No-IMG

د کمونیزم په ترمینولوژي کښې د شهید کلمه نشته ده!

هره مفکوره او یا مذهب او یا دین خپل اصطلاحات لري د هغه اصطلاحاتو څخه ځانګړي تعریفونه او پېژندنې لري دا له امکان وتلي ده چې د کمونیزم پلویان خپلې کړنې او چارې په اسلامي اصطلاحاتو کښې وپوښي ،امکان نلري چې د لنن کبیر لمسیان هغه چې پر شهید،شهادت،جنت ،دوزخ او اخرت باور نلري د هغه خلاف راوتلي وي بیا د ځانونو لپاره همدا کلمات انتخاب کړي

په کار خو دا وه چې پرچمي ملګرو لنن او یا تر هغه وروسته ګورباچوف ته او یا کوم بل کبیر ته ویلی وی چې مونږ لکه چې دنورو د قتل عامونو چې شوقیان یو هغومره زمونږ د وژل کېدو هم امکان شته او غواړو د مسلمانانو په څېر مونږ هم د خپلو مړو لپاره کومه اصطلاح ولرو چې ورباندې خپل مړي ونوموو دا چې کمونیزم په هره ساحه کښې فقر پسې اخیستی و د اصطلاحاتو له اړخه هم فقیر دی او ندی توانېدلی چې دا برخه هم بشپړه کړي اوس ئې پاتې شوني ځانونه په اسلامي اصطلاحاتو پسې نښلولي دي دا عقل خو له دوی سره نشته ده چې له ځانونو وپوښتي چې د شهید کلمه په کومه معنی او تعبیر استعمالیږي ؟ ایا د کمونستانو او پرچمیانو د وژل شویو لپاره په دې کلمه کښې ځای شته ؟ او یا ئې د تعریف څخه برخمن کېدلی شي؟

حیران دېته چې له اسلام سره دومره کلکه دښمني لرلو سره بیا هم دوی زمونږ دروازې ته راځغلي او وائي د شهید کلمه مونږ هم کاروو؟

وو ملګریه په اسلامي اصطلاحاتو کښې ستاسی لپاره ځای نشته دی دا به څه وخت زده کوې؟

هغه پرچمیان او کمونستان چې هېواد ئې د دوو کودتاګانو په ترڅ کښې د ناورینونو غېږې ته ورټېل وهلو او لکونه افغانان ئې شهیدان کړل په میلیونونو ئې مهاجر او له خپلو کورونو ایستلو ته اړ کړل ،کلی او کورونه ئې ور وران کړل،سرې لښکرې او وحشیان ئې د هېواد  په خاوره پلی کړل  ،همدا خلک اوس   د دوی په لاس د وژل شوي،مهاجرکړل شوي او ټکول شوي ولس دیني اصطلاحات کارول غواړي؟ کمونستان د له ځانه وپوښتي چې دوی پر کوم لور ځغلي؟

دا جوته ده چې کمونست قاتلانو پورې د اسلامي اصطلاحاتو تړل حماقت دی که کمونستان ډېر د خپلو مړو او ژوندیو لپاره د اصطلاحاتو مینه لری کولی شي په روسي ژبه خپلو مړو ته نوي اصطلاحات ایجاد او رامنځته کړي  او خپله تشه ورباندې ډکه کړي.

په درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟