د څارلو نړۍوال ویبسایټونه ښیي چې نړۍوالو الوتکو نن (پنجشنبه) هم د یادو هوایي مسیرونو پر ځای د عمان، متحده عربي اماراتو او کوېټ له هوایي حریم په ګټنې الوتنې کوي. دوی خبرداری ورکړی چې ښایي پر نویو هوایي مسیرونو د الوتکو ګڼه ګوڼه ډېره شي.

اخوا پاکستاني چارواکو راپور ورکړی چې هلته د کراچۍ، لاهور او سیالکوټ هوایي ډګرونو فعالیتونه ځنډېلي دي.

: ‏شی‌ جین‌پینگ ریيس‌‌جمهور چین برای دیدار با ولادیمیر پوتین رییس‌جمهور روسیه به مسکو رفته است. آقای پوتین از همتای چینی خود برای شرکت در مراسم هشتادمین سالگرد پیروزی روسیه در جنگ جهانی دوم سپاس‌گزاری کرد. بر اساس گزارش رویترز، پوتین امروز (پنج‌شنبه) به همتای چینی خود گفته که پیروزی بر فاشیزم که با قربانی‌های بزرگ به دست آمد، دارای اهمیت ماندگار است. آقای پوتین هم‌چنان افزوده که "ما همراه با دوستان چینی خود"  قاطعانه از حقیقت تاریخی پاسداری می‌کنیم.

: ‏هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د هند - پاکستان د کنټرول کرښې په اوږدو کې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.

پاکستان دغه ځوابي بریدونه تېره ورځ (چهارشنبه) پر دغه هېواد د هند د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

نوې ډیلي ادعا کړې وه چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په مظفر اباد کې یې د ترهګرو ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.

: ‏افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره مهم ګام و او په خبره یې، له دغې چارې پرته روسیه له حقوقي اړخه نشي کولای له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.

د هغه په خبره، د دې لپاره چې د روسیې دولتي او غیر دولتي سکټور په افغانستان کې قانوني تړونونه وکړي، د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل مهم دي.

کابلوف روسي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې چې مسکو او متحدینو ته یې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د افغانستان سرپرست حکومت وضعیت باثباته وساتي خو په خبره یې، یوازې په "ځواک" ثبات نشي ټینګېدای او افغانستان باید خپل ټولنیز - اقتصادي وضعیت هم پیاوړی کړي.

: ‏رسانه‌های ایرانی از امضای سه تفاهم‌نامه همکاری میان تهران و دهلی‌نو خبر داده‌اند.

این تفاهم‌نامه‌ها در زمینه همکاری‌های گمرکی، بهداشت غذا و دوا، هم‌زمان با سفر سید عباس عراقچی وزیر خارجه ایران، میان دو کشور امضا شده است.

: ‏د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې په «کنټرول کرښه» یې له ۴۰ تر ۵۰ هندي سرتیري وژلي او د هندي پوځ یو مرکز یې هم له منځه وړی دی.

عطا الله تراړ چې نن د پاکستان ملي اسامبلۍ ته خبرې کولې زیاته کړې چې هند پر «کنټرول کرښه» زیان لیدلی او لا هم زیان ګوري. اخوا هند بیا ویلي چې د پاکستان له لوري د تېرې شپې راهیسې په ډزو کې شپاړس «ملکي» کسان وژل شوي دي.

: ‏رویټرز د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، د پاکستان په لاهور کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته خبردارۍ ورکړ شوی دی چې د بې پېلوټه الوتکو بریدونو، چاودنو او هوایي بریدونو د ویرې له امله ځانونه خوندي وساتي.

اخوا په لاهور کې د امریکا کونسګلرۍ هم ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د لاهور هوایي ډګر ته څېرمه ځینې سیمې هم تخلیه کیږي.

پاکستان له دې مخکې ادعا کړې چې د هند ۲۵ بې پېلوټه الوتکې یې له منځه وړي او هند بیا ویلي چې د پاکستان له لوري پوځي تحرکات یې شنډ کړي دي.

: ‏‏د غزې په خان یونس کې بازارونه له خوراکي توکو تش ښکاري.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې پر غزې تړانګې د مرستو بندېدو او لارو تړل کېدو راهیسې هلته د خوړو له پلوه وضعیت خرابېدو لور ته روان دی. ځینې فلسطینیان چې د خوراکي توکو یا لومړنیو خوړو پېرلو ته ورځي، د اړتیا وړ توکي نه مومي او ځينې چې پیدا کوي د رانیولو وس یې نه لري.

اسراييل له حماس غورځنګ سره د اوربند له پاېته رسېدو وروسته پر غزې ټولې لارې تړلي او اجازه نه ورکوي چې خلکو ته مرستې ورسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک