No-IMG

تکبير او هورا؛ د ملت پهلواني!

په دا منځ کې چې چپيان بيا د خپلو دې دوه بې ارزښته ارزښتونو (کمونېسم او انټرناسيونالېسم) پر عرابو په دې لوی ملت او ملي ارزښتونو وګرځېدل دا هم د تاريخ هغه ظالمه پهلواني وه چې دوی په کې يو عزيز ملت څملاوه خو څنملاست، د پهلوانۍ په دې جنګ کې ملت خپل دا ناخلفه بچيان داسې لوڅ پر ميدان څملول چې شرم ته يې پرتوګونه ټول ريښې ريښې خواره وو. دا کومه دعوه هم نه ده بلکه دا د افغان-شوروي او اسلام-کمونېزم هغه حقيقي برخوردونه دي چې زمونږ پلرنی او زمونږ خپل نسل يې ستر شاهد دی، دا تقابل د تاريخ د پاڼو استناد اړتيا نه لري، په دې پېښو کې پوهاند غلام محمد نيازی، ډاکټر محمد عمر، انجنير سيف الدين نصرتيار، محمد هاشم ميوندوال، موسی شفيق، نوراحمد اعتمادي او په زرګونو عالم او سياسي کدرونه له منځه لاړل. لسګونو زره سياسي مخونه د سياسي تنوع په جرم د کمونېستي استبداد او يو ګوندۍ مرګوني خوراک شول، دا تر يو نيم ميليون ډېر شهيدان او دا شپږ ميليونه مهاجرتونه او دا په لسګونو زره کونډې رنډې او بورې پر دې چپيانو د ملت پور دی. د واک دې چپي استبدادايانو په خپلې يو ګوندۍ کې يوازې ښي لاسي او ملتپاله مخالفين نه دي ځپلي بلکه دوی چې په دې وژونکي شر کې خپل خلقي او پرچمي او په دويمه کټګورۍ کې شعله يي کرښه څومره اور ته نيولې او دوی چې څومره ګوندي تصفيه په اور او وينه پاکه کړې نو دې ته يې هم د سټالين د بېريا وحشتونه شرمېږي. See Less

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک