No-IMG

ځيني داکټر نجيب ځکه ستایي چې ګويا هغه ځیږ پښتون وو

خو دا بيچاره ګان دومره هم نپوهېږی چې نجيب خلقی نه بلکې پرچم وو.

خلقيان د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين په مشرۍ ډیری ځيږ پښتانه وو، مګر پرچم ګوند بيا د کارمل په مشرۍ پښتون ضد فاشسته ډله وه کوم چې نجيب الله بيا د همدې ډلې يو فعاله غړی او روسانو يرغل مهال کارمل حکومت کی د خاد يا استخباراتي ادارې مشر وو.

پرچم ګوند کې پښتانه څپېړ خواره وو او ډیری داسې پښتانه ورتلل چی هغوی اصلا په پښتو باور نه درلود. نجيب يو له همداسې پښتنو وو چې مېرمن یې هم پاړسيوانه او کور کی یې هم پښتو پرځای فارسي خبری کولې او دا حقيقت یې تاسې اوس په لورانو کې ليدلی شئ چې پښتو خبرې یې سمې ندي زده او پاړسي غږېږي.

خلص پښتانه  پرچميان دغسې وو لکه پښتون مجاهد چې جمعيتی وو.

نوټ: زه پدې اړه هیڅ نظر نلرم صرف مې دې ځينو ته مالومات ورکول چې نجيب که ستایئ نو کمونستي ايډيالوژي په پار یې وستایئ. پام چې ډنډه پښتون په نوم یې ونه ستایئ ځکه همدې نجيب ته د روسانو لخوا  ورکړل شوي سکارډ ميزايل چې بايد په پنجاب کارول شوي وای، ټول په خپل پلارني ټاټوبي پکتيا استعمال کړل.

#تاریخ_مطالعه_قضاوت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟