No-IMG

د بشري تاريخ تر ټولو خندونکی جگړه

په بشري  تاريخ کې يو تر ټولو  خندونکی جنګ چې  شاوخوا دېرش زره سرتېرو پکې ګډون کړی و او له سلو څخه د زياتو کسانو په مړينه پای ته ورسېده ، هغه په ۱۹۲۵ زېږدي کال کې د يونان او بلغاريا تر منځ جنګ و.  ددې جګړې عامل  د يوه يوناني سرتېري سپی و، چې د سرتېري له لاسه یې پړی شکولی او د يونان او بلغاريا تر منځ  پر پوله بلغاريا ته ور اوښتی و، سرتېري پسې منډې کړې  او له پولې  پسې ور اوښتی ، له هغې خوا پرې د بلغاريا  پوله ساتو سرتېرو ډزې کړې او عسکر يې وژلی . سمدستي  يوناني پوځ په بلغاريا حمله وکړه او د هغو سرحدي ښار یې ترې ونيو ، او د الوتکو په وسيله د  پيترېچ ښار بمبارولو ته ځان جوړاوه چې ملګرو ملتونو  سازمان چې  په هغه وخت کې (ليګ اف نېشنز ) نومېده مداخله وکړه د ښکېلو هېوادونو تر منځ یې اوربند وکړ او خبرو ته زمينه برابره شوه. په پای کې یې د يونان دولت ملامت او درنه جرمانه یې ترې بلغاریا ته واخيسته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟