No-IMG

د اسلامي نړۍ ستر عالم، لوی محدث او فقيه حنفي عالم علامه دوکتور نور الدين عتر د اجل داعي ته لبيک وويل

محمد سليم

 

إنا لله و إنا إليه راجعون

لوی محدث او فقيه حنفي عالم أستاذ علامه د.نور الدين عتر رحمه الله نن چارشنبې ۲۳ / ۹/ ۲۰۲۰ م نيټه د ۸۳ کالو په عمر وفات شو.

د اسلامي نړۍ ستر عالم او مصنف علامه نور الدین عتر وفات شو، رحمه الله تعالی. نوموړي تر (50) زیات خورا ګټور کتابونه لیکلي ، نن د سوریې  حلب ښار کې وفات شو.

شيخ رحمه الله د نبوي احاديثو روايةً او درايةً د تدريس، څېړنې او تاليف په ډګرونو کې ستر خدمت کړی دی چې امت ته يې لويه علمي ذخیره په ميراث پرېښوده.

سږ کال ډېر ستر ستر علماء وفات شول چې اسلامي نړۍ يې له علمي خدماتو پوروړې ده.

د مرحوم لنډ سوانح:

نوموړی د سوريې په حلب کې په ۱۹۳۷ م کال کې پيدا شوی.

په ۱۹۵۸ م کال کې يې د جامعة الأزهر څخه د ليسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۹۶۴ کال کې د تفسير او حديث څانګه کې  دکتورا د ممتاز په درجه واخيسته.

بيا د سوريې جامعه کې د څه مودې لپاره يې تدريس وکړ چې بيا ۱۹۶۵ م کال کې د مدينې منورې په الجامعة الإسلامية کې د مدرس په توګه وټاکل شو.

په ګڼو نورو پوهنتونونو کې يې هم مدرس پاتې شوی، د لسګونو ماسترۍ او دکتورا د رسالو مشرف پاتې شوی.

مؤلفات يې تر ۵۰ اوړي چې تر ټولو جالب کتاب يې( مهنج النقد في علوم الحديث) ښودل شوی چې په مصطلح الحديث کې د يوې نوې تاريخي مرحلې په توګه يې تبارز کړی.

الله دې ترې دا خدمات قبول کړي او په خپل رحمت کې دې سره د ټولو علماوو ډوب کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟