No-IMG

حکمتيار: د ټولو اسلامي گوندونو سره مو د يووالي لاره غوره کړی

د محترم حكمتيار د خطبې متن جمعه 11 ميزان 99

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَٱصۡبِرۡ وَمَا صَبۡرُكَ إِلَّا بِٱللّٰهِ ۚ وَلَا تَحۡزَنۡ عَلَيۡهِمۡ وَلَا تَكُ فِي ضَيۡقٖ مِّمَّا يَمۡكُرُونَ * إِنَّ ٱللّٰهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحۡسِنُونَ  النحل: 127- ١٢٨ صدق الله العظيم

او صبر وكړه، او صبر دي نه دئ مگر د الله په توفيق سره، او پر دوى مه غمجن كېږه، او له هغو پټو تدبيرونو ئې مه زړه تنگى كېږه چي دوى ئې كوي، يقيناً چي الله له هغو سره مل دئ چي تقوى (ځان ساتنه) ئې وكړه او هغه چي محسنين (احسان كوونكي) دي.

د جنرال نجيب د تلين لمانځلو په ارتباط

له ټولو هغو گوندونو او ټولنو او شخصيتونو د زړه له كومي مننه كوو چي په دې تظاهراتو كي ئې ونډه درلوده.

كه اسلام ته متعهد لوري همداسي يو بل ته لاس وركړي؛ نو يقيناً چي د دې هېواد برخليك به تل دوى ټاكي. دا هېواد د دوى دئ، اصلي وارثان ئې دوى دي.

په همدې ورځو كي چي حزب اسلامي دلته په كابل كي د كمونست رژيم د بقاياوو او سيكولرانو؛ د سولي خلاف او د جهاد او مجاهدينو په ضد؛ د يوې خطرناكي توطئې شنډولو په كار بوخت وو، وتوانېدو له ټولو هغو لوريو، گوندونو او شخصيتونو سره گډ دريځ غوره كړي چي اسلام ته ژمن دي او غواړي كابل او ټول افغانستان د دوى له ناولې او كرغېړنې سلطې وژغوري؛ متأسفانه هممهاله په بلخ كي د حزب اسلامي خلاف او د دولت حامي رسنيو له لاري؛ داسي څه واورېدل شول چي گواكي ځينو مخكنيو حزبيانو؛ په حزب كي د اصلاحاتو غوښتنه كړې او كه ئې غوښتنه ونه منل شي نو ځان ته رهبر غوره كوي!!

مجبور شو په دې اړه څو وضاحتونه وكړو:

دا هغه كسان دي چي د امريكايي ځواكونو په لاس د افغانستان له اشغال وروسته د كابل له حكومت سره يو ځاى شوي، يو ئې وزير كړى، دوه ئې واليان، او څو نور ئې په ټيټو دندو گمارل شوي، له امريكايانو سره ئې تعهد كړى وو چي له حزب اسلامي سره به خپل تعلقات قطع كوي او د فعاليتونو په اړه به ئې دوى او د كابل امنيتي ادارو ته معلومات وركوي، دوى نه يوازي دا ژمنه وكړه بلكي په صريحو الفاظو ئې د حزب اسلامي له جهادي تگلاري سره خپل مخالفت اعلان كړ. د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ د صلحي له معاهدې وروسته دوى بېرته حزب ته مراجعه وكړه، ومنل شول، پر اشتباهاتو ئې سترگي پټي شوې، د جمهوري رياست تر انتخاباتو پوري دلته پاته شول؛ خو د انتخاباتي كمپاين په دوران كي هغوى هڅه وكړه چي حزب اسلامي د يوه داسي ټيم ملاتړ وكړي چي د امريكا له حمايت برخمن وي، موفق نشول، مخلصو حزبيانو د دوى غوښتني رد كړې؛ مخصوصاً هغو چي د حزب آرمانونو او اهدافو ته ژمن پاته شوي او په دواړو جهادونو كي ئې فعاله ونډه درلوده؛ متأسفانه دوى د دې پر ځاى چي د حزب اسلامي اصولي تگلاري ته تمكين وكړي او د غوڅ اكثريت پرېكړو ته درناوى او التزام ولري؛ له همدغو ټيمونو سره يو ځاى شول چي لا دمخه ئې له هغوى سره پټ او څرگند ارتباطات او تعهدات درلودل. ځيني په څرگنده توگه ولاړل او د ارگ ټيم لپاره ئې كمپاين پيل كړ، د لويي جرگې خيمې كي ئې د ارگ له ټيم خپل حمايت اعلان كړ، دا غونډه د پرچميانو په ترانه پيل شوه، منتظم ئې د جمهور رئيس لومړى معاون وو، خپله وينا ئې د مشهور پرچمي سليمان لائق په شعر پيل كړه، ... خو دا غونډه، د ارگ ټيم او له دوى سره د يو ځاى شوو پخوانيو حزبيانو د انتظار خلاف؛ د گڼ شمېر برخه والو له مخالفت او جدي غبرگون سره هغه مهال مخامخ او گډه وډه شوه چي اشرف غني وويل: دا دئ حكمتيار صاحب ځان كانديد كړى؛ خو بريالى كېدى نشي؛ همدا مهال له هر لوري؛ د الله اكبر الله اكبر او زنده باد حكمتيار شعارونه اوچت شول؛ دومره چي اشرف غني د خپلي وينا ختمولو او له غونډي وتلو ته اړ شو. د همدې ډلي مشر چي اوس د ماليې وزير دئ او د همدې وزارت لپاره له حزب اسلامي بېل شوى؛ آبله ورځ په يوې مركې كي وويل: له حزب اسلامي ئې خپله لار د دې لپاره بېله كړه چي حزب حاضر نشو په خپلي تگلاري كي د جنگ او مسلحانه مبارزې شعار؛ د تل لپاره حذف او هېر كړي!! او حكمتيار ويل: كه پر حزب بريد وشي نو اسلام موږ ته له ځان د دفاع امر كوي!!! يعني له دې كبله چي حزب اسلامي د جهاد دائمي نفي ته چمتو نشو؛ نو ځكه ده خپله لار له حزب اسلامي بېله كړه.

ځينو نورو له دې كبله خپل بېل والى اعلان نه كړ او په پټه ئې د نورو انتخاباتي ټيمونو حمايات ته دوام وركړ چي عواقب ئې ورته مضر برېښېدل، پوهېدل چي هيڅوك به ئې ملاتړ ونه كړي او حتى د خپلي كورنۍ غړي به هم ورسره ولاړ نشي. دوى د حزب اسلامي په كمپاين كي له څرگندېدو ډډه وكړه، د انتخاباتو د نتائجو له اعلان وروسته ورو ورو ئې له بل سره خپل انضمام اعلان كړ.

دوى ته ويل شوي چي همدا مهال به له حزب اسلامي خپل بېلوالى اعلانوئ؛ كه نه نو ټولي مرستي به درباندي قطع شي.

په خپلي غونډي كي ئې وويل: كه حزب د دوى غوښتني ونه مني او لازم تغييرات او اصلاحات رانشي نو ځان ته به رهبر وټاكي!! په داسي حال كي چي دوى حزب ته تر نن پوري هيڅ غوښتنه نه ده وړاندي كړې، حتى د انتخاباتو له ورځو تر نن پوري ئې له حزب اسلامي سره هيڅ شفاهي يا تحريري ارتباط هم نه دئ نيولى، اوس چي دوى اشرف غني د رهبر په توگه قبول كړى؛ او د ده لپاره له حزب اسلامي بېل شوي؛ بل رهبر ته څه ضرورت لري؟! آيا عجيبه نه ده چي خپلي غوښتني د رسنيو له لاري حزب ته وړاندي كوي؟!!

ځيني داسي انگېري چي كولى شي د مصلحتونو له مخي له هر چا سره بيعت وكړي او د رهبر په توگه ئې ومني، دا جائز ورته برېښي او عادي ئې گڼي!! په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: چا چي له يو كس سره په داسي حال كي بيعت وكړ چي تر هغه افضل موجود وي؛ له خداى، پيغمبر او ټولو مسلمانانو سره ئې خيانت كړى. يعني كي د مسلمانانو له منځه د افضل پر ځاى د مفضول مرسته او حمايت وكړي او د زعيم او مدير په توگه ئې غوره كړي، نو ده له الله تعالى او رسول الله او ټول اسلامي امت سره خيانت كړى!! كه دا دومره ستر خيانت وي نو د يوه سيكولر، مفسد، ملحد او كمونست خوا ته ودرېدل او د رهبر په توگه ئې منل او كمپاين ورته كول به څه وي؟!!

دوى او ټولو ته وايو: په حزب اسلامي كي دوه تابعيته ځاى نه لري، له جهاد منكرين ځاى نه لري، د اشغالگرانو ملگرو ته په دې صف كي ځاى نشته، دا د مجاهدينو سنگر دئ، د هغو سنگر چي په دائمي جهاد داسي باور لري لكه په دائمي لمونځ؛ چي پرېښودل ئې ورته حرام برېښي، دا د شهيدانو آرمانونو ته ژمن صف دئ، دا حزب الله او جند الله دئ؛ له حزب شيطان سره به تل او په هر محاذ كي جنگېږي. د حزب غېږ هغو ته پرانيستې ده چي اسلام او د اسلام په لار كي جهاد ته ژمن وي او د كفر او نفاق له جبهې سره پيوستون د ايمان منافي گڼي

اجازه راكړئ د آذربايجان او ارمنستان د وروستۍ جگړي په اړه هم ځيني عرائض ولرم:

دا جگړه اوږده سابقه لري، عامل ئې د ارمنيانو له لوري د آذربايجان هغه سيمه نيول دي چي د ناگورنو قره باغ په نامه يادېږي، مخكنۍ جگړه ئې د يوه اوربند په نتيجه كي متوقف شوه؛ هغه مهال آذربايجان كمزورى او له بهرني حمايت محروم وو، له موږ ئې وروسته وغوښته، چهار آسياب ته ئې يو هيئت راغى، او وئې ويل: په ډېر بد وضعيت كي يو، ډېري سيمي مو نيول شوې او دښمن مخكي راروان دئ، موږ د مرستي پرېكړه وكړه، په ايران كي د مېشت مهاجرينو يو شمېر مجاهدين مو ولېږل، د دوى په رسېدو سره ارمنيان له پر له پسې ماتو او شاتگ سره مخامخ شول، مجبور شول چي اوربند ته غاړه كښېږدي، د آذربايجان ولس د مجاهدينو د دغو مېړانو سخت قدر كولو او ډېر ممنون او مرهون وو او له دوى سره ئې ډېره ژوره مينه څرگندوله.

اوس باكو ځان په داسي دريځ او موقعيت كي ويني چي كولى شي اشغال شوې سيمي د ارمنستان له سلطې آزادي كړي، تركيه ئې حمايت كوي.

زموږ له نظره د بحران حل دا دئ چي اشغال پاى ته ورسېږي، نور نو د اشغال دور تېر شوى، د ولسونو ارادې ته تسليمېدل او له اشغال لاس اخيستل؛ بديل نه لري، ارمنستان بايد دې حقيقت ته غاړه كښېږدي. د تركيې او روسيې منځگړيتوب كولى شي د بحران په حل كي ممد ثابت شي.   

وروڼو خوېندو!

داسي معلومېږې چي ايران غواړي په افغانستان كي همغه څه وكړي چي نن ئې په عراق كي كوي، په عراق كي؛ ايران خپل حضور او د امريكايي اډو خلاف خپلو راكټي بريدونو ته زور وركړى، دومره چي امريكا اعلان وكړ: كه دا سلسله دوام وكړي نو موږ به خپل ټول ځواكونه له عراق وباسو!! دا كمزورى موقف به طبعاً ايران دې ته هڅوي چي په افغانستان كي دې ته ورته تگلاره غوره او امريكا تر فشار لاندي ونيسي، چي امتيازات ترلاسه او د امريكا تحريمونه لغو شي، د همدې لپاره ايران د دوحې مذاكراتو حمايت ونه كړ، د كابل حكومت تر مديريت لاندي ئې مذاكرات ضروري وگڼل، د كابل حكومت ته ئې اطمئنان وركړى چي نظامي مرستي او د كابل د امنيت په تأمينولو كي فعالي ونډي اخيستلو ته چمتو دئ؛ د فاطمينو هغه لواء ئې افغانستان ته راولېږله چي په عراق او سوريې كي ئې وجنگوله.

دا وضعيت او گواښونه ايجابوي چي اسلام او هېواد ته ژمن افغانان؛ يو بل ته لاس وركړي او په گډه د گواښونو او توطئو مقابله وكړي.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟