No-IMG

اتل او سلطان؛ ملت که چپيان؟

له شوروي او شوروي مفکورې سره د ملت په جګړه کې د اتل حساب ډېر اړين دی، دلته ډېره اوږده جګړه شوې، دلته نظرياتي پهلوانۍ شوي او دلته د ازادۍ او غلامۍ پر کرښو د ژوند او مرګ حسابونه شوي. په دې اوږده برخورد کې په داخلي لحاظ يوه خوا ملت وو او بلې خوا ته چپي جريان وو، نو طبيعي ده چې له ملت سره په تقابل کې څوک اتل دی؟ د اسلام او کمونېزم په تقابل کې د کومې خوا سړي اتلان دي او د ملتپالنې او انټرناسيونالېزم په کشمکش کې د کومې خوا لارويان سړي او نه سړي دي؟

مخکې چې کوم بحث وشو په هغه کې مدعا همدا ده چې ملت د دې جګړې او کشمکش سلطان او اتل دی، او په دې حساب له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه دا ټول د تاريخ نه سړي دي، او دا خبره په افغانستان کې پخواني لوی شوروي سلاکار ستر جنرال الکساندر ماياروف د بي بي سي وياند داود جنبش ته کړې وه چې: ببرک کارمل، نجیب، اناهیتا… دا ټول مصنوعي خلک دي، په لاس جوړې شوې څېرې دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟