No-IMG

د شاګردانو په هکله ځینې معلومات!

په انګلستان کې د پوهنتون د شاملېدو دپاره، د افغانستان په څېر د کانکور ازموینه نشته. شاګردان، د کالج د نمرو په آساس پوهنتونو ته انتخابیږي. په انګلستان کې کالج دوه کاله ویل کیږي، او پدغه دوه کالونو کې شاګردان، د خپلې خوښې د مسلک په ارتباط مضامین انتخابوي. البته، د هر مسلک دپاره ځانګړي مضامین، او خاصې نمرې پکار دي.

د کالج د دویم کال په شروع کې، شاګردان، د خپلې خوښې او استعداد په نظر کې نیولو سره، مختلفو پوهنتونو ته خپله درخواستي، د خاصې ادارې له لارې چې (UCAS) نومیږي، ورلیږي. شاګردان باید د درخواستۍ فورمې ډکې کړي، او د خپل مسلک د انتخاب دلیل په ښه توګه واضح، او د هغې په هکله شواهد هم وړاندې کړي.

ددغه فورمو یوه مهمه برخه د شاګرد د استادانو پواسطه ډکیږي، چې په هغه کې د شاګرد د آینده نمرو په هکله، استادان خپل نظر لیکي.

د یادولو وړ ده، چې د شاګردانو د درخواستۍ فورمې، د یوه خاص استاد پذریعه کتل کیږي، او دغه د درخواستۍ فورمې تر هغو پورې، هغې خاصې ادارې ته نه لیږل کېږي، چې ترڅو، هغه د همدغه خاص استاد پواسطه نه وي امضاء شوې. وروسته دغه خاصه اداره (UCAS)، د شاګرد د درخواستۍ فورمې، هغو پوهنتونو ته، چې شاګرد انتخاب کړي، ورلیږي.

کله چې د کالج د شاګرد، د درخواستۍ فورمې د پوهنتون مربوطه شعبې ته ورسیږي، نو هغه بیا په ډېر غور سره کتل کیږي. پوهنتون دغه درخواستي، یا ردوي، او یا په ځینو شرطونو سره قبولي ورکوي. شرطونه، د همدغه تعین شوو نمرو پوره کول وي، او په ځینو وختونو کې، له شاګرد څخه، یو امتحان هم اخلي، او هم غواړي، چې له شاګرد سره مصاحبه وکړي. البته، د هر مسلک د قبلېدو لپاره، جدا جدا شرایط، په نظر کې نیول کیږي.

هېره د نه وي، چې په انګلستان کې د کالج د شاګردانو ازموینه، د ازموینې د بورډ، پواسطه اخستل کیږي. هر کالج، د ازموینې د یوه بورډ سره ارتباط لري. دغه د ازموینې بورډونه، د پخوانیو ازموینو سوالونه، او د هغو د حل کلۍ، د شاګردانو د تمرین لپاره وړاندې کوي. دغه د ازموینې بورډ، د یوه مضمون ازموینه، په یوه وخت کې په ټولو کالجونو کې تر سره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د کالج د شاګردانو سوالونه، د دوی د استادانو پواسطه نه جوړیږي. سوالونه، د همغه مربوطه بورډ له خواه جوړیږي، او کېدای شي، چې د کالج کوم یو استاد هم د دغې بورډ غړی وي. د ازموینې د پارچو کتل او نمرې ورکول هم د دغه بورډ کار دی.

هېره د نه وي، چې د پوهنتون د ازموینې سوالونه، پخپله د پوهنتون استادان جوړوي، او همدوی بیا نمرې هم ورکوي.

کله چې د کالجونو نمرې اعلان شي، نو بیا مربوطه پوهنتون، د شاګردانو د نمرو په آساس، شاګردانو ته یا داخله ورکوي، او یا هغه د شرایطو، د نه پوره کولو په خاطر، ردوي.

زیاتره وخت، د کالج د نمرو نتیجه د آګست په ۱۵، د پنجشنبې په ورځ اعلانیږي. دغه ورځ، د شاګردانو په ژوند کې، یوه ډېره مهمه ورځ ده. پدغه ورځ، ځینې شاګردان، له ډېرې خوښحالۍ څخه پورته پورته غورځي، او ځینې بیا ډېر غلي او خفه ښکاري.

د انګلستان په پوهنتونو کې نوي شاګردان، د نورو شاګردانو څخه یوه اونۍ مخکې خپل درسي کال پیل کوي. پدغه یوه هفته کې دوی ته د پوهنتون د ټولو مقرراتو په هکله لازمې لارښوونې او معلومات ورکول کیږي. دوی ته د کتابتون، لیلیې، بانکي حساب، او د ډاکتر سره د ثبت نام په هکله بشپړ معلومات ورکول کیږي. پدغه لومړنۍ هفته کې د هرمضمون استاد، خپل ځان او خپل مضمون، نویو شاګردانو ته معرفي کوي، او هم د شاګردانو لپاره، یو استاد تعین کیږي، چې د مشکلاتو په وخت کې، له هغه سره لازمه مرسته وکړي.

هېره د نه وي، چې ځینې شاګردان، پخپلو کورونو پسې ډېر خفه وي، او له دغه شاګردانو سره، مسلکي روزل شوي کسان، ډیر کمک کوي.

زه ډېر کاله مخکې د خپل زوی سره د هغو نوي پوهنتون ته ولاړم. دلته پوهنتونونه، په ریښتیا سره خپلو نویو شاګردانو ته ډېره پاملرنه کوي. کله چې د پوهنتون رىٔیس، هغوی ته ښه راغلاست وویل، نو بیا د طب د پوهنځۍ رىٔیس، شاګردانو ته ډېرې ګټورې خبرې وکړې، او هغوی یې خپلو مسىٔولیتونو ته متوجې کړل. دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، نویو شاګردانو ته، د ښه درس ویلو یادونه وکړه، چې شاګردان باید په خپلو درسونو کې ښه زحمت وګالي، او هغو یوه ډېره په زړه پورې کیسه هم وکړه.

هغې وویل: چې یوه ورځ، د همدغې پوهنتون، د طب د پوهنځۍ په پخواني رىٔیس، د زړه حمله راغلې وه، او هغه یې، روغتون ته وړی و. دغه رىٔیس چې کله په هوش کې راغلی و، او خپلې سترګې یې خلاصې کړې وې، نو ویني، چې دده یو ټنبل شاګرد، د ده، د تداوۍ دپاره ولاړ دئ. کله چې دغه رىٔیس، دغه خپل ټنبل شاګرد ویني، نو بیا د زړه ډېره سخته حمله پرې راځي، او هغه مړ کیږي. نو دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، دغو نویو شاګردانو ته وویل، چې ښه درس ووایئ، چې په مونږه استادانو هم د ځینو شاګردانو، د لیدلو له کبله، د زړه دویمه حمله رانشي!

زه د انګلستان په مکتب او کالج کې د درس ورکولو کومه تجربه نلرم، لیکن، د پوهنتون استادان، د کالجو له استادانو سره په مختلفو وختونو کې تماس لري.

هغه څه چې ما د مکتب او کالج له استادانو اورېدلي، هغه دادي، چې د مکتب او کالج شاګردان یو څه اندازه شوخ وي.

په پوهنتونو کې بیا دغه مشکل نشته، ځکه چې شاګردان خپل مسٔولیت ته یو څه متوجې شوي وي. په اوسني وخت کې د شاګردانو فیس ډېر لوړ شوی دی، او شاګردان غواړي، چې د خپل فیس په مقابل کې یو څه شی لاسته راوړي. نن سبا د پوهنتون او شاګردانو معامله، د دکاندار او مشتریانو مثال لري.

زه فکر کوم چې، د پوهنتون استادي، د مکتب او یا کالج د استادۍ څخه په یوه شرط سره ډېره آسانه ده، او هغه دا چې استاد په خپل درس کې ښه تکړه او وارد وي. که چېرې استاد، په درس او اخلاقو کې ماته ونه خوري، نو هغه ته شاګردان بیا کوم آزار نشي ورکولای. که چېرې، یو استاد، په درس او اخلاقو کې مات شو، نو بیا هغه هېڅوک هم نشي ټینګولاى.

ما به د درس په لومړۍ ورځ، خپلو شاګردانو ته په څرګنده توګه ویل، چې دوی باید په سوال کولو ونه شرمیږي، او دوی باید هر وخت خپل سوالونه وکړي. که چېرې د سوال ځواب راسره و، نو ډېر ښه، او که ځواب یې راسره نه و، نو بیا به ځواب په بل درسي ساعت کې ورته ووایم، او د ټوکې په توګه به مې ورته ویل، چې که چېرې الله مکړه، په ما د زړه حمله راغله، نو هغه به د ستاسې د سوالونو په خاطر نه وي!

همدارنګه، د نړۍ د ټولو شاګردانو زیاتره عادتونه سره ورته والی لري، که هغه د افغانستان شاګردان وي، او یا هغه د انګلستان، او یا د کوم بل ملک شاګردان وي. یوازې ځینې شیان یې، د ځانګړي ملک له کبله فرق لري، او ګمان کوم چې د شاګردۍ په چوکۍ کې به څه راز پټ وي!؟

دلته د انګلستان په پوهنتونو کې، د یوه استاد دپاره، د ماسترۍ او دکتورا نه علاوه، د تدریس د اصولو یو تصدیق هم پکار دی. ډېر کاله مخکې، مونږه استادانو هم په هفته کې یو وار دغه کورس د یو څو ساعتونو دپاره تعقیب کاوه، او پدغه صنف کې ټول استادان وو. اما، همدغه استادانو به یو له بله سره کله کله، د درس په وخت کې خبرې کولې، او کله نا کله به ناوخته درس ته هم راتلل، او دغه استادانو به هم د شاګردانو په شان کله کله د کورنۍ وظیفې له کبله د شاګردانو په شان بهانې کولې. یعنې شاګرد، شاګرد دی، چې په هرځای کې وي، هغه ډېر فرق نلري.

هېره د نه وي، چې د پوهنتون د استادۍ دپاره یو بل تصدیق ته هم ضرورت دی، چې په هغه کې باید، د استاد تزکیه شوې وي، او کوم منل شوی، جرم یې نه وي کړی.

 

د پام وړ ټکي:

په انګلستان کې یو څو کاله مخکې، د پوهنتون درس مجاني و، او حتٰی، دولت به محصلینو ته د خوراک او کوټې مصرف هم ورکاوه. بیا په تدریجي ډول سره، فیس معرفي شو. اولینۍ فیس ۱۱۰۰ پونډه و، او وروسته ۳۵۰۰ پونډه شو، او اوس په اوسط ډول، ۹۵۰۰ پونډه شوی دی.

البته، د کورني شاګردانو، او خارجي شاګردانو فیس، په اوسني وخت کې، په ځینو کورسونو کې، لږ شانته فرق کوي.

د یادولو وړ ده، چې اوس محصلینو ته، د دولت له خواه قرضه ورکول کیږي، او چې کله فارغ شي، او تنخواه یې تر معینې اندازې زیاته وي، نو‌ دغه قرضه به دولت ته په تدریجي توګه، بېرته ورکوي.

په پای کې د ګران وطن، ګرانو او قدرمنو محصلینو ته ډېر سلامونه وړاندې کوم، او ان شاءالله، زه به د لیکنو پذریعه، خپله تجربه له دوی سره شریکه کړم.

د یادونې وړ ده، چې د هرکار په کولو کې، باید زمونږه یوازینی هدف، د الله(ج) د رضاء لاسته راوړل، او خلکو ته خدمت کول وي، او بس.

زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم چې، الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک