No-IMG

کمونیستې مفکوره په نړۍ کی له منځه تللې ده له بده مرغه افغانستان کې اوس هم د لينن پيروي او متابعت کوي

‏کمونیستې مفکوره په ټولې نړۍ کی له منځه تللې ده، حتی روسان په خپله ترې کرکه لري خو له بده مرغه په افغانستان کې يو شمېر بدبخته مخلوق اوس هم د لینن پيروي او متابعت کوي.

‏غربیان هم بلا خلک دي د پخوانيو کمونیستانو زامن ېې ډیر په اسانه او سیستماتیک ډول upgrade کړل،

‏په سیکولارانو ېې بدل کړل، خلک هماغه یو مخلوق دی، خو یوازې ترفیع او رتبه یې ورکړه او سیکولرېزم نوم یې ورته انتخاب کړو!

‏په غلامۍ کې عادت شوي دي، دوی ته د خپل عزت معیارونه مهم نه دي، يوازې هغه څه کوي چې په سيستماتيک ډول يې مغزو ته پيچکاري کېږي. د افسوس ځای دا دی چې په ډیر کم شي باندې د هر چا غلامي کوي.

‏ډاکتر نجیب روسانو لپاره وفاداره غلام او مزدور وو هر څه ئې ورته وکړل د دوه میلیونو افغانانو قاتل دی، روسانو خپل وفاداره غلام ډاکترنجیب ئې په نیمه لاره کې يې یواځې پرېښود. هغه هم د خپل نامشروع اقتدار د بقا لپاره د افغانستان په هر ولایت کې قومي ملیشې جوړې کړې.  او هغوی ته يې نظامي غونډونه، اسلحې او امکانات په واک کې ورکړل. چې د بېلګې په توګه يې د دوستم ګلم جم ملیشه، د عصمت مسلم ملیشه، د جبار قهرمان ملیشه  او د مجاهدینو په جامه کې د شورا نظار او پرچم ګډه ملیشه او همدا راز په پکتیا، خوست، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو کې له هر قوم نه د قومي ملیشو په نوم نظامي غونډونه او تشکيلات جوړ کړي وو.

‏دا ټولې ملیشې د پښتنو په ولایتونو او ولسوالیو کې له خپلو مجاهدینو ورونو او قوميانو سره جنګيدل. ډاکتر نجیب به ورته ویل: چې، “سر يې زما او مال يې د تاسو” د دغو ملیشو له وجې په کابل کې د ډاکتر نجیب په اقتدار کې چور، چپاول او بربریت اخیري حد کې وو. د خلکو ناموس عزت په کې خوندي او مصؤن نه وو. دا هغه تريخ واقعيت وو، چې زما په شان ډېری هېوادوالو د سر په سترګو دا حالت لیدلی. چې په نتیجه کې يې کابل لوټ شو او د همدې لوټ تالان بنياد د همدې قومي او سمتي مليشو پر مټ کېښودل شو او تر ننه يې افغانان د جنګ په لمبو کې سوځي.

‏بلاخره ډاکټر نجیب د افغانانو لخوا محاکمه شو او په عام محضر کې په دار وځړول شو.

‏پوښتنه دا ده چې د کمونستانو زامن په کوم اساس د ډاکټر نجیب قاتل ملاتړ کوي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک