No-IMG

حکمتيار: د جاني او قاتل نجيب د تلين لمانځني په ورځ د لويي جرگې خيمه محاصره او ټولي لاري وتړي

متن خطبه مشر معزز (جمعه 4 ميزان 99)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

أَفَتَطۡمَعُونَ أَن يُؤۡمِنُواْ لَكُمۡ وَقَدۡ كَانَ فَرِيقٞ مِّنۡهُمۡ يَسۡمَعُونَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعۡدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ البقره: ٧٥   صدق الله العظيم

درنو عزيزانو!

كله چي اشغالگران يو هېواد اشغال كړي؛ نو ذليلي وطنپلورونكې څېرې پرې مسلطي كړي، په خپلو تبليغاتو سره هغوى ته كاذب وجاهت وركړي او په دروغجنو القابو سره ئې ونازوي، همداسي لكه چي د اشغال په دغو دوو پړاوونو كي مو وليدل چي له يوه ئې د شرق نابغه او له بل ئې د نړۍ دوهمه درجه متفكر جوړ كړ، دا دئ اوس گورئ چي د امريكا تر اشغال لاندي كابل كي د يوه لوى قاتل او جاني؛ داكتر نجيب؛ تلين لمانځل كېږي، د كمونيست رژيم بقاياوو غوښتل د ميزان په پنځمه د جاني او قاتل نجيب تلين ولمانځي، حزب اسلامي تصميم ونيولو چي په دې اړه قاطع او كلك غبرگون وښيي، د كابل ولايت اهل الرأى راغونډ شول او په دې ارتباط له تفصيلي بحث وروسته ئې خپله پرېكړه صادره كړه، د دې پرېكړي له مخي ئې له نورو هغو لوريو سره چي د دې تلين لمانځل ئې د افغانانو د سپېڅلي جهاد سپكاوى گڼلو او چمتو وي چي غبرگون وښيي؛ له دوى سره د تفاهم او گډ تصميم په موخه ئې د يوې گډي ناستي وړانديز وكړ، په دې ناستي كي ئې ټينگار دا وو چي په مركز او ولاياتو كي جدي عملي عكس العمل وښودل شي، د حزب اسلامي له لوري ليكل شوې اعلاميه ئې نورو ته وړاندي كړه؛ له بحث وروسته په يوې گډي اعلاميې توافق وشو او رسنيو ته د نشر لپاره ولېږل شوه او نشر شوه. موږ په داسي حال كي چي دا گډ تصميم او اعلاميه يو مثبت او د ستايلو وړ اقدام گڼو او تأكيد كوو چي اسلام او ملت ته ژمن لوري بايد د ټولو ملي قضاياوو په اړه تل گډ دريځ غوره كړي، لازم بولو چي د حزب اسلامي د اعلاميې ځيني برخي د هېوادوالو مخي ته كښېږدو؛ په اعلاميې كي راغلي:

د كابل مفسد او پرديپال حكومت پتېيلې چي د كابل په څلور لاري كي د اعدام شوي داكتر نجيب تلين په رسمي توگه، د دولت په مالي لگښت او د لويي جرگې په خيمې كي ولمانځي، موخه ئې دا ده چي د سولي بهير ټكنى او تخريب  كړي؛ مجاهدين او طالبان حساس او له سولي پښېمانه او د جگړي دوام ته ئې وهڅوي، دا ځكه چي د كابل حكومت د جنگ مولود دئ، د پرديو لاسپوڅى دئ او اشغالگرانو پر افغانستان تپلى؛ د بهرنيانو له وتلو او د جنگ له پاى ته رسېدو سره سم فوراً او له ځنډ پرته رانسكورېږي، دوى په مكرره توگه داسي شرارتونه كوي چي د مذاكراتو روانه لړۍ شنډه شي. ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوى، د نومياليو علماوو، خطيبانو، جهادي او سياسي مشرانو او شخصيتونو ترور، د سولي مخالفت، د جگړو تشديد او په ترڅ كي ئې پر كليو او جوماتونو بمونه او راكټونه ورول او بې گناه افغانان وژل، ملحدينو، مفسدينو او وطنپلورو ته اقتدار سپارل او پر مهمو دولتي دندو د هغوى گمارل، د وطنپلورو ستايل او پر افتخاري القابو د هغوى نازول، د رسنيو له لاري او د مبتذلو سريالونو په ترڅ كي د افغان ولس پر ټولو سپېڅلو ارزښتونو پر له پسې بريدونه، د لومړۍ كچي چارواكو كفري اظهارات، زموږ دين، تاريخ او سترو شخصيتونو ته اهانت؛ او له دې ټولو وروسته اوس د يوه ستر قاتل، جانى، وطنپلورونكي تلين لمانځل ښيي چي دې حكومت او سيكولر چارواكو ئې د افغانان مؤمن ولس له ټولو ارزښتونو او تاريخ سره خپل سوړ او تود جنگ لازيات تشديد كړى او وروستي پراو ته ئې رسولى.

د امريكا په لاس د افغانستان اشغال 19 كلن شو؛ په تېرو 19 كلونو كي د دې ستر جاني او قاتل تلين ونه لمانځل شو؛ خو نن چي د سولي مذاكرات پيل شوي؛ امريكا له طالبانو سره د سولي معاهده لاسليك كړې، د خپلو ټولو ځواكونو د بشپړ ايستلو او خپل نظامي حضور پاى ته رسولو ژمنه ئې كړې، د فوځونو شمېر ئې اتو زرو ته راكوز كړ او غواړي تر دوو نورو مياشتو پوري ئې څلورو زرو او بيا شپږ مياشتي وروسته ئې صفر ته ورسوي؛ د كابل جنگ غوښتونكو او شريرو چارواكو ته اوس د نجيب تلين ورپه ياد شوى!! دا ځكه چي دې حكومت ته يوازي د نجيب ملگري او د هغوى په څېر ناافغانان پاته دي، له ټول افغان ولس او شريفو افغانانو تجريد شوى.

پر افغان ولس او مؤمنو شخصيتونو او ټولو مجاهدينو غږ كوو چي پاڅي او د دښمن سپكو او ذليلو بړېڅو ته وښيي چي غيرتي افغانان له خپل جهاد، د آزادۍ په لار كي له خپلو قربانيو او له خپلو ارزښتونو د دفاع همت او جرأت لري، نه هيچ اشغالگر ته تسليم شوي او نه ئې د هغوى مزدوران منلي، په يوې پېړۍ كي درې زبرځواكونو د دوى پر هېواد تېرى وكړ، په وړاندي ئې كلك ودرېدل او ټولو ته ئې داسي ماته وركړه چي زوال ئې له همدې افغانستان پيل شوى.

آزادي غوښتونكي مؤمن افغانان چي د دې هېواد اصلي وارثين دي، د خپلو وينو او سرونو په بيع ئې آزاد كړى، ملحدينو او سيكولرانو پر اشغالگرانو پلورلى؛ خو دوى هر ځل او د هر اشغالگر له منگولو ژغورلى؛ په كار ده چي نن يو ځل بيا ميدان ته راودانگى؛ د آزادۍ د جنگ ځلانده تاريخ تكرار كړي، او خپل هېواد له دې بد وضعيت وژغوري، عجالتاً او د حكومت د دې شرارت او له خباثت ډك تصميم په خلاف څو كارونه بايد وكړي:

1.            د جامع جوماتونو ټول خداى پال خطيبان او امامان؛ د جمعي ورځي خطبو كي د حكومت دا له شرارت ډك؛ اسلام ضد تصميم په كلكو الفاظو وغندي.

2.            په ښارونو كي د جمعې له لمانځه وروسته؛ ټول لمونځ كوونكي يو ځاى او په منظمو صفوفو كي سړكونو ته راووځي.

3.            د بد مستو او غلام صفتو مزدورو حكامو د قصرونو او دفترونو مخي ته راغونډ او خپل شديد اعتراض او نفرت څرگند كړي.

4.            د جاني او قاتل نجيب د تلين لمانځني په ورځ د لويي جرگې خيمه محاصره او ټولي لاري وتړي.

5.            ارگ او پارلمان تر هغه محاصره كړي چي نه يوازي د داسي شرارتونو د بيا عدم تكرار كلك تعهد ترلاسه كړي بلكي ټول هغه ملحد او سيكولر چارواكي چي د افغانانو ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوى كوي، د اشغالگرانو په څنگ كي او د هغوى تر قومندې لاندي د ملت په ضد جنگېدلي؛ له خپلو دندو منفك شي.

6.            دا بشپړ تضمين ترلاسه شي چي حكومت به مزدوري رسنۍ، اخلاق او دين ضد مبتذل سريالونه او د فحش او فساد خورولو مراكز بندوي، د ديني او ملي ارزښتونو سپكاوى، د دين، مذهب او افغاني كلتور خلاف هڅي او د پرديو كلتور او فرهنگ پر افغانانو تپل؛ داسي پاى ته ورسېږي چي هيڅوك ئې د بيا تكرار جسارت ونه كړي

تصميم مو دا وو چي كه نور لوري توافق وكړي يا ونه كړي نو حزب اسلامي به د همدې اعلاميې مطابق اقدام كوي. منتظر يو چي وگورو د كمونيست رژيم بقايا څه كوي او حكومت څه كوي

دوهمه موضوع

سيكولرانو او اسلام ضد كړيو؛ چي په دې وروستيو كي ئې د اسلام، مسلمانانو او مجاهدينو خلاف خپل تبليغات تشديد كړي؛ او له هر فرصت په استفادې سره زهر شيندي؛ په دې اونۍ كي ئې يوه بله قضيه د تبليغاتو وسيله جوړه كړه: په سږني كانكور كي د يوې نجلۍ اول نمره كېدا باندي ئې استناد كړى او هغه روايت ئې تر پوښتني لاندي نيولي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني ناقص العقل او ناقص الدين گڼلې دي!! دا اعتراض په داسي حال كي كوي چي نه پوهېږي دا روايت په څه ارتباط راغلى، معنى ئې څه ده او عقل څه ته وايي!!

كه دا خبره يو حقيقت وي نه يوه ډرامه، په رښتا دا نجلۍ تر ټولو لوړه نومره ترلاسه كړې نو موږ ورته مباركي وايو، پر نورو نجلو او زده كوونكو هم غږ كوو چي همت وكړي او همداسي تر نورو د وړاندي كېدو مقام ترلاسه كړي، هر يوه بايد هڅه وكړي چي د عائشې رضى الله عهنا په څېر په علم كي هغه مقام تعه ورسېږي چي نارينه وو لپاره استاد شي، همغسي لكه چي عائشه رضى الله عهنا د صحابه وو لپاره ښوونكې وه، صحابه وو د هغې په وړاندي زنگون وهلى او له هغې ئې دين زده كړى، د رواياتو كتابونه مو له هغو رواياتو ډك دي چي صحابه وو له دې اورېدلي او زده كړي

سيكولرانو ته وايو: كه پيامبر عليه السلام ويلي وى چي مېرمني په علم كي نارينه وو ته نشي رسېدلى او تاسو داسي مېرمن موندلې وى چي تر نارينه وو په علم كي وړاندي ده؛ نو اعتراض مو پر ځاى وو، خو دا مطلب نه په قرآن موندلى شئ او نه په احاديثو كي!! په دې روايت كي د نارينه او ښځينه وو علم نه دئ پرتله شوى، اصلاً د علم لفظ نه دئ كارول شوى!! د عقل لفظ راغلى، خو تاسو نه د عقل په معنى پوهېږئ او نه د عقل او علم تر منځ په توپير؛ په لاعلمۍ كي اعتراضونه كوئ!! شمسيه نومې زده كوونكې په تعليم او زده كړي كي تر هلكانو لوړه نمره ترلاسه كړې، نه په داسي كار كي چي منشأ ئې علم نه بلكه عقل وي.

كه دا حقيقت ولري

راشئ لومړى د علم او عقل په توپير ځان پوه كړئ بيا اعتراض ته ملا وتړئ!! 

قرآن خپل مخاطب ته ښيي چي الله تعالى انسان ته د ښه او بد د تشخيص او پېژندو لپاره درې استعدادونه او ملكې وړې: عقل، علم او فكر.

1- علم يعني پوهه؛ يعني دا چي انسان كولى شي خپل ماحول كي هر شئ وپېژني، په خصوصياتو، مواصفاتو، ځانگړتياوو، گټي او ضرر ئې پوه شي. كولى شي خپل علم او پوهي ته انكشاف وركړي، ځكه علم ئې اكتسابي دئ له نورو ئې زده كولى شي او نورو ته ئې انتقالولى شي. د مثال په توگه ما ته يوه نوې مېوه لاسته راغله، ژبه مي مرسته راسره كوي چي په خوند ئې پوه شم، پزه مي مرسته راسره كوي په بوى ئې پوه شم، د لاس پوستكى مي راته وايي د مېوې پوستكى زيږ ده كه ښوى، په خوړلو سره ئې په گټي او تاوان پوهېدى شم، په لابراتوار كي ئې د تجزيه كولو له لاري پوهېدى شم په دې كوم كوم عناصر او ويتامينونه شته. له بل ئې هم زده كولى شم.

2- فكر؛ يعني هغه استعداد چي له انسان سره مرسته كوي احتمالات په پام كي ونيسي او يوه نتيجه ترې راوباسي، د مثال په توگه تاسو په يوه لوري د يوه لوى نهر ژۍ كي روان يئ، داسي ځاى ته ورسېدئ چي نهر ته له دريو لوريو اوبه رارواني دي او گورئ چي دا لوى سيند له دريو نهرونو جوړ شوى، يو له ښي اړخ، بل له كيڼ او درېيم له مخامخ لوري، ښاوخوا ته سترگي غړوئ، درې لوړ غرونه په نظر درځي، گورئ چي يو نهر به د ښي اړخ له لري غره، بل نهر به د كيڼ لوري له غره او درېيم به ئې له مخامخ غره سرچينه اخيستې وي. د نظر او فكر په مرسته وتوانېدې د نهرونو سرچينه درك كړې.

3- عقل: يعني د تميز او مهارولو هغه استعداد چي له انسان سره د ښه او بد په تميز كي او بيا له بد ځان ساتني كي مرسته كوي، د مثال په توگه؛ دوه شيان دي مخي ته پراته دي؛ يو مضر خو خوږ او بل تريو يا تريخ خو گټه ور، هوس دي همدغه خوږ مضر ته هڅوي؛ خو يو بل څه او ستا په بدن كي يوه بله مَلَكه؛ تا ترې منع كوي او درته وايي: خپل ژوند د يوې شېبې خوند او لذت لپاره مه زيانمنوه؛ همدا عقل دئ. يا دا چي ته قاضي يې؛ يو مجرم ستا مخي ته د محاكمې لپاره راوستل شوى، هغه درسره خپلوي لري، دا خپلوي تا هڅوي چي عدالت تر پښو لاندي كړې، يا د متهم حالت داسي دئ چي ستا زړه سوى او عاطفه ئې تحريك كړې او تا هڅوي چي د ده په اړه عدالت مراعات نه كړي؛ خو عقل درته وايي: مه عاطفې ته تسليمېږه او مه د خپلوي لپاره عدالت ذبح كوه، عادلانه فيصله وكړه، په دې كي هم ستا خير دئ، هم د ټولني او د همدې متهم. دا ستا عقل دئ، د ځان كنترولولو او له انحراف د ځان ساتلو فطري استعداد او ملكه.

عقال هغه رسۍ ته ويل كېږي چي د اوښ پښه له ورون سره داسي تړل كېږي چي تېښته ورته گرانه شي. هغي مَلَكې ته د عقل نوم وركړى شوى چي انسان ضبط نفس او ځان كنټرولولو ته چمتو كوي.

د مېرمنو او نارينه وو تر منځ يو څرگند او ژور توپير په دې كي دئ چي د مېرمنو عاطفه تر نارينه وو ډېره ډېره ځواكمنه ده، مورتوب ئې همدا ايجابوي چي عاطفه او زړه سوى ئې ځواكمن وي، وكولى شي د اولاد لپاره ټولي هغه ستونزي او زحمتونه په ورين تندي وگالي چي د اولاد روزنه ئې ورسره مخامخ كوي. نارينه خپل ماشوم څو ورځي هم نشي پالى او كړاوونه ئې نشي زغملى؛ خو مور ئې څو كاله په ورين تندي او په داسي حال كي چي خوند ترې اخلي زغمي. په قضاوت او شهادت كي قوي عاطفه او ځواكمن زړه سوى انسان د عدالت نقضولو او تر پښو لاندي كولو ته هڅوي، د همدې لپاره الله تعالى په شهادت وركولو كي په اړه لارښوونه كوي چي يا به دوه نارينه وي او كه دا ممكنه نه وه نو يوه نارينه او دوه مېرمني په شهادت وركوي او وجه ئې هم دا ښيي چي كه يوه ئې خبره هېره كړي نو بله ئې ورپه ياد كړي!! دا نه يوازي د مېرمنو په حق كي اجحاف او بې عدالتي نه ده؛ ځكه دلته د حقوقو موضوع نه ده مطرح؛ شهادت او گواهي كوم حق نه بلكي مسئوليت او مكلفيت دئ، او اسلام تل او په ډېرو مواردو كه د مېرمنو مكلفيتونه تر نارينه وو كم كړي. په جهاد، جومات ته تگ، د كورنۍ مالي مكلفيتونو، د ماشومانو د روزني مصارف، د كورنۍ د غړو د خوراك، جامو، تداوي مصارف؛ ټول د نارينه وو پر غاړه دي، او مېرمني ئې ترې معاف كړې دي. د پلار په كور كي هم او د مېړه په كور كي هم.  

اوس هغه روايت ته راځو چي سيكولران پرې اعتراض لري؛ روايت داسي دئ:  

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ تَصَدَّقْنَ وَأَكْثِرْنَ، فَإِنِّي رَأَيْتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ، لِكَثْرَةِ اللَّعْنِ وَكُفْرِ الْعَشِيرِ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ، أَغْلَبَ لِذِي لُبٍّ مِنْكُنَّ» . قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا نُقْصَانُ الْعَقْلِ وَالدِّينِ؟ قَالَ: " أَمَّا نُقْصَانُ الْعَقْلِ وَالدِّينِ: فَشَهَادَةُ امْرَأَتَيْنِ تَعْدِلُ شَهَادَةَ رَجُلٍ فَهَذَا نُقْصَانُ الْعَقْلِ، وَتَمْكُثُ اللَّيَالِيَ لَا تُصَلِّي وَتُفْطِرُ فِي رَمَضَانَ فَهَذَا نُقْصَانُ الدِّينِ "

له ابن عمر رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: اې د مېرمنو ټوليه! صدقه وركړئ او زياته ئې كړئ، ما تاسو د دوزخ ډېرى وموندئ، د ډېر لعن ويلو او د خپلوانو له ښېگڼو د انكار له كبله، ما تر تاسو زيات د عقل او دين له پلوه ناقص كسان نه دي ليدلي چي پر عقلمنو نارينه وو برلاسي وي. يعني مېرمني سره له دې نقص؛ پر عقلمنو نارينه وو برلاسي او غالبي دي!! يوې مېرمني وويل: يا رسول الله د عقل او دين كمى او نقص څه دئ او ولي؟ وئې فرمايل: د عقل كمى او نقص دا چي د دوو مېرمنو شهادت له يوه نارينه سره برابر دئ او د دين نقص دا چي په حيض او نفاس كي څه موده نه لمونځ كوي او نه روژه نيسي.

دې ته بايد متوجه وو چي معمولاً د مېرمنو شمېر تر نارينه وو زيات دئ، تل؛ د نړۍ په ټولو هېوادو كي او په ډېرى كورنيو كي؛ نو طبيعي ده چي په دوزخ كي به ئې هم شمېر زيات وي.

دې آيت ته هم ځير شئ چي عقل او علم بېل بېل گڼي:

أَفَتَطۡمَعُونَ أَن يُؤۡمِنُواْ لَكُمۡ وَقَدۡ كَانَ فَرِيقٞ مِّنۡهُمۡ يَسۡمَعُونَ كَلَٰمَ ٱللّٰهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعۡدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ * البقره: ٧5

آيا دا طمع لرئ چي دوى به تاسو ته ايمان راوړي په داسي حال كي چي يوه ډله ئې د الله كلام اوري بيا ئې په مطلب له پوهېدو وروسته تحريفوي؛ په داسي حال كي چي پوهېږي.

گورئ چي دلته علم او عقل بېل بېل راغلي، او وايي: له تعقل وروسته او په داسي حال كي چي د الله كلام او په هغه كي تحريف ورته جوت شوى؛ په ناپوهۍ سره هم نه بلكي عمداً او په پوهي سره د الله كلام تحريفوي.

د اسلام په ضد د منحطو سيكولرانو او ملحدينو ټولي هڅي او تبليغات به إن شاء الله د مخكي په څېر شنډېږي.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟