No-IMG

سرور دانش د افغانستان تاریخ ته د سپکاوي په تور باید محاکمه شي!

‏هغه چي له ځانه برنامه نلري، ولس ته د څه ویلو نلري، خپل هېواد ته د خدمت پر ځای پردیو ته کار کوي د خپل ولس پرځای د خپلو بادارانو خوښي او سوکالي غواړي هغه نو بیا کټ مټ داسې وي لکه سرور دانش د عامو خلکو له پاکو احساساتو ګټه پورته کوي، خلکو ته فریب ورکوي او دروغ وایي، ځان د قوم او سیمې ټیکدار بولي او د خپلو شخصي ګټو لپاره ستر ستر ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او په مسخره یې نیسي.

کله چي په یو هېواد کي قانون یوازې په عامو وګړو تطبیق کیږي او نور ورنه مستثنا ګڼل کیږي نو نظام او نظامداري تر پوښتنې لاندې راشي خود سري او انارشیزم حاکم شي.

د نظام حاکمان باید د دا ‏ډول خود سره اشخاصو او افرادو مخه ونیسي څه موده وړاندې د سیمه ایزه ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال د افغانستان بنسټګر احمدشاه بابا ته سپکاوی وکړ خو هیچا یې په اړه څه ونه ویل نه محاکمه شو او نه هم له دندې ګوښه کړی شو.

دا دئ نن د نظام د رأس او د هېواد دریمه شمیره شخص د ولسمشر دوهم ‏مرستیال سرور دانش په ډیره سپین سترګۍ د هېواد ټول تاریخ ته سپکاوی کوي بد او رد ورپسې وایي دا ډول مسخره او له سپکاوي ډکې څرګندونې ولس ته د منلو وړ ندي او نه هم نور ولس دا ډول پردیپال او شر اچوونکي اشخاص په نظام کي زغملی شي باید محاکمه شي او له ولس نه بښنه وغواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟