No-IMG

د نجيب تلين لمانځنه یوه بهانه ده اصلي هدف بل دی

دلته بعضو د کمونستي مفکورۍ په پلمه الحاد را وارد کړ.

او د دې شوم هدف لپاره یې لومړی اکادمیک سیمې په نښه کړې.

ښکاره یې خلک لادینۍ او الحاد ته دعوتول.

تر دې چې رب یې پر وړاندې یو څو تنکیو شازلمیانو ته د مقابلې توانایي ورکړه.

خبره تر مناظرو وغځېده، په ښکاره د مارکس او لینن لارویانو به خپلو غونډو کې په اسلام تمسخر کړ.

ښکاره به یې مناظرو کې مسلمانان چلېنجول چې د الله جل جلاله شتون ثابت کړي.

د دوی عقیده دا وه چې مونږ لکه بوټي داسې پیدا یو ماده پرستان وو.

الله جل جلاله یې پر وړاندې حبیب الرحمن شهید په شان تنکي ځوان پیدا کړ چې هره مناظره کې دوی مات کړي.

مشر په شان ځوان یې ورته پیدا کړ چې یوویشت کلنۍ کې تقدیم شعور بر مادۀ کتاب ولیکی تر څو د ماده پرستانو له شره مسلمانان په امن کړي.

نه انترنیت شته وو نه ګوګل خالي الهي نصرت په دومره کم عمر کې.

پوره څوارلس کاله د لینن پرستانو او الله جل جلاله پرستانو مقابله وه تر دې چې لینن او مارکس پرستان مغلوب او د الله جل جلاله لښکر غالب شو.

بیا هم د دوی بقایاوو او بعضې پروتوکولیانو د یوه اسلامي نظام مخه دپ کړه نورې دورې تېرې شوې تر دې چې صیلبي یرغل وار شو.

د اشغال په دویم کال د آزادۍ په نامه رادیو کار شروع او ښکاره به عیسویت او د بایبل بعضې برخې ترې خپرېدې.

کتابونه یې وېشل کېدل.

راغلیو فکر کړی وو چې دا فلپین دی په لسم کال به ټول عیسویان وي خو رب اراده ورته بله وه.

خو وتوانېدل چې بعضې کسان ملحد او یا الحاد ته مایل کړي.

او دوی ته دا هدف تر هر چا پخواني کمونستان یا هم نوی نسل یې اعاده کولای شي.

د لمانځنې په بهانه یې سره منسجم کوی برنامه به ورکول کیږي.

تاسې د دوی په نبوي احادیثو لنډ دا پرون تمسخر لیدلی شی.

د قرآن تفسیر، د قرآن ژباړه نېږدې نوی تر سلو نور دینی کتابونه د یوه کمونست له شعار څخه ټېټ حسابول څه بولی.

امپرالېزم الحاد خوښوي ځکه ملحد چې په هره کشوې در سره ځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟