No-IMG

هند: يوه سړي د خپلې ميندوارې مېرمن خېټه څيرلې، چې د ماشوم د مړينې لامل ګرځېدلی

د بي بي سي تلويزيون د راپور له مخې هندي مېړه د خپلې میندوارې مېرمنې خېټه وڅیرله' او جنین مړ شو،  هندي پولیسو ویلي، یوه سړي د خپلې میندوارې مېرمنې خېټه څیرلې ده چې په ګیډه کې یې د ماشوم د مړینې لامل ګرځېدلی.

د ښځې کورنۍ ویلي "مېړه یې برید پرې کړی، ځکه چې غوښتل یې د ماشوم جنس معلوم کړي". دوی دا هم ویلي چې دغه جوړه پنځه لوڼه لري او مېړه پر خپله مېرمن فشار راوړی و چې هلک وزیږوي.

مېړه چې پولیسو نیولی، ویلي نه یې غوښتل په لوی لاس خپلې ښځې ته زیان واړوي چې په وینا یې دا مازې یوه "پېښه" وه.

دا پېښه د اوترپردش په بادون ولسوالۍ کې شوې ده، چې د هند په شمال کې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ګڼل کېږي.

د پولیسو یوه افسر بي بي سي ته ویلي، ښځه د ډیلي په یوه روغتون کې ده او روغتیايي وضعیت یې ښه دی، خو مېړه یې نیول شوی دی.

د ښځې ورور ځايي رسنیو ته ویلي، مېړه او ښځې تر ډېره د هلک زیږولو په اړه بحث کاوه چې ځینې وخت به پر تاوتریخوالي واوښت.

دی وايي، ډاکټرانو پرېکړه کړې چې خور یې روغتون ته ولېږدول شي، ځکه چې وضعیت یې ډېر خطرناک دی.

مېړه دا نه مني چې ګنې پر ښځه یې د لور وار په دې نیت کړی و چې زیان ور ورسوي.

دی زیاتوي: "زه پنځه لوڼه لرم او یو زوی مې مړ شوی. پوهېږم چې ماشومان د خدای ورکړه ده او اوس هغه څه شوي چې باید شوي وای."

پولیسو د پېښې په اړه لا نورې څېړنې پیل کړې دي.

د ویلو ده چې په هند کې دې ته ورته نورې پې‍ښې هم شوې چې د هلک زیږولو لېوالتیا پخاطر له ښځو سره تاوتریخوالی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق اړوند د تېرې جون میاشتې د رپوټ له مخې، په تېرو ۵۰ کلونو کې هند کې ۴۶ میلیون نجونې ورکې شوې دي.

په هند کې د زیږون پرمهال میندو ته په لوی لاس د پاملرنې نه درلودو له کبله هر کال ۴۶ زره ښځې مري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟