No-IMG

محمود مرسي د بي بي سي خبريال چې پر مصر د بريتانيا د اشغال له کبله په هماغه ورځ استعفا وکړ

يواځې غيرتيان یې په لوستلو وياړي.

دا سړی محمود مرسي نوميږي د بريتانيا يا انګلستان د مشهورې راډيو بي بي سي وياند ؤ او هلته یې کار کوه کله چې په ۱۹۵۶ کې په مصر حمله وشوه په هماغه شپه یې د خبرونو په سر ټکو کې داسې وويل.

په بي بي سي کې دا زما آخرین پروګرام دی چې تاسو ترې زما غږ اورئ، زه هيڅ وخت په هغه هيواد کې او د داسې هيواد په يوه اداره کې کار نشم کولی چې هغه زما په هيواد تيری کړی وي او زما هيوادوال او زما خاوره په بمونو او ګوليو غلبيلوي، زه خپل هيواد ته ستنيږيم او ډېر زر به د خپل هيواد د خلکو او خاورې نه د خپل سر په بدل کې دفاع وکړم.

زه دا اوس په هوا خپله استعفا د بي بي سي راډيو له لارې د بي بي سي مشر ته وړاندې کوم.

رښتيا هم بعضې وجدانونونه او ضميرونه هيڅ نه خرڅيږي حيف د هغو مړ تتو او ټيټ سترګو چې د څو ډالرو او پونډو په بدل کې یې خپله مور وطن خرڅ کړ او لا یې خرڅوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟