No-IMG

د شپږیزې د پایلوبې په اړه

د چهارشنبې په ماسپښین به د کابل بازان  لوبډله د مس عینک سره د شپږیزې لیګ پایلوبه کوي. که مس عینک کابل بازان ماتوي، نو په خپلې تجربې به یې ماتوي. د کابل میدان ډېر وړوکی او د بېټېنګ پچ/ویکټې دی. فسټ بالران په کې تر سپینرانو ډېر ځلیدلې نه دي. په دې حساب د پچې ګټل او اول بېټېنګ به د ګټې چانس لږ ډېر کړي. شل اوریزې لوبې او بیا د کابل په میدان کې لوبې تر ډېره د بېتسمینانو او فلډرانو لوبې دي. موږ ولیدل چې په دغه لیګ کې خراب فلډېنګ د ډېرو لوبډلو د ماتې مهم علت و، بنآ فاینل کې ښه فېلډېنګ هم ډېر مهم دی.

د کابل بازانو لوبډله ډېره ځوانه او با انرژي لوبډله ده او تر ټولو مهمه یې دا چې په ټول ټورنمنټ کې یې یوازې یوه لوبه بایللې ده او د ګټې په روحیې روانه ده. په ټاپ ارډر کې یې د نور علي،‌ ګربز او صدیق اتل موجودیت د کابل بازانو ته مثبت ټکی دی. ګربز داسې لوبغاړی دی چې هر ډول شاټ وهلی شي، نور علي‌ تخنیکي لوبغاړی دی او خپل ښکلي شاټونه لري چې په پاور پلی کې په اسانه رنزونه کولی شي او صدیق اتل چپ لاس او ځوان لوبغاړی دی چې د تیزې لوبې او غټو شاټونو ظرفیت لري. که په لومړیو  شپږو/اوو اورونو کې ګربز او نورعلي وسوځېدل، د مخالفې لوبډلې د بري‌ چانس زیات وبولئ. د کابل بازانو په مډل ارډر کې بیا سمیع، عظمت، ریاض/یونس دي چې د سینر او جونیر د تجربو ګډوله ده. باولینګ یې بیا د بېټنګ په څېر ښه نه دی.

د مس عینک د قوټ ټکی د هغوی تجربه ده. ټاپ ارډ کې یې د شهزاد موجودیت د دغې لوبډلې ترټولو لویه ګټه ده. شهزاد لومړی لوبغاړی دی چې په دغه لیګ کې یې سلیزه کړې ده او ښه روان دی.‌ که شهزاد په پاور پلۍ کې اوټ نشو، مسک عینک به ښه لوبه وکړي. بهار شینواری، حشمت شهیدي‌ او شاهدالله کمال هم تر دې دمه ښه ځلېدلي‌ دي او افسر ځاځی هم بېرته لوبډلې ته راغلی دی.‌ د شهزاد، حشمت، افسر، شاپور، دولت موجودیت او تجربه د مس عینک بله مثبته نقطه ده چې په سبانۍ لوبې کې به ښکاره وي. په دغې لوبډلې کې نور احمد لکڼوال هم شته چې له شک پرتته د کابل بازانو بیتسمینانو ته به یو سرخوږی وي.

په هر حال، شپږیزه هم زموږ لیګ دی او دا لوبډلې هم زموږ لوبډلې دي، په دې حساب، موږ هېڅ بایلونکی نلرو، ټول ګټونګي یو او د افغانستان کرکټ ګټونکی دی. له لوبې خوند واخلئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟