No-IMG

خيالي القاب او مونږ

د علم په ډګر کې د افراطي القابو کارول ناسم کار دی، دا کار د رسول الله صلی الله عليه په زمانه کې نه دی شوی، حال دا چې هغه وخت ډېر ستر ستر صحابه کرام رضوان الله عليهم موجود و، د راشده خلافت په جريان کې هم د دې کار خاص تاثير نه ليدل کېږي، بلکې د علميت په نسبت د کړنو پر اساس ایښودول شوي القاب په دوی کې ډېر مطرح و.

تر ټولو مهم دا چې قرآن کريم خپله د ګڼو انبياء کرامو عليهم السلام يادونه کړې، مګر هغوی يې د علميت په نسبت په نيکو کړنو ډېر موصوف کړي دي، صديق، شکور، حنان، عبد، صابر، اواب، صالح او داسې نور اوصاف يې په مثال کې لوستلی شو.

خو وروسته وروسته دا القاب په بل ډول مطرح شول، هرې طبقې په خپل داخل کې د القابو په کارولو کې نوي نوي اختراعات وکړل، د حديث، فقه، تصوف، کلام او نورو برخو تر څنګ هرې مذهبي فرقې ځانګړي ځانګړي القاب خپلو مشرانو ته وکارول.

يو وخت په القابو کې دين ته د يو صفت انتساب سټايل ګرځېدلی و، لکه شمس الدين، شهاب الدين، سراج الدين، برهان الدين، عز الدين، بهاء الدين وغيره...

بيا يو وخت راغی چې د دين ځای الدولة ونيوه، نو القاب بيا څه داسې شول، شمس الدولة، تاج الدولة، سعد الدولة، ولي الدولة او وغيره...

بيا يو وخت د شيخ لفظ مشهور شو، لکه شيخ الشيوخ، شيخ المشايخ او وغيره او ورپسې داسې دور راغی چې د اسلام کلمې ته د اوصافو نسبتونه معمول وګرځېدل، لکه حجة الإسلام، شيخ الإسلام، برهان الإسلام وغيره...

د شيخ الإسلام لقب خو په ځانګړي بڼه دفخر، عزت او احترام سمبول وګرځول شو او د مسلمانانو مختلفو ډلو خپلو خپلو مذهبي مشرانو ته شيخ الإسلام نه بل لفظ کارول د هغوی په حق کې يو ډول ګستاخي ګڼله، په دې اړه چې څوک تاريخي مطالعه لري، کافي مثالونه به يې پيدا کړي.

له دې علاوه ځينې نور افراطي القابونه هم په کتابونو کې ذکر شوي دي لکه شمس العارفين، بحر العلوم، أعلمُ أهل الأرض، قطب الأقطاب، عَلمُ الهُدیٰ، إمامُ الأعظم او داسې نور...

البته په دې برخه کې شيعه ګان بيا بيله دنيا لري، هغوی هم د القابو په ورکولو کې پوره سخاوت نه کار اخيستی دی او په دې برخه کې تر سنيانو ډېر مخکې دي، د دوی القابو هم د وخت په تېريدو سره نوي رنګونه اخيستي دي، د دوی د افراطي، تشريفاتي او خيالي القابو يو څو بېلګې په دې ډول دي:

رئيس العلماء، مجتهد الزمان، أفضل علماء عصره، خاتم المجتهدين، فريد عصره، وحيد قرنه، علامة العلماء، دليل الإسلام، معتمد الإسلام، ثقة الإسلام، حجّة الإسلام والمسلمين، شمس الواعظين، إمام الملّة والدين او داسې نور...

خو يو وخت راغی چې خبره يې بيا ډېره غټه شوه، د القابو نسبتونه او اضافت يې مستقيما الله تعالی ته ورسول، نو د آية الله في الورىٰ، آية الله في الأنام، حجّة الله، آية الله الأعظم، آية الله المعظّم، آية الله العظمىٰ، آية الله الكبرىٰ او وغيره...

دا سلسله تر اوسه هم روانه ده، په هره هغه سيمه کې د رسم او رواج په اعتبار چې مسلمانان اوسېږي، هغوی په خپل ځانګړي شکل نوي نوي القاب خپلو استاذانو او علماوو ته کاروي، بلکې اوس په دې برخه کې افراط تر پخوا څو برابره زيات شوی دی، پخوا به يو مشخص افراطي لقب د يو شخص لپاره کافي او شافي ګڼل کېده، خو اوسمهال د دغو القابو پوره يوه جمله که ونه کارول شي، ډېر خلک فکر کوي چې د دوی د علماوو او مشرانو حق ادا نه شو، مثلاً د مناظر اسلام، حضرت علَّامه، کنز العلماء، شيخ الفنون، شيخ القران والحديث او وغيره د يو فرد لپاره کارول کېږي.

همدا ډول د مفکر اسلام، مناظر اسلام، مجدد اسلام، استاذ العلماء، شير اهل سنت، پير طريقت، کاشف الاسرار او داسې نور اوصاف او القاب د يو فرد له نامه سره اخيستل کېږي.

او په ځينو ځايونو کې خو بيا يوازې قافيه بندي مهمه وي، په معنی يې څوک پوه شو او که نه، لکه دحبيب يزدان، بلبل قرآن، عالم رباني، خطيب لاثاني، مرشد العارفين، سلطان العاشقين، بقية السَلَف، قدوة الخَلَف او وغيره القاب داسې کارول کېږي لکه شاعر چې په خپل شعر کې د کلکو او مسلسلو همقافيه الفاظو په کارولو سره نورو ته د خپل فصاحت وړتيا ښيي.

مطلب دا چې زمونږ علمي او تخنيکي پرمختګ ته دا شيان هم په شکل د اشکالو سره خنډونه دي چې زمونږ د ډېرو بااستعدادو ځوانانو، مشرانو او ليکوالانو فکرونه يې بې ځايه مصروف ساتلي دي.

څومره به ښه وای چې مونږ د دغو خيالي او وهمي اوصافو او القابو پر ځای د واقعیتونو، مشهوداتو او محسوساتو پر بنسټ يو بل پېژندلای او خطاب مو ورته کولای.

هدانا اللّٰهُ جميعاً 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟