No-IMG

افغانستان ته د امریکا راتلونکې ممکنه تګلاره

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر له ۱۱مې وروسته د امریکا د وخت جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش نړۍ ته وویل چې طالبان د القاعدې ساتونکي دي او القاعده د امریکا ملي امنیت ته د وخت له ټولو لوی خطر دی. امریکا د طالبانو د اسلامي امارت نړولو په بهانه افغانستان کې د یوې لویې جګړې پیل ته ملا وتړله. بوش وویل چې دوی به په ډېره لږه موده کې د افغانستان حالات کنترول کړي، دیموکراتیک حکومت به ایجاد کړي او بېرته به خپلې خونې ته ستانه شي. وروسته په ۲۰۰۸ کې جورج بوش د خپلو یادښتونو کتاب کې ولیکل چې افغانستان ته امنیت او دیموکراسي راوستل زمونږ له توقع ډېر پورته کار دی.

جورج بوش خپله ناکامه جګړه رئیس جمهور اوباما ته توریث کړه. اوباما هم د بوش پر قدم مخکې ولاړ او پر خپل دوران کې یې جګړه له پخوا ډېره تېزه کړه. امریکا په ۲۰۱۱ کې له ۱۰۰ زره شته نظامیانو پرته ۴۰ رزه نور تازه دمي نظامیان افغانستان ته واستول. تر دې مهاله امریکایان پر دې ګمان ول چې ګواکې دوی به وتوانیږي‌ چې د افغانستان قضیه یو طرفه کړي خو حقیقت دا وو چې دوی هیڅ لاسته راوړنه ونه درلوده.

رئیس جمهور ټرمپ یې هم په ۲۰۱۷ کې جنرالانو دې ته اړ کړ چې جګړې ته دوام ورکړي‌ خو ډېر ژر یې درک کړه چې د امریکا سیاسي او اقتصادي‌ ګټو ته په کتلو باید دا جګړه ختمه شي. د سولې پروسه له همدې امله په دوحه کې پیل شوه او لا هم جریان لري.

اندیښنه دلته ده چې که چېرته د سولې بین الافغاني خبرې کامیابې شي او طالبان د افغانستان سیاسي سستم ته داخل شي، امریکایان به په کومه تګلاره خپل ستراتیژیک اهداف پر مخ بیایي؟

کله چې د نجیب دولت سقوط وکړ او د مجاهدینو خپلمنځۍ جګړې پیل شوې، پاکستان هغه مهال د امریکا پوځي، سیاسي‌ او استخباراتي مشرانو ته ویلي وو چې په افغان جګړه کې د امریکا دا هدف چې شوروي شکست وخوري، لاسته راغی اوس باید د افغانستان د آیندې فیصله ددوی لاس ته پریښودل شي. همدا ول چې امریکا د افغانستان په اړه Policy of disinterested engagement اعلان کړه. دوی افغانستان په ډېرو حساسو شرایطو کې د لیوانو او شرمخانو منځ کې پریښود.‌ هماغه ول چې افغانستان بیا په کورنیو جګړو ښکیل او بالاخر په کابل کې د اسلامي امارت په حکومت د کورنیو جګړو اور سوړ شو.

امریکا په افغانستان کې د بې طرفۍ سیاست څخه دا ترخه تجربه کتلې او فکر نه کوم چې بیا یې تکرار کړي.

په ۲۰۰۷ کال کې چې کله امریکایانو عراق کې جګړه ختمول غوښتل، داسې طرحه یې په کار واچوله چې دوی د سني او شیعه له لویو پاړکیو پرته د لږکیو داسې یو سیکولر حکومت جوړ کړي چې په عراق کې د امریکا سیاسي موخې مخ ته یوسي. د امریکا له عراق ستراتېژۍ هدف دا وو چې عراق د سعودي پلوه (سني) او ایران پلوه (شیعه) له تاثیره وساتي. کله چې امریکا له عراقه ووتله ستراتیژي یې پدې ناکامه شوه چې د عراق په سني برخه کې د داعش پدیده راووتله او د عراق حکومت یې په ناخواسته ډول د ایران اسرې ته پریښود.

ښکاري داسې چې امریکا به افغانستان کې د سولې له تړونه وروسته نه د عراق او نه هم د مجاهدینو د دور ستراتیژیانې تکرار کړي. په غالب ګومان ښايي‌ امریکا په دې فکر کوي چې وکولی شي په یو وخت کې طالبانو او اوسني حکومت سره یو شان اړیکې وساتي‌.‌ د امریکا تاریخ دا دی چې دوی د تقسیم په ستراتیژي ډېر کلک باور لري. افغانستان ته شاید پلان دا وي چې امریکا دواړه طرفونه ځان سره تړلي وساتي او د اړتیا پر وخت کې ترې کار واخلي. مستقل او ازاد افغانستان چې خصوصا په خپلو بهرنیو اړیکو کې ازاد وي،‌ د امریکا په ګټه نه دی. د امریکا سیاست او د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو، خصوصا د ایران، پاکستان، روس او چین په منځ کې پروت هیواد داسې ازادۍ ته پرینږدي چې په خپله خوښه خپله بهرنۍ پالیسي ترسیم کړي.

یواځینی حل چې د امریکا په آینده تګلاره کې افغانان ګټونکي‌ ثابتولای شي دا دی چې د افغانستان په قضیه کې دخیل لوري خپلو منځو کې اختلاف را کم کړي، په ترمینالوژیانو او تشو نومونه سره دونې حد ته خپل روابط خراب نکړي چې بیګانه قدرتونه ترې ‌ استفاده پورته کړي. د حل یواځینی لار دا ده چې د افغان ملت د آیندې ټاکونکي افغان سیاسي‌ قیادت خپلو منځونو کې قدر مشترک او درد مشترک پیدا کړي او په رڼا کې یې د ملت په آینده فیصلې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟