
مجرمین؛ ملي غفلت او نړیوال عدالت.!
مجرمین په عمومي توګه په دوو برخو وېشل کېږي:
لومړۍ ډله هغه داخلي مجرمین دي چې د خپل هېواد په کچه د فساد، خیانت، او جنايي جرمونو مرتکب شوي وي. دوی د ملت د اعتماد، قانون او ملي ارزښتونو پر ضد عمل کړی، او د خلکو له شتمنیو، وینو او عزت سره یې لوبې کړې دي.
دویم ډول هغه نړیوال مجرمین دي، چې د بهرنیو یرغلګرو په شتون کې، د شخصي ګټو، قدرتطلبۍ، او سیاسي امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره، له خپل ملت سره خیانت کړی، او د هېواد ملي منافع یې د پردیو د اجنډاوو قرباني کړې ده.
له بده مرغه، په هېواد کې ځیني داسې کسان لا هم ازاد ګرځي، چې د خلکو په سترګو کې د مجرم، خاین او فاسد په توګه پېژندل کېږي. دوی نه یوازې دا چې تر اوسه له حسابوکتابه خلاص پاتې دي، بلکې کله نا کله لا ویاړ هم پرې کوي.
برعکس، په نړیوالو محکمو او عدالتونو کې بیا معمولاً د قانون تطبیق له سیاسته پاک وي، او مجرم ډېر ژر د خپلو اعمالو سزا ویني.
دا وضعیت دا پوښتنه راولاړوي چې
ولې زموږ په هېواد کې د جرم پر وړاندې حسابورکونه تر دې حده کمزوری دی؟
ولې مجرم ته د قانون د تطبیق پر ځای سیاسي خوندیتوب ورکول کېږي؟
او تر ټولو مهمه دا چې، ولې ملت تل د قربانۍ رول لري، خو مجرمین د مصونیت له نعمت نه برخمن وي؟