No-IMG

د ډاکټر نجیب او ګلابزوی جګړه؛...

نظرمحمد مطمئن

 

یوه یې له روسانو سره د هیواد د تجزیې پلان منلی و، بل یې د هیواد د تجزیې مخه نیوله.

د جولای ۲۲مه، ۲۰۱۹،  د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر سید محمد ګلابزوی د یوې ناستې پر مهال وویل: "زه د کورنیو چارو وزیر وم، ډاکټر نجیب الله احوال را کړ چې د شوروي اتحاد بهرنیو چارو وزیر اډوارډ شوارډناډزي، د کي جي بی رئیس، د دفاع مرستیال وزیر او د شوروي اتحاد مرستیال ولسمشر کابل ته راغلي، له هغوی سره د شوروي اتحاد په سفارت کې ناسته لرو.

ډاکټر نجیب ته مې وویل چې تاسي ولسمشر یاست، ښه ده چې د شوروي اتحاد راغلي لوړ رتبه کسان ارګ ته را شي او همدلته ور سره غونډه وکړو، ډاکټر نجیب وویل چې توپير نه لري که موږ هلته ورشو هم کومه ستونزه نه ده.

موږ د سیاسي بیرو ۱۱ غړي ټول په دارالامان کې د شوروي اتحاد سفارت ته ورغلو، د میز یو لور ته روسان او بل لور ته موږ کیناستو. پېل کې ډاکټر نجیب الله ۴۵ دقیقي خبرې وکړي، د شوروي اتحاد له مرستو او له افغان حکومت سره د هغوی د ملاتړ ستاینه یې وکړه.

ډاکټر نجیب د خپلو خبرو پر مهال وویل:"زموږ د سیاسي بیرو د ټولو غړو توافق دی چې پلازمینه له کابل څخه مزار شریف ته انتقال شي، او هلته خپلې رسمې دولتي چاري مخکې یوسو، موږ دي کار ته چمتو یو."

زه (ګلابزوی) حیران شوم، چې ډاکټر نجیب خو له موږ سره په دي اړه هیڅ مشوره نه ده کړي، او دلته یې وویل چې د سیاسي بیرو ټول غړي موافق دي چې پایتخت له کابل څخه مزار شریف ښار ته انتقال شي، منتظر وم چې کوم ملګری به خبرې وکړي، عموماً په دغه ډول ناستو کې زموږ خلقیانو په استازولي به صالح محمد زیري خبرې کولې، خو هغه د ډاکټر نجیب بل لور ته ناست و، نه مې شوای کولای چې هغه ته د سترګو اشاره وکړم، څو دقیقي همداسي ټول سکوت ناست وو، بیا ما نږدې اته دقیقې خبرې وکړې، ومې ویل:"له کابل څخه مزار شریف ته د پلازمېنې د انتقال په اړه له ما سره مشوره نه ده شوې، زه د کورنیو چارو وزیر او د سیاسي بیرو غړی یم، خو په دي اړه ماته هیچا مخکې له ننۍ غونډې څخه څه نه دي ویلي، موږ نه غواړو چې هیواد مو تجزیه شي، زه تاسي (شورویانو) ته ډاډ درکوم چې کابل ساتلی شم، هوایې ډګر، راډیو ټلویزون او د نورو مهمو دولتي ځایونو ساتنه موږ په ښه ډول سره کولای شو، که بیا هم ځینې کسان ویره لري چې کابل کې امنیتي ستونزې  ډیري او مخ په زیاتېدو دي، هغوی دي مزار شریف ته ولاړ شي، هلته دي خپلې چارې مخکې یوسي، خو مزار شریف ته د پایتخت له انتقال سره موږ مخالف یو، او دا د هیواد د تجزیې پېلامه ګڼو، که تاسي (شورویان) غواړئ چې افغانستان هم د ویټنام په څیر وویشل شي، د افغانستان جغرافیه له هغه ځای سره توپیر لري.

دا هم سمه نه ده چې موږ پلازمینه له کابل څخه مزار شریف ته انتقال کړو، او بیا له هغه ځایه سمنګان، تخار او نوري سیمې تر کنټرول لاندي راولو، موږ باید کابل وساتو."

زما (ګلابزوی) له خبرو وروسته د دفاع وزیر شاه نوازي تڼې نږدې ۳ دقیقي خبرې وکړي، ویې ویل:"زه د کورینو چارو د وزیر ګلابزوی خبرې تایدوم، موږ له کابل څخه ساتنه کوو، او له کابل څخه مزار شریف ته د پلازمېنې له  انتقال سره مخالف یم، په دي اړه له موږ سره نه چا مشوره کړي او نه هم موږ ور سره موافقه کړي ده."

زموږ تر خبرو وروسته ټول مجلس سکوت وکړ، د سیاسي بیرو  هیڅ کوم غړي زموږ د خبرو مخالفت ونه کړ، او نه یې د ډاکټر نجیب الله د خبرو تاید وکړ، څو دقیقې همداسي ناست وو، بیا روسانو وویل چې تفریح به وکړو، له هغه وروسته به مجلس ته ادامه ورکړو، روسان د سالون د دراوزې جنوب لور ته او موږ د سالون دروازې شمال لور ته ووتلو، ډاکټر نجیب ما (ګلابزوی) ته وویل:"ملګری ګلابزوی! مرداره دي کړه."  هغه ته مې وویل چې مرداره خو تا کړه، چې د هیواد تجزیه مني، او ما خو سمه کړه، چې هیواد له تجزیې څخه وژغورل شي، زموږ دواړو ترمنځ، د لنډې لفظې شخړي وروسته خبره فیزیکي شخړي ته ورسېده، له یو بل سره مو ږغ لوړ شو، یو بل ته د لاس اچولو په موخه ور نږدې شوو، چې بیا زه لومړي وزیر سلطان علي کشمند او ډاکټر نجیب صالح محمد زیري ونیوی او موږ یې یو له بل سره جلا کړو.

ډاکټر نجیب الله او روسانو چې دا ډول عکس العمل ولېد، بیا دوېمه جلسه ونه شوه، او موږ ټول له سفارت څخه ووتلو او خپلو دندو ته ولاړو."

ګلابزوی وویل:"زما میرمن هم مړه شوې وه، او درې کوچني زامن مې راته پاتې وو، مګر د میرمنې د مرګ ۴۰ ورځې لا نه وي پوره، او د شوروي اتحاد په سفارت کې تر همدې د هیواد تجزیې اړوند جوړې شوې ناستې ۸ ورځې وروسته زه د کورنیو چارو وزرات څخه لیري او په ماسکو کې سفیر وټاکل شوم.

ما (ګلابزوی) ته د ډاکټر نجیب الله او یا هم بهرنیو چارو وزارت لخوا نه، بلکې د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لخوا وویل شول چې له کورنیو چارو وزارت څخه لیري شوی یم او په ماسکو کې سفیر ټاکل شوی یم.

کله چې ډاکټر نجیب زما مخه ښې ته راغی، هغه ته مې وویل چې دا ګېله کوم، یو خو زما د میرمني د مړینې ۴۰ ورځې لا نه دي پوره شوې، بل داچې  په ماسکو کې د دندې په اړه به تاسي (د بهرنیو چارو) وزارت خبر را کاوو، مګر ماته مو د روسانو په خوله دا خبر راکړ.

ډاکټر نجیب ته مې وویل: کور دي ودان، ماته دي نجات راکړ، زه خو به له کابل څخه ووځم، خو دلته کابل کې به کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړې وي، همدا زموږ بلاک (مکرریان) کې به هم ۶ راکټونه لګیږي، او دلته به ډیره مرګ ژوبله وشي. تصادف همداسي وشول د مجاهدنیو تر منځ جګړو پر مهال زموږ بلاک کې ۶ راکټونه لګېدلي وو. "

 شورویانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې په مزارشریف کې د یو مودل او یا الټرنیټو حکومت په اړه فکر کړی وو، چې د دوی د سیاسي او نظامي نفوذ لاندی مزار شریف کي وي.

په ښکاره یې ویل؛ که کابل او جنوب سقوط کوي، نو معادل حکومت به مزار کې وي، تر څو د کابل او جنوب  بیرته نیولو لپاره  چمتووالی مخکې له مخکې وي.  اصل کې د منځنۍ اسیا د مسلمان هیوادو د پولو ساتل او له مسلمانو او مجاهدینو څخه خوندي کول او د افغانستان د شمال او جنوب د تجزیې په قیمت یې دا کار کاوو.

یادونه: د کورنیو چارو پخوانی وزیر سید محمد ګلابزوی او د دفاع پخوانی وزیر شاه نواز تڼی دواړه ژوندي او په کابل کې ژوند کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟