No-IMG

په دې حساسو شیبو کی د ولس مخور قومي مشران ولې او څنګه ترور کیږي؟

ممتاز جهانگير

 

د پکتيا ولايت ولايتي شورا مرستيال ښاغلي ايوب غروال د معلومو/ او نامعلومو وسله والو اشخاصو له لوری په شهادت ورسول شو، نوموړى د ځاځیو قوم یو فعاله خواخوږی، اجتماعي او د نیکو اخلاقو څښتن ؤ، مرحوم ته د الله تعالی نه جنت الفردوس غوښتونکی یم او کورنۍ او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوم.

مرحوم ایوب غروال صیب د هغو قومي او ولسي مشرانو څخه ؤ چې هر وخت د خپلو خلکو په منځ کې موجود او ژوند ېې کاوه، ټوله پکتيا او مخصوصا د پکتیا مرکز او د ولسوالیو وګړي ترې خورا زیات خوشحاله او منندوی و، همدا راز د ولس خدمت کولو لپاره ېې نهايي هلې ځلې کولې.

د ښاغلي مرحوم ایوب غروال د وژلو په ارتباط به دومره ووایم چی د قوم هغه اشخاص چی لږ تر لږه د نولسو کالونو د جګړۍ لامل او دا بې عدالتې او وحشت وضعیت په ټوله معنا ورته دقیق مالوم وي او درک او تحلیل کړی يې وي، دوی ټول په دې باندې ښه پوهیږي چې د دې ترورونو ترشا څوک دي، او د چا لخوا دغه ترورونه پلان او مدریت کیږي؟  البته دا هغه څوک دي چی په هیواد کی د جنګ دوام غواړي او د افغانانو د قتل عام لپاره ګمارل شوي دي د خپلو شخصي ګټو او موقفونو ساتلو لپاره هر څه کوي. قومي مشرانو او ولسونو په دې اړوند ګڼ شکایتونه کړي دي، اما تر اوسه پورې هیچا ېې پوښتنه هم نه ده کړي بلکې ولسونه مو له تهدید او تعذیب سره مخ شوي دي، خو ښکاري چې دغه وسله واله ډله  د ګډ حکومت له کنټروله وتلي او پخپل سر، په هر نوم د عملیاتو صلاحیت لري.

دا په داسې حال کې دی چې په پکتیا ولایت کې هم د داعش له نومه په ګټې ګڼ قومي مخور ترور شول، چې دولتي سرچينو يې ډېری وخت پړه پر مخالفو وسله والو ور اچولې.

له بده مرغه افغان ولس دغه وروستېو ترورونو او ناامنیو اندیښنمن کړي دي.

د هیواد په بعضو ادارو کې توظيف شوي پرديپال جاسوسان او حرفوي قاتلین غواړي چی د يادې پروژې له لارې ځينې فعاله ځوانان او مخور علماء کرام، د مساجدو ملا امامان، متدين قومي مشران، باضميره شنونکي او سياسي مبصرين، د مدرسو او عصري تعليمي مراکزو مهربانه استادان او مخلصین له کوم موجه دليل پرته په مبهمه توګه او په مرموز ډول ترور کړي، او يا يې هم د نورو زرګونو بې ګناه افغانانو په څېر بدنامو زندانونو ته واچوي.

څو د ولسونو ذهنیتونه د سولې مذاکراتو او پروسی پر ضد مغشوش کړي او د خلکو هیلې او توجه د شخصي ګټو موقفونو په طرف جذب کړي د جنګ غوښتونکو اصرار او ټینګار د سولې په سبوتاژ او پر وړاندې د خنډونو او موانع رامنځ ته کول دي.

متاسفانه  اوس داسې ادارې او ارګانونه هم بیرته فعال شوي چې د تیر په څیر غواړي د ترور ظلم او وحشت پيل شوې پروژه یو ځال بیا پراخ او عملي کړي، د دوی کوشش او هدف دا دی چې په هیواد کې جګړې ته یو بل رنګ ورکړي مګر له بده مرغه داسې فکر او احساس نه کوي چې دغه جګړه به یوه ورځ د دوی محلونو او قصرونو ته هم رسیږي.

د هېواد د وروستيو پېښو په اړه مشوش يو، په ټولو ذيدخلو لوريو غږ كوو چې د وضعيت عاجل مهارولو لپاره نوې، مثبته او رغنده تگلاره غوره كړي، له داسي مرموزو ترورونو اقداماتو او اظهاراتو ډډه وكړي چي شخړي او نښتي زېږوي او تشنج زياتوي او یا د سولې پر ضد د جنګ شعارونه خپاره کیږي، دا په هغه څه باندې دلالت کوي چې په ولسونو باندې د بهرنه تحميلي جګړه باید دوام ومومي، ښه به دا وي چې نور په خپل ولس باندې رحم وکړي، او هيله مو دا ده چې زموږ په جنگ ځپلي هېواد كې نور د وينو تويېدو لړۍ د تل لپاره پاى ته ورسېږي، او داسي ډاډمن او تلپاتى امنيت راشي چې د هر افغان سر، مال او عزت له هر راز تېري او تجاوز خوندي وي.!

و من یتوکل علی الله فهو حسبه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟