No-IMG

د ښه افغان ځینې ځانګړتیاوې!

زه غواړم چې د اصل مطلب څخه مخکې یوه خبره ذکر کړم:

یوه ورځ په پوهنتون کې زما څخه یوې ښځینه استادې د افغانستان د حالاتو په هکله پوښتنه وکړه. ما هم هغې ته د افغانستان په هکله حقیقت بیان کړ. هغې په پای کې خپله کیسه داسې راته پیل کړه:

هغې وویل چې هغه ډېره پخواه د ځوانۍ په وخت کې له خپل مېړه سره افغانستان ته د سیاحت د پاره تللې وه. یوه شپه په دوی دواړو، د میوند یا د بکوا په دښته کې ناوخته شوی و، او وروسته دواړو فیصله کړې وه چې شپه به هغلته تېره کړي، او د سهار په رڼا کې به بیا خپل ځای ته ولاړ شي. له دوی سره د مېلې ضروری شیان هم وو. دوی د قطیو د غذا د خوړلو د پاره چراغ لګولی و، چې ګوري د شپې په تیاره کې دوه تکړه په آسونو سپاره افغانان د دوی د ځای سره پیدا شول. دغې استادې ماته وویل چې زه په هغه وخت کې یوه ځوانه نجلۍ وم، او هغې ماته وویل چې ته پخپله فکر وکړه چې د ما په شان ځوانې اروپاىٔۍ نجلۍ په زړه کې به په هغه وخت کې څه تېر شوي وي!؟ هغې ماته وویل چې هغه دواړه افغانان تر سهاره زموږه سره پاته شول، په ژبه هم نه سره پوهېدلو، یوازې د لاسونو په اشاره به مو خبرې سره کولې، او دوی ډېر خوش طبعه ښکلی ځوانان وو.

کله چې سهار شو، مونږه یې تر بازاره په ډېر قدر او عزت سره بدرګه کړو، او بیایې له مونږه سره خدای په اماني وکړه، او رخصت شول.

دغې استادې ماته وویل چې دوی هرڅه کولای شول، مګر دوی په ریښتیا سره چه ډېر غیرتي او باناموسه افغانان وو، او هغې وویل چې هېڅکله به دوی دواړه د هغې افغانانو ښېګڼه هېره نکړي، او دوی دواړه چې کله د افغانستان اوسني حالت ته ګوري، ډېر پرې خفه کیږي. هېره د نه وي چې دغه ښځینه استادې، دا هم راته وویل، چې دواړو افغانانو ډېرې ښکلې سترګې لرلې. البته، افغانان به په ریښتیا سره ځانګړې سترګې لري!؟

دغه کیسه یوه ریښتنۍ کیسه ده، او هغه استاده اوس هم ژوندۍ او تقاعد شوې ده.

ما ددې له کبله دغه کیسه دلته ذکر کړه، چې په ریښتیا سره ښو افغانانو د افغانستان د پاره څومره تکلیفونه ګاللي دي، او څومره افتخارات یې لاسته راوړي دي. افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، او ددغه شریک کور د ودانولو پاره باید ټول افغانان قرباني ورکړي، او هغه په ګډه د هر ډول غلامۍ څخه پاک او آزاد وساتي.

اوس اصل مطلب ته راځم، او غواړم چې دغه لاندې ټکي د یوه ښه افغان په هکله، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم:

۱ښه افغان باید ډېر تکړه مسلمان وي، له خپل دین سره په خپله خوښه د زړه له کومي ښه مینه او شوق ولري، هغو اسلام په حقیقي بڼه پېژندلای، او قبول کړی وي، او هغه ژوند ته، چې په اسلام برابر نه وي، ژوند نه وایي.

۲- ښه افغان د قول او عهد په ورکولو کې د اسلام په رڼا کې لومړی ښه غور او فکر کوي، په خبره خپل ځان ښه پوه کوي، د خپل قول د عملي کولو په اړه ښه فکر کوي، او بیا خپل افغاني قول او عهد له یوه چا سره سرته رسوي. ښه افغان بیا په خپل قول او عهد د ژوند تر آخره ډېر کلک ولاړ وي.

۳- ښه افغان ډېر باناموسه وي، او هېڅکله د بل چا ناموس ته په بده سترګه نه ګوري. د بل چا ناموس د خپل ناموس څخه کم نه ګڼي. د ښه افغان، ددغه صفت مثالونه په تاریخ کې هم ډېر موجود دي، او د ښه افغان دغه ښه صفت په ټوله نړۍ کې هم، یو منل شوی حقیقت دی.

۴- ښه افغان د زړه له خلاصه د خپل مېلمه قدر کوي، په خلاصه ټنده د هغه هرکلۍ کوي، او هر څه چې په کور کې لري، هغه خپل مېلمه ته وړاندې کوي. د یادولو وړ ده چې افغانان په مېلمه توب کې نړیوال شهرت لري.

۵- ښه افغان ډېر امانت کار وي، او په امانت کې هېڅکله خیانت نکوي. له خپلو ملګرو سره خو بیا په هېڅ صورت کې خیانت نکوي.

۶- ښه افغان ډېر صادق وي، له هېچا سره دوکه او چال نکوي، او په هېڅ وخت کې له چا سره د دروغو قدم نه وهي. په دنیوي معاملاتو کې تر آخره ډېر صادق پاته کېږي.

۷- ښه افغان په هر وخت کې حقیقت وایي، هېڅکله دروغ نه وایي، او په دروغو ویلو ډېر شرمېږي. د زړه او د خولې خبره یې یوه وي، په منافقت نه پوهېږي، او له منافقت څخه ډېره سخته کرکه کوي.

۸- ښه افغان په خپله آزادۍ ډېر مین وي، له خپلې آزادۍ څخه د مال او ځان په قېمت دفاع کوي. هېڅکله، د الله(ج) څخه پرته، د بل چا بندګي نه مني.

۹- ښه افغان د ډېر لوړ عالي همت چښتن وي، بې همتي هېڅ خوند نه ورکوي، د بې همته خلکو له ملګرۍ او دوستۍ څخه کرکه او نفرت کوي.

۱۰- ښه افغان په هر وخت کې د مظلوم طرفداري کوي، هېڅکله هم د ظالم مرسته نکوي. ښه افغان نه په بل چا ظلم کوي، او نه بل چاته اجازه ورکوي چې په ده باندې ظلم وکړي.۱۱- ښه افغان د حقیقي دیني ‌علماوو سره د زړه له کومي مینه لري، د هغوی ډېر قدر کوي، او د هغوی سره  په ډېر اخلاص مرسته کوي، او د هغوی د پاره هر ډول آسانتیاوې برابروي.

۱۲- ښه افغان له خپل وطن سره ډېره مینه لري، د هغه د ساتلو او آبادولو په حصه کې شپه او ورځ د اسلام په رڼا کې کار کوي. هېڅکله دغسې کار نکوي چه د هغې پواسطه دده د وطن نوم بد شي. ښه افغان په هرځای کې کوښښ کوي، چې خپل وطن ته ښه نوم وګټي.

۱۳- ښه افغان هر وخت د اسلام په رڼا کې د افغانانو د حقیقی اتحاد د پاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي. داسې خبره او عمل سر ته نه رسوي چې د هغه پواسطه د افغانانو اتحاد او یووالي ته ضرر ورسېږي.

۱۴- ښه افغان د خپلې کورنۍ غړي باعفته ژوند ته تشویق کوي. با عفته ژوند ډېر خوند ورکوي.

۱۵- ښه افغان د ملاقات په وخت کې تر ټولو لومړی سلام اچوي، او بیا وروسته د مقابل طرف لاسونه ښه په اخلاص او مینه سره کلک کاږي.

۱۶- ښه افغان په محفلو کې د نرو او ښځو یو ځای کېناستل هېڅکله نه خوښوي. ښه افغان په ودونو کې هم له ډېر احتیاط څخه کار اخلي.

۱۷- ښه افغان نامحرمې ښځې ته خپل لاس د ستړي مه شي په وخت کې نه ور وړاندې کوي.

۱۸- ښه افغان هېڅ وخت هم یو څوک له څټه په چاقو نه وهي. که له چا سره کومه معامله او لانجه ولري، هغه مخامخ ورسره فیصله کوي، او بیا په هغه پسې د هغه په غیاب کې بد او رد نه وایي.

۱۹- ښه افغان هروخت ملي ګټې تر خپلو شخصي ګټو پورته ګڼي. هېڅکله  ملي ګټې د خپلو شخصي، حزبی، سمتي، قومي، او سیاسي ګټو څخه، نه قربانوي.

۲۰- ښه افغان هېڅکله په پاک لمنو ښځو تور نه لګوي. له تهمت او له بهتان څخه ځان پاک ساتي.

۲۱- ښه افغان هېڅکله بل چاته سپکاوی نکوي. خپل ځان له بل چا څخه پورته نه ګڼي. یوه ذره کبر په ځان کې نلري. د خدمت په وخت کې په اول قطار، او د امتیازاتو په وخت کې په آخر قطار کې غلی شانته ولاړ وي، چه اکثره وخته د بې انصافه خلکو له یاده باالکل وتلی هم وي.

۲۲- ښه افغان په خپلو خبرو کې هېچاته کنایه نه وایي، او نه څوک په غوږ وهي. ښه افغان غواړي چې خپل پیغام په اصلي بڼه مقابل طرف ته په نیغ ډول وړاندې کړي، او له کنایه ویونکي څخه زیات نفرت کوي.

 

د پام وړ ټکي:

د افغانانو، باناموسي، تعهد، او مېلمستیا، په ټوله نړۍ کې یو منل شوی حقیقت و. متأسفانه، اوس نړیوال هم، د افغانانو دغو ځانګړتیاوو ته د شک په سترګه ګوري.

افغانستان، د ځینو افغانانو له لاسه، دربدر، او خاورې په سر شو.

د یادونې وړ ده، چې کله په نړۍ کې د یوه ملک نوم بد شو، نو هغه به بیا د یوه نسل وخت ته ضرورت ولري، چې یو څوک بیا د هغه ملک په خلکو اعتبار وکولای شي.

نن سبا، متأسفانه، هغه پتمن افغانستان ، په نړۍ کې په زیاتره بدو کارونو کې، لومړی مقام لري، او دا دې عزتمنو افغانانو دپاره، باید هېڅ د منلو وړ نه وي.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ او درناوۍ خپل دواړه لاسونه پورته کوم، او په افغانستان او په ټوله نړۍ کې د هغې شانته سولې هیله کوم، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي.

همدارنګه، د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه د افغانانو تر منځ حقیقي اسلامي اتحاد غواړم. آمین یارب العالمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟