No-IMG

د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

غازي اکبر

 

افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د مشر ورور په توګه د هیواد د وحدت او ازادۍ ساتلو مشري کړې ده.

د استعمار په تندرونو او توپانونو کې چې د افریقا، اسیا، جنوبي امریکا، هند نیمې وچې، قفقاز او منځنۍ اسیا لوی لوی هیوادونه او ملتونه مات او تسلیم شول، یوازې د پښتون په مشرۍ افغان قامونو دوه ځل انګریزي اردوګانې غرقې او په دریم ځل یې سیاسي خپلواکي واخیسته. ورپسې یې د روسي فیل، نه په شا کیدونکې لښکرې هم ماتې کړې.

خو متاسفانه روسانو دلته داخلي جګړې ته لار اواره او جنګ او سیاست یې قومي کړ. قومي جنګ طالبانو وګاټه خو امریکا راغله او طالبانو لخوا مات شوي قوتونه یې بیرته واک ته ورسول.

د روسانو له یرغل سره په واک کې د پښتون مشري پای ته ورسول شوه. روسانو پښتون ولسممشر حفیظ الله امین له خپلو اولادونو سره پخپل کور کې وواژه؛ کشمیري کارمل یې ولسمشر، هزاره کشتمند صدراعظم او تاجک قادر د دفاع وزیر کړل. روسانو ویل چې په نظام کې داخل خلقیان ټول پښتانه دي او د نورو پښتنو په شان باید ووژل شي، ځکه د روسانو په نظر پښتانه د نړۍ نیولو په وړاندې د دوی د لارې خنډ دی او باید دا خنډ هوار شي، چې پرمختګ ممکن شي. شورویانو له نظام څخه بهر پښتنو مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره یې هوایي او ځمکني قوتونه کارول او د نظام په دننه کې د پښتنو خلقیانو په باب یې فرموله داسې ورکړه چې دوی دې په مرمیو او وسلو بار شي، سنګر ته ولیږل شي، له خپلو وروڼو سره وجنګول شي چې هملته ووژل شي.

کله چې روسان له هر څه مایوس شول نو اردو یې له داخله وپاشله او لویه برخه یې نظار شورا ته ورکړه، چې په داخلی جګړو کې منحله شوه.

امریکا هم د روسانو په قدم لاړه، پښتون یې له واکه لیرې کړ او د دوی په اصطلاح فعال اقلیتونه یې صحنې ته راوستل. اردو (۹۰ سلنه جنرالان او ۷۵٪ افسران)، پولیس (تر ۹۰٪)، استخبارات (تر ۹۵٪)، اقتصاد او تجارت (لوی تجارتونه: ګازونفت، هوایي کرښې، ساختمان، معادن او ...)، او رسنۍ یې ټول دوی ته ورکړل، خو د روسانو برخلاف یې سمبولیکه مشري پښتون ته ورکړه، هغه هم د دې لپاره چې د پښتنو له خوا د شوروي د ماتیدو د بدلې په مقابل کې پښتون تر حده زیات بې حیثیته نه شي. دا هم پښتنو ته یوه د اوړو ـ اوبو پوزه ده او د شوروي په نسبت تر امریکا مننه په کار ده!

اوس د هیئت ترکیب وګورئ:

د کابل له خوا:

د پښتنو په نماینده ګۍ: درې پښتانه (معصوم ستانکزی، شریفه زرمتۍ او عطاالله لودین)، یو تاجک/ بلوچ/ زوري (نادري) او یوه سادات (فاطمه ګیلاني) لیږلي دي: معصوم ستانکزی پخوانی خلقي، پښتون خو اوس د انګلیسي ګټو ساتلو لپاره تللی دی. نادر نادري چې په بیلابیلو وختونو کې یې ځان زوري، بلوچ او تاجک قامونو ته منسوب کړی دی، اوس د پښتون په نماینده ګۍ جلسې ته لیږل شوی دی. په فکري ډول شعله یي او عملاً امریکاپلوه شخص دی، نه پښتون دی او نه د پښتنو نماینده دی. شریفه زرمتۍ یوه شریفه خو ساده، له سیاست ناخبره او یوه غیر مطرح څیره ده. نه د کوم لوري نماینده ګي کولی شي، نه د کوم قوت. مولوي عطاالله لودین چې د پښتنو د یوه کمزوري ګوند (د ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي) نماینده ګي کوي. فاطمه ګیلاني چې سادات ده، کوم لوری نه دی او نه هم د چا نماینده ګي کولی شي، د حزب اسلامي، افغان ملت، حرکت انقلاب اسلامی او نورو ملي اسلامي ډلو او پښتنو مدني او ولسي حرکتونو نماینده ګي پکې نشته.

د اقلیتونو په نماینده ګۍ: د دوه پښتنو جمیعتیانو په شمول نور ټول پاتې ۱۵ نفري ټیم د تاجکو، هزاره و او ازبکو نماینده ګان دي، چې شعوري، قاطع، قوي او کلک خلک دي. استاد سیاف هم چې پخوا د جمیعت او شورای نظار او اوس د سی آی ای مفتي دی یو تاجک ملا لیږلی دی چې هلته د پښتنو پر ضد فتوی ورکړي.

د طالبانو له خوا:

د یو ازبک، یو ترکمن او یو تاجک په شمول نور ټول ۱۸ کسان پښتانه دي.

دا ترکیب داسې معنی لري چې د پښتنو (طالبانو) او تاجک، هزاره او ازبکو درې نورو قومونو (شورای نظار، جزب وحدت او جنبش) تر منځ جنګ شوی دی او دوی باید سوله وکړي او د راتلونکي افغانستان په سرنوشت سره توافق ته ورسیږي.

دلته کابل کې پښتانه تعلیم یافته ګان وارخطا او ورک دي، کله له اشرف غني خپل اصلي بابا جوړ کړي او کله ترې ټام بابا. نه ځان پیژني نه جهان. ټوله سودا یې خپل ماموریت ته ده. نه کوم لوری دی، نه کوم طرف. طالبان په کابل کې له میشتو تعلیم یافته پښتنو سره ښایي کومه ستونزه ونه ویني او ممکن فکر کوي چې دا پښتانه لکه څنګه چې د هرې بلې ادارې مامورین وو، همداسې به د طالب مامورین هم وي (خو که د طالب په کار ول).

که څوک په واقعي معنی روښانفکره او د افغانیت او اسلامیت پلوی وي، په کلکه دې سوله وغواړي. د دې حکومت دوام د اقلیتونو د واک او جنګ دوام دی او هیڅ پښتون ته نه ښایي چې په الفاظو کې ګیر شي او د جمهوریت، امارت، دولت یا نورو اصطلاحاتو په خاطر د سولې د راتلو په لار ډبولو کې د نورو د لاس آله شي او د شر و فساد د جنګي ډلو د واک په تمدید کې غیر ارادي مرسته وکړي.

افغانان به یو کیږي او خپل هیواد به په ګډه جوړوي، قومي اجنداوې به په ملي اجندا بدلیږي او افغانستان به جوړیږي. ټولو افغانانو ته سوله حیاتي اهمیت لری او پښتنو ته تر حیاتي هم ضرور ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک