No-IMG

کبرجنه...!

د ویرچم ته مې ځه،راځه  کراره کبرجنه

خبر نه یې د زړونو، له ازاره کبرجنه

د چا په ورکو پلونو پسې ورک یمه، په ورکوو

پام ته راپسې را نه شي غباره کبرجنه

له خیاله نورې مه راکاږه پوندو کې پاینڅې

ګناه ده ، لږ په ځمکه ځه اواره کبرجنه

په ډیرو ګرځیدو مې شوې تڼاکې د پښو تلې

پیدا مې نکړه ستا زړګي ته لاره کبرجنه

زه هم شپه شوګیره کړمه، ته هم، خو دومره ده چې

زه زړه خورم، او ته خاندې تر سهاره کبرجنه

زما د ګرد وهلي مخ تصویر باندې شرمیږي

اخر شوه ستا د لاس رڼه  هینداره کبرجنه

د غم په دې مالت کې مې یو تاته زړه راوړلو

له تا هم را پوره شوله، ځه خواره ! کبرجنه

چې چا په خوږو سترګو کې،سلام کړو،مه یې اخله

په تریو تندي، کوچیه سپینه یاره کبرجنه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟