No-IMG

سوله د (حق) او (عدالت) له تأمين پرته نشي راتلى

څوك چې سوله غواړي بايد حق او عدالت ته غاړه كېږدي، تېرو تجربو وښوده چې بې عدالتي، د نورو پر حقوقو تېرى او د يوې وړې ټولگۍ له لوري د اقتدار انحصار په جگړي منتج كېږي. دوی هغه څوک دي چې هر وخت د سولې او د افغان ولس پر ضد له اشغال سره یو ځای شوي دي، بیا همدغه ملي خاینان د ولسونو په لاس له تور برخلیك سره مخامخ کیږي. که انسانان د ځان لپاره د الله رالېږل شوی قانون خوښ او په خپل ځان باندې لازم ومني، احکام یې عملي کړي، نو په ژوند کې به داسې خوښي سکون او اطمینان محسوس کړي، لکه یو کوچنی ماشوم چې د مور غیږ ته په رسیدو د سکون او آرام څخه برخمن شي.

همدا شان د اسلامي نظام په حاکمیت کې د تمام انسانیت عزت ښکلا او خوښي پرته ده.

خو له بده مرغه همدا اکثریت انسانان بیا د انسانانو د ناقص فکر، کمزوری قانون او دائره مني او تر واک لاندې یې د غلامۍ او مظلومیت ژوند تېروي، خو د فطرت برابر دين او الهي قانون ته غاړه نه ږدي، دا نو په لوی لاس بغاوت او سرکشي ده، د فطرت او فطري قانون، سکون او آرام څخه تېښته او د بشري ناخوالو، بد امنیو او شخړو خوا ته ورتګ د ګڼو بدمرغیو لامل کېږي او نتیجه ېې همدا ده چې مونږ له ذلالت او بدبختیو نامنیو بې عدالتیو سره لاس او ګریوان یوو،

د بشریت او نړۍ د نجات او سکون لپاره د شرعي اسلامي نظام څخه پرته بل هیڅ د کامیابۍ راز او لاره نشته.

حسبنا الله ونعم الوکیل

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟