د طالبانو له خوا د یوې اوونۍ اوربند خبرونه ورکول کېږی | شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د طالبانو له خوا د یوې اوونۍ اوربند خبرونه ورکول کېږی

سيد عبدالله پاچا

2020-01-08

د لوېدیځو رسنیو پر بنسټ داسې خبرونه ورکول کېږی، چې ګنې طالبان پر لنډ مهالی اوربند سره سلا شوی دی، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړى چې طالب مشرانو په خپلو منځو کې د یوې اوونۍ په اوربند سره سلا کړې ده. والسټریټ د یو طالب چارواکی له قوله ویلی، طالبانو له چهار شنبې ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکایانو سره د اوربند په تړاو خپلمنځی غونډه کړې چې ټول مشران په کې د یوې اوونۍ په اوربند سلا شوی دی. راپور وایی، دا اوربند به د نوی کال له پیل سره د طالبانو او امریکا تر منځ دسولې هوکړې لاسلیک ته زمینه برابره کړی. راپور همدا راز وایی، له اوربند سره سم به په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر هم مشخص شی او د اتلس کلنې جګړې د پاى ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته بین الافغانی مذاکرات هم پیل شی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ډسمبر له ۱۳مې راهیسې د نوی کال د رخصتیو لپاره مذاکرات په ټپه درېدلی چې زلمی خلیلزاد ورته لنډمهاله وقفه ویلې ده. ایا طالبان به د سولې لپاره په مشروطه توګه اوربند وکړی! دا هغه پوښتنه ده، چې ټول ملت یې په ځواب پسې ګرځی، خو دا چې طالبان په خپل واک او اختیار کې نه دی او د سولې د هر ډول خبرو په لړ کې یې هم ترهګریزو او ډله ییزو بریدونو ته زور ورکړى دى!؟

افغان حکومت که څه هم د ملت د وینې تویېدو د مخنیوی لپاره یو ساعت اوربند هم غوره ګڼی، خو له بده مرغه، چې طالبان له افغان ځواکونو سره د اوربند تابیا نلری!؟ دا اوربند هم له امریکایانو سره دى او د دې لپاره دوى په قطر کې خبرو ته زور ورکړى دى!

بل دا چې طالبان د پاکستانی څارګرو او پوځی شبکو له خوښې پرته اوربند کولى نشی!؟ موږ به ووینو، چې دا کوم اوربند دى او څرنګوالى یې څه ډول دى، کېږی او که څنګه؟ په اصل کې افغان لوری لنډمهالى اوبند نه،بلکې هغه اوربند غواړی، چې د تل پاتې او بنسټیزې او باغزته سولې لامل شی، له دې پرته سوله په هېڅ توګه شونې نه ده! له همدې امله د افغان حکومت له جدی غوښتنو او د امریکا د فشار عمده موخه همدا اوربند دى، خو دا اوربند باید لنډمهالى نه وی او داسې اوربند هم نه، چې افغان ځواکونه ترې بهر وی!

امریکا د افغان حکومت دا غوښتنه منلې ده، خو لا هم جوته نه ده، چې د امریکا د فشار په ترڅ کې اوس طالبان اوربند اوربند یادوی او که په ریښتیا هغوى ته د دې واک ورکړ شوى؟ تېره اوونۍ داسې ویل کېدل، چې ګنې راتلونکې ( روانه ) اوونۍ به د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې سره سم په ټول هېواد کې سراسری اوربند اعلام شی، خو تر اوسه پورې داسې څه نه دی شوی، هغه څه چې ټول ملت یې انتظار باسی! اوس ویل کېږی، چې یوه اوونۍ اوربند کېږی، نه لس ورځې!؟

د اوربند غوښتنه د افغان حکومت غوښتنه ده، چې امریکا ورسره منلې او د قطر په خبرو کې مطرح شوې ده، که طالب ډله اوربند ونه کړی، نو هېڅ د سولې امکان نشته، دا د افغانان حکومت ستره غوښتنه ده،چې د ملت په استازولۍ یې مطرح کړې ده، اوس اوربند د سولې لپاره ستر او اساسی شرط دى، که دا اوربند ونه شی، د سولې لپاره هره هڅه هېڅ مفهوم هم نلری، بل دا چې د اوربند مسئله باید عامه وی، نه دا چې یوازې او یوازې له امریکا سره اوربند وی، خو افغان ځواکونه دې تر بریدونو لاندې راوستل کېږی!؟ دغه حالت په افغانستان کې سخت غندل کېږی او هېڅ یوه افغان ته هم د منلو نه دى! دا چې تر اوسه د اوربند لپاره عملی ګامونه نه دی پورته شوی، نو افغان حکومت په تېره ملت په هېڅ توګه منلى نشی، چې طالب ډله دې خپلواکه وی! طالب ډلې په دې کې هم د پاکستان رضایت غوښتى دى، که د پاکستان رضایت نه وی، نو اوربند په هېڅ توګه عملی کولى نه شی! موږ تېر کال ولیدل، چې طالب ډلې جرئت وکړ او په کوچنی اختر کې یې درى ورځې اوربند ومانه، چې خپله یې دا ډله له جګړې زړه تورې کړه، هغوى ښارونو ته په راتګ سره د ملت له تاوده هرکلی سره مخ شول او د حکومت له خوا یې قدر او احترام د دې سبب شو، چې زرګونه طالبان بېرته جګړې ته ستانه نشی، خو دښمن د بل دا ډول اوربند ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې، بل لوى اختر چې راغى، نو پیاوړى هوډ و، چې دا وربند پر تل پاتې اوربند بدل شی او د تل پاتې سولې سبب وګرځی، خو دښمن خپل کار وکړ، طالب ډله یې پرې نه ښوده، چې د خپل ملت په خوښیو کې خپلې خوښۍ ونماځی، بلکې په خپل سر یې خپلې ملېشې د طالب او ترهګر په جامه کې را واستولې او پر غزنی یې خونړى برید وکړ!؟ همغه وو، چې د تل پاتې اوربند او دایمی سولې، ټول فرصتونه یې تر خاورو لاندې کړل. د غزنی هغه خونړى برید، چې ګڼ کسان په کې ووژل شول او د غزنی ښار پر وینو رنګ شو، د هېڅ چا له یاده نه وزی! اوس هم طالب خپلواک نه دى، وبه وینو، چې دا اوربند څنګه کېږی او د تل پاتې سولې لپاره طالب ډله خپله اراده ښکاره کولى شی او که څنګه!؟

خو هغوى ته بیا هم وریادوو، چې تېر کال د افغانستان د دینی عالمانو سراسری شورا زرګونو دینو عالمانو فتواورکړه ،چې د طالب ډلې جګړه ناروا او ترهګریز بریدونه یې حرام دی! خو له دې فتوا سره سره هغوى له وژنو او ترهګریزو بریدونو لاس نه اخلی. کله چې تېر کال د افغانستان زرګونو دینی عالمانو د طالب او هرې بلې ډلې جګړه ناروا او ترهګریز بریدونه حرام وبلل، نو د اسلامی نړۍ دینی عالمان د دې فتوا د تاییدولو لپاره په مکه معظمه کې راټول شول او د کعبې شریفې په ښار کې یې د کعبې شریفې د ملا امام او ستر دینی عالم په حضور کې دا پرېکړه تایید کړه، خو طالبان بیا هم له جګړې نه دی اوښتی او د تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو په لمسون یې دې ناروا جګړې ته زور ورکړى دى. په همداسې حال کې د جګړې نور دوام هېڅ دینی اړخ نلری او باید لومړى د عام اوربند او بیا د تل پاتې سولې په تحقق سره د دې جګړې د تل لپاره مخنیوى وکړاى شی!



'سيد عبدالله پاچا'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020