
د کرزي او پرچمي اشرف غني په واکمنۍ کې د کمونیزم بیا راژوندي کېدل.!
د شوروي اتحاد له ماتې او د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته، کمونیستان په افغاني ټولنه کې له سیاسي، ټولنیز، او اخلاقي اعتباره لوېدلي، او دوی له سیاسي صحنې وتلي وو. په خپلو قومونو کې منزوي، او د خلکو له خوا رټلي شوي و.
خو له بده مرغه، کله چې امریکا او ناټو پر افغانستان یرغل وکړ، همدغه فراري کمونیستان د اشغالګرو په الوتکو کې بېرته کابل ته راوستل شول. د بن تر تړون وروسته، د امریکا او انګلیس په خوښه، حامد کرزی د لنډمهالي حکومت انتصابي مشر شو، خو اصلي واک د شمالي ټلوالې، شورای نظار، هزاره ډلو او کمونیستي شبکو (په ځانګړي ډول د دوستم د کړۍ) لاس ته ولوېد.
په همدې تسلسل کې، کمونیستي عناصر د کرزي، او بیا وروسته د پرچمي اشرف غني په واکمنۍ کې، یو ځل بیا دولتي ادارو، تعلیم، استخباراتو، او بهرني سیاست کنټرول ته ورسیدل. د پرچمي اشرف غني لخوا دا کمونيستي عناصر نه یوازې بیا منظم شول، بلکې د دولت له خوا ورته رسمي مشروعیت ورکړل شو، تر دې چې د نجیب د مرګ کلیزه هر کال د دولتي ملاتړو په موجودیت کې لمانځل کېده. دا ټول د اشرف غني ملاتړ او د امرالله صالح په رضایت او حمایت له امله ترسره کیدل. تر څو د نويو نسلونو اذهان په یوه نه یوه بڼه د کمونیزم مفکرې ته مایل کړي، او په ضمن کې د ډاکتر نجیب ملاتړ په ټولنه کې رواج کړي، او ځوانان دې ته وهڅوي چې د کمونیزم او ډاکتر نجیب له افکارو څخه دفاع وکړي.
خو په داسې حال کې چې زیاتې ډلې خاموشې پاتې شوې، یوازینی سیاسي ځواک چې د کمونیستانو او سیکولارانو پر ضد یې کلک، روښانه، او اصولي دریځ خپل کړ، هغه حزب اسلامي و. حزب اسلامي د نجیب د جنایتونو د هېرېدو مخه ونیوله او د هغوی د رسمي ستایلو پر ضد یې غږ اوچت کړ. دا هماغه سیاسي او فکري مبارزه وه چې کمونیستان او سيکولاران یې بیا د ملت په ذهنیت کې راښکاره کړل، او د هغوی له مجازاتو او تاریخي حساب ورکولو یې د غفلت پرده پورته کړه. حزب اسلامي په یوازې ځان کمونیستان او سيکولاران دې ته پرېنښودل چې د ډاکتر نجیب د مرګ کلیزه په رسمي ډول ولمانځي.
واقعیت دا دی: پردي پاله وطن پلورونکي کمونیستانو، سیکولارانو، او له پردیو سره تړلو ډلو د منافقانه مذهب، نیت، او خطرناکو نقشو ژوره پېژندنه یوازې حزب اسلامي لري،
نه بل څوک!