No-IMG

خلیلزاد: ځینې کړۍ افغانستان کې سیاسي جوړجاړی نه غواړي او جګړه کې خپلې ګټې ویني

د بي بي سي تلويزيون د راپور له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه د یو سیاسي جوړجاړي له لارې ختمه شي.

ښاغلي خلیلزا د کوم هېواد یا ادارې له نوم اخیستو پرته ویلي، دا کړۍ په افغان جګړه کې خپلې ګټې ویني.

د پنجشنبې پر ورځ د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي خلیلزاد وویل، دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېلو غاړو پخپله نه غوښتل چې کوم بهرنی لوری دې هم دې خبرو کې ناست وي.

د همدې مرکې یوه بله برخه کې نوموړي وویل،‌ له ایران پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.‌

زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې دې خبرو کې د بریا هېڅ‌ تضمین نشته،‌ ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري او خپګان ډېر دی.

 

دوحه کې خبرې ښې روانې دي

 

ښاغلي خلیلزاد وویل، دوحه کې خبرې ښې روانې دي او په لومړیو پړاوونو کې د تمو برعکس ډېر پرمختګ شوی دی.

نوموړي وویل،‌ امریکا پر دواړو خواوو غږ کوي‌ چې روان تاوتریخوالی کم کړي،‌ ځکه همدا ټکی روانو مذاکراتو کې مرسته کولی شي.

ښاغلی خلیلزاد وایي،‌ د دوحې ناستې دواړو پلاو ته یې روښانه کړې چې سیاسي جوړجاړي ته رسېدل د دوی خپل کار دی، خو امریکا او نړیواله ټولنه داسې یو جوړجاړی غواړي چې راتلونکې کې افغانستان کې د لږکیو او ښځو حقونه خوندي وي.‌

زلمی خلیلزاد بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ خبره داسې مهال کوي چې د افغان دولت د مرکچي پلاوو ځینو غړو بي بي سي ته منلې چې د تماس ډلو د تېرې ورځې ناسته بې پایلې وه.

تر اوسه د دواړوو خواوو د غړو د بیا لیدو لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند بي بي سي ته ویلي دي چې د خبرو لپاره د طرزالعمل له جوړېدو وړاندې رسمي مذاکرات نشي پیلېدلی.

هغه تمه وښوده چې د دغې تګلارې پر جوړېدو به هوکړې ته ورسېږي.

 

تاوتریخوالی لا هم زیات دی

 

بل لور ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوړ پوړي قومندان جنرال سکاټ مېلر پنجشنبه کندهار ته د سفر پر مهال ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا،‌ چې جنرال مېلر سره یو ځای کندهار ته تللی و وایي، ډاډه دی چې طالبان پر سوله بارو نه لري او د سولې له مذاکراتو ناسمه ګټه اخلي.

د تاوتریخوالي وروستیو پېښو کې دوه ورځې وړاندې ۲۸ تنه افغان پولیس د روزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې طالبانو سره جګړه کې ووژل شول.

د یاد ولایت ځینو نورو برخو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.‌

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟