No-IMG

که څوک ځان افغان بولي، نو د دې وطن ساتنه یې ملي، اسلامي او وجداني مسؤلیت دی

په تاریخ کې څو ځلي، د قوم، سمت، ژبې او پردي‌پالنې پر بنسټ تعصبي، بې‌هویته او پردي پاله وطن‌پلورونکي افغانانو دا سپېڅلې خاوره یرغلګرو ته وپلورله، او د پردیو په مرسته یې موقتي واکمنۍ او حکومتونه جوړ کړل. له بده مرغه د دوی د غلامۍ له امله په زرګونه افغانان ووژل شول، بې‌کوره او بې‌وطنه شول. سره له دې ټولو جنایتونو او خیانتونو، بیا هم دوی د دې خاورې او ملت په وړاندې بد نیت لري.

‏خو الحمدلله، د افغان مجاهدینو د لوړ همت، میړانې او قربانیو له برکته یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي غلامان بیا بیا له تور برخلیک سره مخ شوي دي. نړېوالو ته دا حقیقت ثابت شوی چې د دې خاورې اصلي مالکین یوازې افغانان دي، او د هېواد ملي او سیاسي مسایل یوازې افغانانو پوری تړاو لري، نه له هغو بې‌هویته غلامانو سره چې د پردیو په چوپړ کې ذلت‌ناک ژوند تېروي.

‏موږ دا منو چې تاجیکان، د نورو افغانانو په څېر، په افغانستان کې د عزت‌ ژوند حق لري؛ خو دا نه منو چې د افغانستان یوه برخه خاوره دې یوازې د یوه قوم (تاجیکانو) پورې اړه ولري، یا دې هغوی له خپلو بهرني بادارانو څخه د خاورې قواله وغواړي. دا خاوره له افغانانو پرته بل هېڅ چا ته نه شته، او نه یې څوک د خپل شخصي ملکیت په توګه حسابولی شي. دا د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول افغانان په‌کې د ګډ ژوند حق لري.

‏که څوک ځان افغان بولي، نو د دې وطن ساتنه یې ملي، اسلامي او وجداني مسؤلیت دی، او باید د سر او مال په بیه یې دفاع وکړي. که نه، دا خاوره خپل مېړني لري چې د دې پاک وطن د عزت او استقلال لپاره به قرباني ورکوي، او دفاع به تر وروستۍ سلګۍ پورې کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک