No-IMG

مصر؛ د غرب په خاموشۍ کې د پاڅون تازه څپه!

د مرسي پر ضد به شل نفره راووتل نو د غرب او عرب ټولې رسنۍ به د شيطانت مجراګانې شوې او لويه مشمشه به يې ترې جوړه کړه، دا نن څومه ورځ او شپه ده چې د مصر په لر او بر کې مظاهرې دي، د مصر مستبد او کودتايي سکولار نظام مظاهره چيان په بې دردۍ نيسي او مظاهرې ټکوي.

نن مصريانو او ټولو سياسي جهتونو پرته له نوريانو غوښتل چې د "غضب جمعه" تر نامه لاندې د سيسي د استبداد او د مصر هلاکېدونکي اقتصاد په خاطر سوله ييز لاريون وکړي، خو سيسي ټول پوځيان او پوليس کوڅو ته راښکته کړي او په نوم بنده بېرون نه پرېږدي.

که دا هر څه د مصر لومړني منتخب ولسمشر مرسي کړي واى او يا که په ترکيه کې اردوغان کړي واى نو د امريکا، برېتانيا او اروپا رسنيو او حکومتونو به قيامتونه راښکته کړي واى.

ارزښتي شخړه!

د غرب او مسلمانو ملتونو شخړه ارزښتي ده، ډيموکراسي او انتخابات تر هغه سم دي چې د غرب لاسپوڅي، له خپلو ملتونو پردي، لاوبالي او ايتيسټان په کې واک ته رسېږي، خو که د ټاکنو له لارې د ملت ريښتيني استازي خصوصاً اسلامپالي واک ته رسېږي، هلته بيا ډيموکراسي او ټاکنې مشروعيت او جواز نه لري، د همدې غرب په شنو زګنالونو کې بيا لاسپوڅي جنرالان کودتا کوي او غرب يې هرکلى کوي.

د کودتا لاسپوڅى جنرال بيا تزويري ټاکنې وکړي، مقابل مد نه لري او د يوازيني کانديد په توګه نهه نوي فيصده رايې واخلي، منتخبه حکومتولي او ګټونکى ګوند ټول په زندان کې وي او غرب دې مستبد کودتايي مشر ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي وايي.

دا شخړه به هېڅکله تم نه شي، دا تمدني شخړه ده، يوطرف خپله اسلام دى او بل طرف د غربي علمانيت تر شا کليسا ده. هغه څوک چې د تمدني ټکرونو مطالعه لري هغه پر دې واقعيت ډېر ښه پوهېږي.

مصر او ترکيه د اسلامي ويښتيا او د نظرياتي او علمي ځواک لوى محورونه دي، دا شخړه به روانه وي او د اسلامي قضيې مالکان به دا شخړه په يو تاريخي ټکر کې ګټي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک