No-IMG

حکمتيار: حزب اسلامي له طالبانو سره ملگرتيا او گډ كار ته چمتو دئ

خطبه جمعه 28 سنبله 99

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

د هېواد روان وضعيت په اړه څو عرائض لرم:

1. امريكا

په امريكا كي د افغانستان د بحران او په دې ارتباط د متحده ايالاتو د نوې تگلاري په اړه څو نظريات دي:

•             په امريكا كي يوه ډله دا جگړه او په هغې كي د امريكا مزيد ښكېلوالى د امريكا په تاوان گڼي؛ وايي تر ننه او په دې 19 كلني اوږدې جگړي كي مو خپل يو سټراټيژيك هدف ترلاسه نه كړى شو؛ سره له دې ټولو مالي او ځاني تلفاتو؛ له دې وروسته ئې هم نشو ترلاسه كولى؛ بايد له دې جگړي راووځو؛ كه څه هم بلاقيد او شرط وي. په دوى كي ځيني داسي دي چي غواړي امريكا له ټولو هغو جگړو راووځي چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې پيل كړې او په ټولو كي ناكام شوي؛ همدا د امريكا د كورني او بهرني روان بد وضعيت تقاضاء گڼي؛ ټرامپ د دې ډلي په رأس كي دئ.

•             دوهمه ډله ئې په افغانستان كي مزيد پاته كېدا ضروري گڼي او پرې ټينگار كوي، هغه امريكايي جنرالان او ملكي مأموري چي له دې جنگ ئې ډېر څه ترلاسه كړي او له خپلو افغاني غلو ملگرو سره په گډه؛ د امريكا د نظامي او غيرنظامي مرستو يوه لويه برخه د دوى جيبونو ته لوېږي؛ د دې ډلي اصلي غړي دي او په امريكا او ولس كي ئې د دې ذهنيت د تقويې لپاره په پراخو هڅو بوخت دي.

•             درېيمه ډله هغه اشخاص او لوري احتوى كوي چي د امريكايي ځواكونو تدريجي او مشروط وتل غواړي؛ ټينگار كوي چي افغانستان دوى ته يو مهم سټراټيژيك موقعيت دئ، په دې سيمي كي مهم مهم اهداف لري؛ په دې اوږدې جگړي كي ئې ډېر ځانى تلفات گاللي او ډېر لگښتونه ئې كړي؛ تش لاس وتل بدي پايلي لري، افغانستان به د امريكا د رقيبانو لاس ته ورشي، د دې سيمي له پراخو او سټراټيژيك زېرمو به مو لاس قطع شي، ښه دا ده چي تر هغو پاته شو چي دلته په كابل كي د امريكا يو دوست او ځواكمن حكومت رامنځته شي چي د امريكا گټو ته ژمن وي، د امريكا د سيمه ايزو او نړۍ والو رقيبانو په اړه ئې دريځ د امريكا د خوښي دريځ وي.

دوى د كابل له اوسني حكومت متنفر دي، هغه د امريكا د ماتي اصلي عامل بولي، په دې حكومت كي له شاملو ډلو د خير طمع نه لري، وايي: غربپال ئې كمزوري، لاابالي او په ولس كي بې اعتباره او سپك او له ولسي حمايت محروم دي؛ نوري ډلي د امريكا په رقيبانو پوري تړلې دي؛ تر امريكا هغوى ته ترجيح وركوي؛ كه تر ننه د امريكا خوا ته ودرېدلي نو دا هم د خپلو اصلي بادرانو په اشاره وو.

دوى دې ته ترجيح وركوي چي د ځينو كلكو تعهداتو په مقابل كي كابل هغه چا ته وسپارل شي چي په افغانستان او سيمي كي ئې د دوى گټي ايجابوي؛ داسي تعهدات ترې واخلي چي له مخي به ئې امريكا په افغانستان او سيمي كي غير مرئي حضور لري، گټي به ئې خوندي وي، د كابل حكومت به د امريكا د كورنيو او بهرنيو سيمه ايزو او نړۍ والو رقيبانو په خلاف له امريكا سره گډه جبهه جوړوي، تر خپل تسلط لاندي به د امريكا هيڅ مخالف ته د حضور او فعاليت مجال نه پرېږدي. ځيني ئې داسي انگېري چي ښايي وكولى شي له طالبانو همداسي ژمني او تعهدات ترلاسه كړي، لكه چي د بليك واټر رئيس ويلي وو چي امريكا غواړي له دوى هغه كار واخلي چي سي آى اې له 2001 تر 2014 له بليك واټر واخيست!!

د دوى ځيني نور بيا په دې باور دي چي د دې امكان لږ دئ، او طالبان دې ته چمتو كول امكان نه لري.

دا چي سپينه ماڼۍ ته به پنتاگون، سي آى اې او د امريكا نوري امنيتي ادارې؛ د كومي تگلاري د غوراوي مشوره او اجازه وركړي او له دغو نظرياتو به كومه يوه پلې شي؛ بايد راتلونكي ته انتظار وكړو

خو دا واضح ده چي د سولي د څرنگوالي په اړه وروستى تصميم به واشنگټن نيسي؛ خو دا هم يو حقيقت دئ چي امريكا نشي كولى او نن په داسي موقعيت كي قطعاً نه ده چي د خپلي خوښي هره پرېكړه عملي كړى شي او له هيڅ مقاومت سره مخامخ نشي.

اوس نړۍ له مخكني يو قطبه حالت وتلې او څو قطبه شوې، امريكا په نړۍ واله كچه ځواكمن حريفان لري، په هر ځاى او هري برخي كي ئې كافي ستونزي ورته راولاړي كړې دي او له همدې كبله په ټولو جگړو او جبهو كي ناكامه شوې، په نظامي او سياسي برخو كي هم او په اقتصادي برخي كي هم.

2. د كابل حكومت

•             د كابل حكومت؛ د اوسني وضعيت او روان جنگ دوام غواړي، هڅه ئې وكړه چي له امريكا د اوسني حكومت د دوام تضمين ترلاسه كړي، غوښتل ئې د طالب زندانيانو له نه خوشي كولو د فشار په توگه استفاده وكړي؛ خو ونه توانېد له دې لاري دا تضمين ترلاسه كړي؛ مشران ئې جنگي لهجه كاروي او د جنگ شعارونه وركوي؛ د ملېشو جوړولو لړۍ ئې پيل كړې، ځيني ئې وايي: د امريكايي ځواكونو له وتلو وروسته نوي جنگ ته بايد تيار شو؛

•             په همدې حساس فرصت كي او په داسي حال كي چي د سولي مذاكرات پيل شوي؛ حكومت د لومړي ځل لپاره او په رسمي توگه د جنرال نجيب د اعدام تلين لمانځملو تيارى پيل كړى، د نجيب ملگري په مهمو دندو گماري، د خپلو ښكنځلمارو په خوله او قلم د مجاهدينو او طالبانو خلاف زهرجن تبليغات كوي، موخه ئې فقط دا ده چي د طالبانو او مجاهدينو حساسيتونه راوپاروي او د سولي بهير شنډ كړي.

•             د حكومت په اړه د امريكا موقف داسي برېښي چي د غواړي پر ځاى ئې ټولو ته د منلو وړ نوى حكومت رامنځته شي، امريكايي چارواكي په صريحو الفاظو او په مكرره توگه وايي: امريكا درې اهداف لري: 1- د خپلو ځواكونو ايستل، 2- دا چي طالبان له القاعده او نورو تروريستي ډلو سره خپل روابط قطع كړي، 3- دا اطمئنان ترلاسه كول چي په راتلونكي كي له افغانستان؛ متحده ايالاتو او ملگرو ته ئې گواښ او خطر متوجه نشي.

•             دا هم وايي چي د افغانستان راتلونكى نظام او د حكومت څرنگوالى ئې د افغانانو كار دئ؛ امريكا نه كوم نظام تحميلوي او نه كوم حكومت؛ خو ټول شمول نظام رامنځته كېدا يو ضرورت دئ. معلومېږي چي د امريكا په نوي سياست او تگلاري كي د اوسني حكومت د پاته كېدو قضيه مطرح نه ده او پرې ټينگار نه كوي.

3.            طالبان

•             طالبان چي د برلاسي احساس كوي، حكومت كمزورى او شړېدلى ويني، باور ئې دا دئ چي دا حكومت په خپل اوسني وضعيت كي؛ نشي كولى د دوى په وړاندي مقاومت وكړي؛ نو ځكه د سولي په اړه خاصه تلوسه او عجله نه لري؛ ځيني ئې پر نظامي حل ټينگار كوي، ځيني پر سوله ايز حل، ځيني د حزب اسلامي په اړه داسي فكر كوي چي تر نورو ډلو له حزب سره فكري او عملي نږدېوالي لري، اسلام، اسلامي نظام، د بهرنيو اشغالگرو ځواكونو وتل، د افغانستان خپلواكي او آزادي او ډېر نور مسائل د دوى مشتركات دي، كه په ټول هېواد كي طالبان له كومي سياسي ډلي سره له دې پلوه نږدېوالى او تقارب لري نو هغه يوازي حزب اسلامي دئ، د واقعي طالبانو ټول مؤمن او مجاهد غړي همداسي انگېري او د دې دواړو اسلامي ډلو وحدت او يووالى غواړي. خو په طالبانو كي هم او په نورو سياسي ډلو كي هم؛ داسي افرادو هم ځاى نيولى چي نه اسلام ته كوم تعهد لري او نه طالبانو او اړوند گوندونو ته كوم اخلاص او ژمنه؛ دا دخيل او نفوذي كړۍ حزب اسلامي د طالبانو اصلي رقيب گڼي؛ له حزب اسلامي پرته له بلي هري ډلي سره ملگرتيا خوښوي، همدا افراد؛ هغه مهال لازيات فعال شي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د يووالي او گډ كار او دريځ غوره كولو امكانات او احتمالات زيات شي؛ د حزب په خلاف تبليغات، د مجاهدينو او شخصيتونو ترور او پر سيمو او جبهاتو ئې بريدونه؛ د همدغو كار دئ، دا افراد چي نه اسلام ته كوم تعهد لري او نه طالبانو ته كوم اخلاص او ژمنه؛ له فرصت په استفادې سره ئې ځان طالبانو ته منسوب كړى او د دښمن پلانونه پلي كوي؛ حزب اسلامي ته هم او طالبانو ته هم په كار ده د هغو مشبوه كړيو او نفوذي افرادو په اړه محتاط وي چي په خپلو اظهاراتو او اقداماتو سره غواړي دوى سره بېل كړي

•             طالبانو له اتمر او عبدالله سره له كتلو او ناستي ډډه وكړه؛ كه څه هم د قطر حكومت او امريكايانو ترې غوښتنه كړې؛ خو له حكومتي هيئت سره د ناستي او مذاكراتو په اړه ئې انعطاف وكړ؛ د دې معنى دا ده چي طالبان لاتراوسه پر خپل مخكني دريځ ولاړ دي چي اوسنى حكومت نه مني او په هغه كي د شراكت اراده نه لري

4.            حزب اسلامي

حزب اسلامي په داسي حالت كي دئ:

•             په حكومت كي شامل نه دئ

•             له همدې كبله نه په جنگ كي د حكومت ملگرى دئ او نه د سولي په حكومتي هيئت كي غړيتوب ورته مناسب كار برېښي.

•             د امريكا دريځ د حزب اسلامي په اړه څرگند دئ، په گوانتانامو كي پاته وروستي زندانيان د حزب اسلامي غړي وو، چي لاتراوسه پاته دي، د داعش، القاعدې او طالبانو زندانيان او حتى مشهور قاچاقچيان ئې خوشي كړل؛ خو د حزب اسلامي بنديانو د خوشي كولو مخالف وو؛ د كابل حكومت همدا ادعاء كوي چي د امريكا د مخالفت له كبله ونه توانېدو د حزب بنديان خوشي كړو

•             دا هم څرگنده ده چي كه امريكا غوښتلى نو د حزب اسلامي بنديان به د معاهدې مطابق په لومړيو دوو مياشتو كي له ځنډ پرته آزاد شوي وو او د حزب اسلامي د مشرانو نومونه به د امريكا او د دوى پلوي حكومتونو له تور فهرست ايستل شوى وو.

•             حزب اسلامي له طالبانو سره هم په مستقله توگه مذاكراتو ته چمتو دئ او هم ملگرتيا او گډ كار ته؛ باور مو دا دئ چي كه دا دواړه ډلي يو بل ته لاس وركړي نو د افغانستان بحران ډېر ژر ختمېدى شي او هيڅ ځواك ئې مخي ته نشي ودرېدلى.

•             كله چي د كابل او طالبانو تر منځ د مذاكراتو لومړى دور بشپړ شي؛ چمتو يو د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ مذاكرات پيل شي؛ انتخاب د طالبانو لاس كي دئ.

5.            له وضعيت او د امريكايي مقاماتو له اظهاراتو معلومېږي چي امريكا د كابل له اوسني حكومت ستومانه شوې، د خپلي ماتي اصلي عامل ئې گڼي، طبيعي ده چي په داسي حكومت پانگونه بې گټي وگڼي او دوام ئې ونه غواړي چي كمزورى، شړېدلى، په فساد كي غرق، په داخلي اختلافاتو اخته او د ملت له حمايت محروم ئې گڼي. د مذاكراتو په دوران كي به د امريكايي هيئت هڅه دا وي چي په يوه داسي نوي حكومت توافق وشي چي نورو ډلو ته هم د منلو وړ وي. د امريكا او طالبانو تر منځ معاهدې كي هم د همداسي حكومت په جوړېدو توافق شوى، له دې پرته نه سوله ممكن ده او نه جگړه پاى ته رسېدى شي

6.            البته دا مذاكرات له ډېرو كورنيو او بهرنيو گواښونو او خنډونو سره مخامخ دي، احتمالاً چي ډېر وخت به ونيسي، حكومت په آسانۍ اقتدار پرېښودو ته چمتو نه دئ، تر آخري شېبې به هڅه كوي چي د نوي حكومت جوړېدو مخه ونيسي؛ مگر دا چي امريكا ئې مجبور كړي؛ او دا كار كېدونكى دئ.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

دوهمه خطبه

الْحَمْدُ لِلَّهِ نحمده و نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نؤمن به و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مِنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا * وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا * وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا * وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا  وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ بارك الله لنا و لكم فى القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هوالغفور الرحيم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟